کور / تازه خبرونه / ۱۰ ٪ رایي له سره حسابیږي

۱۰ ٪ رایي له سره حسابیږي

اسوشیټیډ پریس د کابل څخه خبر ورکوی چی د تیری میاشتی د ولسمشریزو انتخاباتو د ټولو رایو لس سلنه بیرته له سره حسابیږی چی پر هغو د حامد کرزي په ګټه د تقلب تورونه لګیدلي دي .

د انتخاباتو د شکایتی کمیسیون مشر « ګرنټ کیپن » وویل چی د هېواد د ۲۶۳۰۰ انتخاباتی مرکزونو څخه به د ۲۵۰۰ مرکزونو رایی بیا وشمېرل سی . دا به هغه بکسونه وی چی یو کاندید تر ۹۵٪ زیاتی رایی پکښی ولری .

ویل کیږی چی په دې کار سره به د کرزي د رایو ګټنی حد چی اوس ۵۴٪ دی ، تر ۵۰٪ هم راکښته سی او ممکن دوهم ځلي انتخابات وسی . تر اوسه ۹۳٪ رایی شمارل سوي دي ، ۵٪ لا پاته دي او ۲٪ هم د ساخته کاریو له امله توقف سوي دي .

انتقادیان تور لګوی چی په دغو انتخاباتو کی د حامد کرزي په ګټه له حده زیات تقلب سوﺉ او په زرګونو جعلی رایی د ده په ګټه بکسونو ته اچول سوي دي .