کور / تازه خبرونه / د ناټو ۷ پوځیان ووژل سول

د ناټو ۷ پوځیان ووژل سول

رویټر ، پنتاګون او د برتانیې د دفاع وزارت خبر ورکوی چی پرون په افغانستان کی د ناټو اووه پوځیان وژل سوي دي .

په دې کی درې ایټالوی پوځیان دي چی په کابل کی یې پر قطار حمله وسوه ، دوه امریکایی پوځیان دي چی درې ورځی مخکی په جنوب کی پر ماین د هغوی د زرهپوش د ختلو له امله زخمیان سوي وو خو پرون مړه سول ، او باالاخره دوه نور هم برتانوی پوځیان دي چی هغوی هم په ورته پیښه کی په هلمند کی ټپي سوي وو خو پرون مړه سول .

په دې سره د ایټالوی پوځیانو د تلفاتو شمېر ۲۴ ته ورسېد ، د امریکایی پوځیانو تلفات ۸۳۶ ته او د برتانوی پوځیانو د تلفاتو شمېر هم ۲۱۶ ته ورسېد .