د بي بي سي په حواله دافغانستان دچاپيريال ساتنې دملي اداره په پلان كې لري چې دپاكستان او چين له هيوادنو سره يو تړون لاسليك كړئ چې په ترڅ كې به يې په بدخشان ولايت د پامير په سيمو كې يو داسې پارك جوړ شي چې ښايي له دننه او بهر څخه به يو زيات شمير سيلانيان ولري.
دافغانستان دچاپيريال ساتنې دملي ادارې مرستيال جارالله منصوري وويل چې دوحشي حيواناتو په دغه ژو بڼ كې به ډيرى هوسي او ماركوپولو په شان حيوانات ساتل كېږي.
منصوري زياته كړه چې مونږ كوښښ كوو چې د افغانستان دځنګل ميشتو ولايتونو څخه داشان حيوانات راټول او د افغانستان په مختلفو وحشي ژو بڼونو كې يې ځاى پرځاى كړو.
ياده دې وي چې دتيرو ديرشو كلونو ناخواولو په ترڅ كې دافغانستان يوزيات شميرحيوانات بهر ته قاچاق شوي او په ډيره كمه بيه پلورل شوي دي .