سي ان ان ټلویزیونی شبکې په هغه ټولپوښتنه کی چی په جمعه یې د ۱۰۱۲ بالغو امریکایانو څخه وکړه ، ۵۸٪ ورته وویل چی موږ د افغان جنګ مخالف یو ، حال دا چی ۳۹٪ د دې جنګ پلیوتیوب وکړ .
دا په تیرو ۸ کالو کی کښته ترین حد دﺉ چی امریکایان د دې جنګ سره مخالفت ښیًی .
په تیر اپریل کی ۵۳٪ امریکایانو دا جنګ غوښت خو اوس هغه ۳۹٪ ته را ټیټ سو . خبر وایی چی د مخالفت د دې ډیروالي علتونه دوه دي : لومړی دا چی هلته د امریکایی پوځیانو تلفات ډیر سوي دي ( چی په اګسټ کی ۴۸ پوځیان ووژل سول ) او دوهم دا چی د امریکا ملی ناخالص عاید ورځ په ورځ د لږښت او بحران په غېږ ورځی .
خو د امریکایانو د دې مخالفت سره سره لوی درستیز « مایک میولن » پرون وویل چی یا ، د افغانستان جنګ نورو ډیرو پوځیانو او نور ډیر وخت ته اړتیا لری چی دا دواړه باید زیات کړه سی .