د کابل نړیوال هوایی ډګر ته پر غځیدلی سړک د بی بی مهرو په سمیه کی د پنجشنبی غرمه مهال پر ایټالوی ځواکونو ځانمرګی برید وشو،عینی شاهدانو ویلی چی د پیښی په سمیه کی یی د پنځه ایټالوی او لسو افغان ملکی وګړو مړی ، لیدلی دی .
دغه چاودنه دومره زوروه وه چی د سیمی د شاوخوا د کورنیو او هټیو ښیښی یی ماتی کړی دی .
د پیښی سیمه له لږ ځنډ وروسته د کورنیو او بهرنیو ځواکونو لخواد څو ساعتونو لپاره کلابنده شوی وه
د عامی روغتیا وزارت ویاند ډاکټر فرید رايد وایی ددی پیښی وژل شوی او ټپیان ټول ملکی وګړی دی .
نوموړی وایی پدی برید کی نهه کسه وژل شوی او پنځه شپیته تنه نور ژوبل شوی دی .
نوموړی پدی برید کی بهرنیو ځواکونو ته داوښتی زیان په اړه بی خبری وښوده.
د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد رسنیو ته ویلی دغه برید د حیات الله په نوم یو کس چي دکابل اوسیدونکی وو د ایټالوي سرتیرو په کاروان تر سره کړیدی .
طالبانو دغه ویاند دعوه کړی چي په برید کي ۱۳ تنه بهرنیان وژل شوي او څلور عرادې موټرونه ئې هم تخریب شوي دي
خو د طالب ویاند ددی خبری په غبرګون کی څه ندی ویل شوي .