کور / شعر / اخترته : ويشتلى زړه به يوسې

اخترته : ويشتلى زړه به يوسې

اې اختره! لدې چمه ،ژړيدلى زړه به يوسې
پرهرژلى زړه به يوسې ،رنځيدلى زړه به يوسې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په تنكيوشهيدانو,ارمانوبه اوښكې توى كړې
ژړيدلى زړه به يوسې ،غريونيولى زړه به يوسې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې راځي نوبه پريمانه, بورې ،ورارې دلته وينې
اخ ويشتلى زړه به يوسې ، ويركپلى زړه يوسې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تربل كاله به څه حال وي،پدې سوچ لدې مالته
ښوييدلى زړه به يوسې ،نړيدلى زړه به يوسې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دغه ځاى له وېرې ډك دى ،چې راځې دابه دې حال وي
ترسيدلى زړه به يوسې ،ترهيدلى زړه به يوسې
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
لدې اور ورين مالته ،بس دشمس غوندې اختره
سوزيدلى زړه به يوسې ،سوزيدلى زړه به يوسې