خلقیانو – پرچمیانو بیا مو مبارک شه…!!!
پرون ماښام چارشنبه د سپتمبر د میاشتې ۱۶ د بیات نړیوال تلویزیوني شبکې یو خبر تیر کړ، چې سوا د یو شمیر افغاني ملي خاینانو او انسان وژوونکو څخه نوره د هر افغان زړه به ورته ډېر دردیدلای وي. د پخوانیو ډلییزو قبرونو په دوام کې بیا یو قبر دا وار د ګران هیواد افغانستان د کندز ولایت د علی آباد ولسوالۍ د زاړه ښار په سیمه کې، کوم وخت چې یو بلدوزر د شګې د رایستو لپاره کیندنې کولې، وموندل شو. په دې ډلییز قبر کې د دیرشو مړیو جسدونه ښکاره شوي، او د سیمې استوګنو او خپلوانو بعضې کسان ورڅخه پیږندلي هم دي. په راپور کې راغلي، چې وژنه د کمونیستي پرچمی ـ خلقي په وینې بهوونکي بهیر کې عملي شوې ده.
پرون د خبر په جریان کې ما ولیدل ، چې د هغو قربانیانو ورثه هلته ورته راغلي ول او یو سپین ګیري هیواد وال د هغه مظلومې صحنې په لیدلو خپل څادر مخ ته ورپورته کړ، او خپلې د سترګو اوښکې یې پرې پاکولې…؟!. شاید چې له کومې واضحه علامې څخه یې خپل مړی پېږندلۍ وي، او هغه تیرې صحنې د ژوتد یې یو دم مخ کې ورته مجسمې شوې وي…؟!.
اې خلقیانو او پرچمیانو! آخر ولې؟ اې خاینانو، اې جانیانو!! د یوه انسان څخه د ژوند اخیستل! دا خو صرف د انسان د خالق حق ا کار دئ. آیا تاسو د دغو وژل شویو انسانانو خدایان واست؟ دا چې دا افغانان تاسو په ډلییز شکل تر خاورو لاندې منډلي، دا پخپله د دې عمل سپین ثبوت دئ، چې تاسو جنایتکارانو هغوی محاکمه کړي ندي، او یوازې مو بدون د پوښتنې او د هغوی د دفاعیې د اوریدو هغوی وژلي او بیا مو د ژویو په څیر په یوه ځای کې تر خاورو لاندې کړي دي. لعنت دې پر تاسو وطنپرستانو؟؟ او انقلابیونو؟؟ وي.
هیواد پلورونکو پرچمیانو او خلقیانو! زما ښه په یاد دي، ستاسو د انقلاب ؟؟ د بري دوهمه د جمې ورځ د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د ثور ۸ نیټه وه. زه هغه وخت د ښوونځي د یوولسم صنف زده کوونکۍ وم. د الله پاک نه مې مشکور یم چې ما تر هغه ورځې پورې نه د نورمحمد ترکی او نه د ببرک کارمل نوم سره آشنایی لرله. هغه وخت زما یو ورور د کابل د څلورمې زغره والې قواء کې په عسکري خدمت بوخت وه. زه په لوی تشویش د هغې جمې په سهار د کابل د پښتونستان واټ ته راغلم. د ارګ په استقامت د خیبر هوټل شمالی برخه کې یوټانک ځای پر خاي شوئ او د اوضاع څارنه یې کوله. ټانکسټ افسر یو بریتو ځوان او برابره ونه یې وه. آرام او مطمین یې د خپلې واسطې څخه خلکو ته کتل. کله به جدي شو او کله به یې چې د خلکو د خوښئ احساسات لیدل یو څه موسکا به یې په شونډو کې راښکاره کیده.ما یو څه جرعت وکړ او ځان مې دې افسر ورنژدې کړ، او ومې پوښتل: آیا تاسو د څلورمې زغره والې قواء مربوط یاست؟ افسر جدي شو، او وې ویل: ولې؟ما ژر ورغبرګه کړه، چې صاحب، زه د خپل یو ورور معلومات تاسو څخه کوم، چې هغه ژوندی دئ او کنه؟ افسر بیرته څه آرام شو او د نوم پوښتنه یې وکړه. ما د خپل ورور نوم او آدرس ورته توضیح کړ. افسر په یو څه اطمینان وویل: هو! هفه سرباز ژوندی او اوس په قواء کې دئ. دا زما لپاره یو لوی د تسلی او خوشحالي خبر وه. په دوام هغه څه چې ماته یوه خاطره ده، ما ولیدل، چې په دوو نوبتنو کې زمونږ افغان هیواد وال چې عادي جامې یې په تن وې، سره د کاغذي آمیل د ګلانو دغه ټانکست افسر ته راغلل او په ډیره مینه او حتی درنښت یې ورسره د ګلانو آمیلونه د دې افسر په غاړه کې ورواچول. افسر په مناسبو احساساتو ګلان مربوط سپاهی ته ورکړل او هغه سرباز د ټانک د توپ په میل کې ځوړند کړل. رښتیا چې یوه د خوشحالي فضا وه، اما څوک خبر وه، چې آخر دې کار بل څه دي، هم هغه دم ما واوریدل چې یو افغان هغه بل ته وویل: خوب شد که از اي خاندان نادري کې خلاص شدیم. ما چې د نادري خاین کور سره نفرت د خپل ګران پلار څخه په ارث هم وړۍ وه، دې افغانانو ته ورنژدې شوم، او ورته مې وویل: بلې شکر دئ، چې د نادری کور د آخري کس داوود شاه څخه بی غمه شولو…!!. بیا زه په خپله مخه ولاړم.
اوس زه د یوه افغان په حیث د خلق او پرچم د رهبري نه پوښتم، چې تاسو که څه هم په یوه پوځي کودتا قدرت ترلاسه کړ او د افغانستان خلکو په اکثریت سره دا چې د نادر ظالمه او ملت دښمنه کورنی مو د تاریخ کندې ته ورغوزاره کړه، خوښ ول، نو تاسو ولې دا هیواد وال بیا وژل؟؟ تاسو ته بهترین چانس د خدمت کولو په لاس درغلی وه. که تاسو عقل لرلی، که تاسو سیاسي اخلاق لرلۍ، که تاسو د افغانستان مهم جغرافیایی موقعیت په نظر کې نیولی وای، که تاسو دا کبیرو رهبرانو خپله ټولنه دقیقه مطالعه کړې وای، که تاسو د خپلو وطنوالو په مذهبي مقدساتو تیرۍ نه وای کړئ، که تاسو د روسي سوسیال امپریالیزم غلامي نه وای قبوله کړې، دا چې تاسو په شخصي ژوند کې ایدیالیست که ماتریالیست واست، هغه د هر چا خپل مسوولیت دئ، لیکن تاسو څنګه حتی د خپلو پلارونو د اسلامی عقیدې په مقابل کې عمل کاوه، آیا د دې څخه بل جهالت او پاګل توب به نور څنګه وي…؟!.
تاسو پوره څوارلس کاله د افغانستان دولتی قدرت په لاس کې وه، آیا تاسو همدا څوارلس کاله د افغانستان په مادی او معنوي تخریب او ورانتیا کې تیر نه کړل؟ آیا تاسو د دې تنظیمي اسلامي ګیدړلو څخه په پاکستان کې زمریان او لوی تجاران او میلیونران جوړ نه کړل؟ آیا تاسو د خپلو خاینو او نه ملی اعمالو په تر سره کولو افغانان بیرته د نادری خاندان د حاکمیت په ارمان نه کړل؟ آیا تاسو په خپلو جنایتونو سره مجرم ظاهر شاه د ملت د بابا ؟ مقام ته ونه رساوه؟ آیا تاسو د سردار داوود شاه څخه ملی قهرمان جوړ نه کړ؟ آیا تاسو دا څوارلس کاله ، مرګ بر امپریالیزم ..!! نارې نه وهلې؟ او اوس سیوا د یو څو رهبرانو څخه، چې روسیه کې پراته دي، نور ټول د غربی امپریالیزم په دستر خوان مړی نه وهئ….؟؟
پس لعنت دې پر تاسو وي، او د هغې ورځې په انتظار چې تاسو د پرولتاریا رهبران؟؟ سره د اسلامی شیاطینو د ملت محکمې ته ودرول شئ…
د افغانستان د رښتینو شهیدانو او مبارزینو روحونه ښاد غواړم.
پای