کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / كوم يو مهم دئ؟ د بوديجې كسر كه د اعتماد او باور

كوم يو مهم دئ؟ د بوديجې كسر كه د اعتماد او باور

دتېرې جمعې په ورځ په كندوز كې د ملكي وګړيو د وژنې ناوړه او دردوونكې تراژېدي يو ځل بيا تكرار شوه داځل په كندوز كې مېشتو جرمني ځواكونو په بې ګناه ولسي خلكو خپل زړه يخ كړ او دروژې په مباركه مياشت كې يې شاوخوسل تنه ووژل .

افغانستان ته چې بهرني پوځونه راغلي دي ،نو سترشعار او داعيه يې له افغانانو سره مرسته اودافغانانو دژوندخونديتوب وو خو تېرو اتو كلونو و ښوده چې دوى د افغانانو له ژوند سره ډېرسطحي چلند كوي، آن په هاغومره درناوي او ارزښت هم ورته قانع دي چې خپلو سپيو ته پرې قانع دي .

لسګونه ځله د همدوى په بمبارد كې ملكي افغانان شهيدان شويدي،د همدوى له لاسه هغه افغانان په ډله ييزه توګه وژل شويدي چې څو كاله وړاندې يې د سره ښامار له خولې څخه ددوى په ګډون ټوله نړۍ ژغورلې ده مغرورو بهرنيو پوځونو چې هركله افغانان وژلي نو هڅه يې كړې ده چې دملكي وګړيو داټول وژنې پټې كړي اوهيڅكله يې هم پخپله خوښه داجنايتونه ندي منلي اوكه منلي يې دي هغه هم يواځې په هغوسيمو كې چې ددوى جنايت نور دپټېدلو نه وي .هلته يې هم كه سل تنه وژلي نو په شلو يې اعتراف كړى او يواځې دبخښنې په غوښتلويې خپل مسؤولپت پوره ګڼلى او بس.

په كندوز كې د تېرې جمعې په ورځ د جرمني ځواكونو له لاسه د شاوخوا سل تنو ملكي افغانانو وژنه هم چې ښځې او كوچنيان هم پكې شامل دي دتل په شان د ناټو په شمول د هر چا لخوا وغندل شوه ،په افغانستان كې دبهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان (جنرال اسټانلي مك كرسټل) ظاهراً له افغانانو بخښنه و غوښته او دپېښې د څېړنې ژمنه يې وكړه ،همداراز د جرمني حكومتي چارواكيو ،داروپايي اتحاديې غړيو هېوادونو او افغان حكومت هم داپېښه و غندله او دايې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د ماموريت پر ضد كاروباله ،ځينواروپايي او لوېديځو هېوادونو د جرمني داكار په افغانستان كې د ناټو له استراتېژۍ څخه سرغړونه بللې ده،همدا لامل دى چې جرمني اوس د نړۍ تر سخت فشار لاندې دى .

افغان حكومت هم له خپل هميشني عادت سره سم داوژنه وغندله ، دڅېړنې پلاوى يې ورته وټاكه او پدې توګه پر خپل ملي مسؤوليت پوره كړ؟؟

په افغانستان كې د طالبانو له ځواكمنتيا او ټول افغانستان ته له سرايت وروسته بهرينو ځواكونوهم پردې حقيقت اعتراف وكړ چې د طالبانو د قوت ،پراختيا او نفوذ زمينه پخپله همدوى برابره كړه او داځكه چې دوى دافغانانو په ژوند كې هېڅ مثبت بدلون رانه ووست ،د هغوى يوه هيله يې هم تر سره نكړه ،برعكس ددوى ظلم ،د ملكي وګړيو وژنه ،دافغانانو دودته نه درناوى او داسې نور لسګونه عوامل ددې لامل شول چې طالبان داتشه ډكه كړي او افغانان ورته پناه وېسي چې سپينې ماڼۍ ته دجنرال مك كرسټال وروستى راپورزموږ ددې دعوې ثبوت دى .

پدې وروستيوكې دافغانستان په اړه د امريكا او ناټو د استراتېژۍ د بدلون له شعارونو سره افغانانو او نړيوالو ته داهيله پيدا شوې وه ،چې ښايي د بهرنيو ځواكونو ناسم كارونه كم او دملكي وګړيو د وژنې ګراف صفرته راټيټ شي ،دې هيلې هغه وخت قوت وموند چې پنټاګون د نوې استراتېژۍ د تطبيق لپاره په عراق كې ازمويلى (جنرال اسټانلي مك كرسټل) او سپينې ماڼۍ ورته ازمويلى ديپلومات (ريچارډ هالبروك) وګومارل، كه څه هم په دې وروستيو درې مياشتوكې د بهرنيو ځواكونو لخوا د ملكي افغانانو دوژنې ګراف نسبتاً ډېر ټيټ شوى وو او افغانانو ته يوه هيله پيداشوې وه خو د كندوز پېښې داهيلې په اوبو لاهو كړې .

داسې ښكاري چې دملكي وګړيو دوژنې پېښې ټولې قصدي وي ، ځكه چې پخپله بهرنيان هم ورته هېڅ موجه دليل او آن معقوله پلمه هم نشي موندلى . هغه خلك چې داوژنې قصدي بولي او وايي چې بهرنيان دلته دخپل شتون لپاره پلمې لټوي پوښتي چې آيا بهرنيان داسې وسايل نلري چې ملكي وګړي له مخالفينو تفكيك كړي، چې هرومرو يې لري ، ايا ددوى اسنخبارات دومره كمزوري دي؟ داسې شكونه هم شته چې ناټو پخپل لاس د تېلو داټانګونه له امنيتي ګارډپرته ولېږل چې طالبان ورته راووځي ، پرې زړوره حمله وكړي ، او پدې توګه دهغوى پټنځايونه رسوا شي . جنرال مك كرسټال داډول مانورونه په عراق كې هم اجراكول . ځينې وايي چې ابومصعب زرقاوي هم دهمدې ډول مانور ښكارشوى دى .

موږ پر بهرينو ځواكونو يوځل بيا غږ كوو چې د افغانانو د ژوند ځانګړى خيال وساتي ،ددوى دود او دستور ته احترام وكړي ،د افغانانود ژوند دهوساينې اودافغا نستان بيارغاونې ته ځانګړې توجه وكړي ،او كه داكارونكړي نو په ډاډ سره ويلى شو چې دلته به له ډېرو نوروستونزو سره هم مخ شي ،د بريا خيال خو يې اوس هم له ذهنه وتى او خوبونه يې بې تعبيره دي او نه يې دلته شتون د زغم وړ دى ،او دا حالت نه ددوى په ګټه دى ، نه د افغان ولس او نه هم دافغان حكومت .

دوى چې دخپل ماموريت كومه بڼه او كوم انځو روړاندې كړ نو نه يواځې داچې داماموريت افغانانو ته دمنلو وړ ندى ، بلكې پخپله داړوندوځواكونو اتباعو ته هم دمنلووړ ندى ،.وروستۍ سروې ښيي چې همدااوس دكندوز دشهيدانو دقاتلينو په هېواد( جرمني ) كې اوياپه سلو كې خلك په افغانستان كې دوى دپوځونو له ماموريت سره موافق ندي او له افغانستان څخه دخپلو سرتېرو وتل غواړي.

دافغان ولس له ديني او ملي ارزښتونو سره ددوى بې پروايي ددوى د دښمن ژرندې ته اوبه ور پرېښودل دي ،له دې چانس څخه د بهرنيو ځواكونو او دافغان حكومت مخالفين ګټه اخلي او لكه چې وينو هغوى ترې ګټه اخستې هم ده .

موږله ميډياوو څخه اورو هغه امريكاچې له معنوي فقر سره مخ وه اوس له مادي فقر اود بوديجې له كسر سره هم مخ شوې ده همدا اوس دنړۍ په شتمن هېوادامريكا؟؟ كې ځلوېښت ميليونه خلك د فقرله خط څخه هم ښكته ژوند كوي او امريكايي چارواكي هڅه كوي چې دا كسر پوره كړي خو دوى بايدپوه شي چې دوى د مالي كسر په پرتله په نړيواله كچه ډېر داعتماداو باور له كسرمخ دي او دباوراو اعتماد دكسردبحران جبران چې متحده ايالات يې اوس په خاپوړوكړى دى د بوديجې د كسر له جبران څخه ډېر مهم دى.

اوباما او په افغانستان كې مېشت نور بهرني ځواكونه بايد د اعتماد اوباور د كسر دجبران لپاره ډېرې هلې ځلې وكړي. كه نه نور به هم دنړيوالو او په ځانګړې توګه دافغان ولس له كركې او نفرت سره مخ شي.

haqyar@gmail.com