کور / سياسي / د دولت او ولس تر منځ اړيکې كمزورې دي

د دولت او ولس تر منځ اړيکې كمزورې دي

په امريكا كې د سپټمبر د يوولسې خونړۍ پېښې څخه وروسته امريكا وغوښتل، په افغانستان كې د طالبانو حكومت چې د اسامه بن لادن د القاعده ډلې له خوا يې اكمال كېده، له منځه يوسي. له همدې امله يې افغانستان ته ځمكني او هوايي ځواكونه واستول او د طالبانو حكومت يې د شمالي ټلوالې په ملګرتيا سره له منځه يووړ او دا يې شعار و، چې دوى ګواكي د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره طالبان له منځه وړي، همغه و چې طالبان يې له منځه يوړل او د كرزي په مشرۍ يې د افغان دولت بنسټ كېښود.

د كرزي په مشرۍ دولت ته په لومړيو كې ټول افغانان خوښ و، چې ګني نور د طالبانو د ګډوډۍ له حكومت څخه خلاص شول اوس يې يو ځواكمن حكومت تر لاسه كړو او نور به په دولتي اداره كې اداري فساد، رشوت، واسطه او هره بې قانوني له منځه ځي.

خو د كورنيو او بهرنيو څېړونكو په وينا اوس بېرته خلك د طالبانو د دولت ستايونكي دي او اوس په ډېرو سيمو كې د طالبانو له خوا د خلكو پرېكړې، او د خلكو دعوې فيصله كېږي. د ترورېزم ضد کارپوه ډېوېډکيلکولين وايي، چې د افغانستان حکومت بايد د فساد مخه ونيسي او خلکو ته عامه خدمات چټک کړي ګني طالبان به د دوى خلا ډکه کړي.

رويټرز خبري اژانس د ترورېزم ضد يوه کارپوه ډېوېډکيلکولين له قوله ويلي، چې وسله وال طالبان د افغانستان د حکومت له بې کفايتۍ څخه په استفادې سره د خلکو ملاتړ تر لاسه کوي.

د نړيوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل جګپوړي سلاکار ډېوېډ کيلکولين ويلي، چې طالبانو په متقابل ډول محکمې او روغتونونه جوړ کړي او حتى د خلکو د شکايتونو څېړونکي يې ګومارلي دي.

هغه زياته كړې چې جګړه په دې نه بايلل کېږي، چې له مخالفو وسله والو سره سمه مقابله ونه شي بلکې له دې امله بايلل کېږي، چې سم حکومت او اداره نه وي او دا هغه څه دي، چې نن سبا يې په افغانستان کې وينو.

ډېوېډ کيلکولين چې په خوا د اسټراليا د پوځ صاحب منصب او د امريکا د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزيرې کاندوليزا راييس سلاکار وو وايي، چې د کرزي حکومت له ولس سره د دوستانه اړيکو په ساتلو کې پاتې راغلى او خلک اوس نه يوازې د قضايي چارو او دعوو لپاره طالبانو ته مراجعه کوي، بلکې د خپلو ځمکو او شتمنيو ماليه هم هغوى ته ورکوي.

په راپور کې وړاندې ويل شوي، چې د طالبانو پنځلس شرعي محکمې ډېر وخت د طالبانو پر سخت ګيرانه مسايلو نه تېروي بلکې په سلو کې پنځه نوي تمرکز يې پر ملکي چارو لکه د ځمکو او ميراث پر دعواوو وي.

كه په دې اړه د سيمې له خلكو پوښتنه وشي چې ولې دولت او پوليسو ته د خپلو دعواوو په اړه عريضه نه كوي؟ نو د سيمې خلكو ته په دې خبره خندا ورځي ځكه دوى وايي چې دولت په هره سيمه كې پرته د ولسوالۍ له ودانۍ څخه نور هېڅ ځواك نه لري، ځكه چې هغوى نه شي كولاى سيمې ته زموږ د دعواوو د فيصلې لپاره راشي.

ډېوېډکيلکولين وايي، چې طالبانو کندهار ته نژدې د خلکو د دعوو او شکايتونو د اواري لپاره يو دفتر پرانيستى دى. د هغه په وينا دا د نړيوالو امنيتي ځواکونو لپاره مستقيم چلينج دى.

هغه دغه راز ويلي، که طالبان په خپله هم کوم جرم وکړي او همدې دفتر ته يې شکايت وشي، طالبانو ته هم جزا ورکوي او حتى ځينې وخت يې طالب قوماندانان د سرغړونې او لوى جرم په خاطر اعدام کړي دي.

بهرني ځواكونه او دولت اوس په خپلو ټولو چارو كې پاتې راغلي چې امنيتي مسايل يې د يادولو وړ دي ځكه چې دولت په هېڅ صورت نه شي كولاى چې د خلكو امينت وساتي، د خلكو لپاره هوسايي رامنځ ته كړي. كه چېرې د هېواد اوسنى وضعيت له اتو كلونو پخوا سره پرتله كړو هغه وخت چې له طالبانو څخه وروسته لومړى ځل افغان دولت په كار پيل وكړ نو په ټول هېواد كې امنيت سم و، هر چا كولاى شول چې هرې خوا ته په ارامه فضا كې سفر وكړي، خو اوس وروسته له اتو كلونو سره د دې چې د يوې بلې دورې انتخابي حكومت لپاره ټولټاكنې هم ترسره شوې خو دولت دومره كمزورى دى، چې بهرني او كورني څېړونكي په دې نظر دي چې طالبان كېداى شي، د اوسني دولت خلا ډكه كړي. ځكه چې د همدې دولت اته كاله پخوانى وضعيت له اوسني سره ډېر توپير لري. نو كه چېرې دولت په همدې ډول كمزورى وي، كېداى شي د ملكي خلكو ستونزې او پر دولت يې بې باورۍ تر دې هم ډېرې شي نو له راتلونكي دولت څخه غواړو چې د امنيت په ښه والي او يوه ځواكمن دولت په جوړولو كې پوره هڅې وكړي خلكو او ملت ته وښيي چې تاسې د يوه دولت او ځواكمنې ادارې لرونكي ياست.