د ننگرهار ولایت: نن دوږى د مياشتي په ۲۵ نيټه، د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالي دګان ليسه او د هسكى مينى مشرملا صاحب د ليسو نوى جوړى شوى ودانى د نوموړو ولسواليو دپوهنى مسئوولينو لخوا په داسى حال كى چه نومورو دسيمى قومى مشرانو، استادانو او شاګردانو ګډون درلود د پټى په پريكولو سره پرانيستل شوى.
د نوموړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسی دول په يوه پوړکی د يونیسف نړيوالى ادارى لخوا د ۲۶۸۹۹۴۰ افغانی په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړشوى، چی د هريو ښوونځی و دانۍ به ۶ درسی ټولګى ، ۳ ادارى خونى، ۸ تشنابه، دآبو څښكلو څاه او نور ضروري ملحقات لری.
د يادونی وړده چی د ياد شويو ښوونځيو دتعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيو د زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى.