کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره كابل ته د خليلزاد په سفر د انتخاباتو په سر په روانو مساليو او امنيتي ستونزو تبصرې كړي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند ددغو ورځپاڼو مهم سرليكونه په لاندني مطلب كې رانغاړلي دي.

ويسا پخپله سرمقاله كې كابل ته د زلمي خليلزاد او د اسماعليه فرقې د مشر اغا خان په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې دوى د افغان ولس په برخه ليك د وروستيو چنو لپاره راغلي دي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د الجزاير، تركيې او د فلسطين د انتخاباتو كيسه په يوه بله بڼه په افغانستان كې تكراريږي او د خلكو او ولس د رايو پر ځاى د معاملو بازار توديږي.

ورځپاڼې د انتخاباتو په اړه په يو بل مطلب كې خبر وركړې، چې ممكن د انتخاباتې شكايتونو كمسيون نن خپل نتايج د انتخاباتو خپلواك كمسيون ته وسپاري او د انتخاباتو وروستي نتايج د شنبې په ورځ اعلان.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغانستان د اوسني حكومت په وړاندې د امريكا او لويديځو هيوادونو روان دريځ ته كتنه كړې او د سعودي عربستان د شهزاده تركي الفيصل په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې امريكا بايد په كرزي په وړاند خپل ناسم چلند پاى ته ورسوي.

هيواد پخپله سرمقاله كې بيا هم د انتخاباتو په اړه روانو لانجو او د ځينو هيوادونو او كړيو دريځونو ته په پام سره ويره څرګنده كړې، چې ممكن په افغانستان كې ديمو كراسي له ماتې سره مخ شي او د ورځپاڼې په وينا ددې ددې مسؤليت به د هغه چا په غاړه وي، چې انتخابات يى بيان كړ او د خلكو رايو ته يى سپك وكتل.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې بيا دا خبر وركړې، چې ولسمشر كرزي د مصطفى باركزي ستعفى، چې د انتخاباتي شكايتونو په كمسيون كې د بهرنيو د لاس وهنې په اعتراض كې وركړې نده منلې.

ورځپاڼې په جلا مطلب كې بيا د كارپوهانو په حواله ليكلي، چې د انتخاباتي شكايتونو كمسيون د افغانستان په اساسي قانون كې په پام كې ندې نيول شوې او له همدې امله مشروعيت نلري.

راه نجات هم په يو مطلب كې د افغانستان د انتخاباتو په اړه كيدونكي چلند ته د ولسمشر كرزي په حواله ليكلي، چې انتخابات په عمومي توګه په ښه توګه ترسره شوي، چې د تحسين وړ دې نه دا چې د نړيوالو رسنيو لخوا تحقير شي.

ورځپاڼې په افغانستان كې روان امنيتي حالت هم څيړلې او پدې ترڅ كې د ولسي جرګې د مشر دا خبردارې راخستې، چې د طالبانو بيا نفوس بهرنيانو ته هم خطرناكه دې.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې له امنيتي پيښو سره په تړاو كې ولسي جرګې ته د امنيتي ارګانونو د مشرانو احضار يو سمبوليك اقدام بللې دې.

اصلاح او انيس هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د زلمي خليلزاد په پرونيو څرګندونو تبصره كړې، چې پكې د افغانستان حالات حساس ښودل شوي او ليكلي، چې د افغانستان خلك د سولې په اهميت ښه پوهيږي.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې روانو ستونزو ته په پام سره ليكلي، چې د روان كړكيچ بهرني اړخ ته پاملرنه پكار ده.

افغانستان ټايمز د خپلو لومړي مخ په يو مطلب كې له ولسمشر كرزي سره د اسماعليه فرقې د مشر اغان خان د ليدنې خبر وركړې او ليكلي، چې پدې ليدنه كې دواړو خواو د افغانستان په روانو حالاتو خبرې وكړې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان شمال ته د نا امنيو په خپريدو تبصره كړې او ليكلي، چې شمال ته بايد د وسلوالو د ورتګ مخنيوې وشي.

ورځپاڼې په دوام كې د كارپوهانو په حواله ليكلي، كه چيرې شمال ته د وسلوالو د ورتګ مخنيوې ونشي نو ممكن وسلوال له دې سيمو نه په منځنۍ اسيا د حملې لپاره وكاروي.

ملي ارمان په يو څيړنيز مطلب كې د افغان ملي اردو وړتياوې څيړلې او ليكلي،چې د افغانستان سياسي بقا د ملي اردو له غښتلتيا سره تړاو لري.

ورځپاڼې په دوام كې په افغانستان كې د يوې پياوړې اردو د جوړولو په وړاندې شتو ستونزو ته اشاره كړې او ليكلي، چې د پاكستان او ايران په څير ګاونډي هيوادونه هم نه غواړي، چې افغانستان دې د يوې داسې اردو خاوند وي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د افغانستان د شمال پر امنيتي وضعې تبصره كړې او پدې ترڅ كې د ولسمشر كرزي وروستۍ څرګندونې څيړلي دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له انتخاباتو سره په تړلو مسايلو تبصره كړې او د مصطفى باركزي استعفى يى د ولسمشر كرزي د ټيم لپاره يو ستر ګزار بللې دې.