د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه
د لراوبر ويبپاڼي اداره په لراوبر وطن او ټوله نړۍ کي خپلو ټولو درنو لوستونکو، کارکوونکو ، قدرمنو قلمي همکارانو ، ټول قام او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کمکي اختر د رارسيدلو په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .
لوی او سپېڅلي خدای جل جلاله ته لاسونه کچکولوو چي د روژې د مبارکي مياشتي او اختر د سپېڅلو ورځو په برکت زموږ د بې شمېره يتيمانو ، کونډو معيوبو او مظلومو هيوادوالو څخه د جګړې او بدبختيو څخه نجات ورکړي او تلپاتې خوښې يې په برخه کړي . ( آمين ُثمَ آمين )
په درناوي – د لراوبر ويبپاڼي اداره