کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امریکا د افغانستان د ویجاړولو په حال کې ده

امریکا د افغانستان د ویجاړولو په حال کې ده

سلامونه د کوچنی اختر د مبارکی سره یوځای ومنی تاسو ته ،ستاسو د محترمی کورنۍ و غړو ته ،ستاسو دوستانو ته اوو ټولو هیوادوالو ته دسولی ،امن ،روغتیا او خوشحالتیا اختر غواړم په درنښت .


امریکایی څیړونکی ولیکل :
امریکا دافغانستان دویجاړه ولوپه حال کې دی !

دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅخه
ژباړونکی عــزیــزاحمد خوارمل

یوامریکایی څیړونکی په دی ټینګارسره چې دامریکا جګړه په افغانستان کې ددی پرځای چې دغه هیواد جوړاواباده یې کړی اودپرمختګ پرلور یې بوزی ، دا هیواد اوس دویجاړه ولوپه حال کې دی .

نورمن سولومان دڅــــیړنیزوخبرونودخـــپریدوپه یوه خبری هډه کې چې داطلاعاتودانلیزکولو او دشفاف کیدودکورپه نوم یادیږی ،دیوی مقالی په لیکلوسره تردی سرلیک لاندی پر« وسله وال خلک،په کابل او واشینګټن کـــې» ،او په افغانستان کې د جګړی په ادامه ورکولوباندی ټینګ ګوتنیونی یې کړی اوپه دی هکله یې لیکلی دی : دغه جګړه بیله داچې ددی هیوادوخواراوغریبوخلکوته ورانی اویجاړی رامنځته کړی ودوي یې ته بل شی نه دی ورکړی دبیلګۍ په ډول کابل دیوه ښار په توګه چې تردیرشو(۳۰) کالنوجګړی ځ‎څخه راوروسته بیله دورانی اویجاړی څخه په ځان کې کوم بل شی یې نه ده لیدلی .
نورمن سولومان په دی اړه لیکی : د یوه پخوانی ټوکه سره سم،حامد کرزی دافغانستان جمهور ریس دکابل دښار دښاروال په نوم یادسویدی ،اوس چې دافغانستان دپلازمېنی په هره څلور لاره کې ، یوشمیرخلک چې کنټرول کوی ددوي په لاسونوکې کلاشینکوفونه ترسترګوکیږی،اودکرزی حکومت چې په پراخه ډول سره دیونالایق او فاسده حکومت په نوم یادیږی ،برسیره پراعتماداوباروباندی خپل واک دلاسه ورکوي .
لیکوونکی دواشینګټن دواکمنو اودرسمی جګپوړوچارواکودجګړی غوښتنی دذهنیت په وړاندی داهسی اشاره کوي .‎،برسیره دافغانستان دخلکولږملاتړ د جګړی څخه ،امریکایی جګپوړی چارواکی دجګړی پر پایښت اوادامه باندی ټينګار کوي . هغه جګړه چې وني اوګرهنه یې په غرونو،درواودښارپرشا اوخواکې دمنځه وړي دي چې په پایله کې دکابل دښارپه واټونو کې دګردونواوغباردکلک جریان د رامنځته کیدوسبب ګرځیدلی دی .
سولومان لیکی : داګوست دمیاشتی په پای کې دکابل څخه په یوه لیدنه اوکتنه کې دیوشمیر تعجب اوره خلکوسره اشنا سوم چې دبیره ونکی او وژنکی واقعیتونوپه منځ کې چې خپل بی حده زیات زیار او هاند به یې په کار اچول .
دکابل ښار دبدبینی څخه ډک ترسترګوکیدی ،اوبالمقابل په امریکاکې دافغانستان په هکله خاص سیاسی بحثونه اوخبراتری ډیر پاسته اونرم دي . خبری رسني اوسپينه ماڼۍ دغه دایمی پوښتنه پوښتی چې (( ایا کولای سو جګړه وګټو؟)) .
نورمن سولومان د دولت دمثبت ځواب اودمطبوعاتواودرسنیود ډول ،ډول ځوابونوپه هکله داهسی باروی دی او وایی چې دغه پوښتنه دبنسټه څخه تیر وتنه وه اوښه تره به دا وای چې داهسی پوښتنه دی رامنځته سوی وا ي : چې ایا دامریکا حکومت دی « دخلاصون په لارکې » د افغانستان وورانولو او ویجاړه ولوته پایښت اوادامه ورکوي اوکه نه ؟.
ددغی مقالی لیکوونکی زیاتوی : دکابل دښارپه ټول ځایونوکې وسله وال خلک خپلی وسلی یې په لاسونوکې ټينګ نیولی دي ،اویوشمیریې دماشینګروترشا ناست دي . اما په رښتیا سره چې لویی ،لویی وسلی په دی هیوادکې دواشینګټن دخوا کارول کیږی ، اوپه دی کار سره دولتی جګړی غوښتونکی دغیرواقعی سوچونوپربنسټ باندی غواړی چې د غوټیو څخه مېوه ترلاسه کړی . اوهمدارنګه دویجاړیو او دورانیو امر او دستور ورکول کیږی اوهر هغه څوک چې یې نه وینی اودغه دورانی پلان ورکوي،نوهغه به ځان ورځ تر ورځه هوسا ګڼۍ ؟.
په رښتیا سره په افغانستان کې اوسمهال پقر ډېر بد دښمن دی . اما دامریکا دولت دسپين بیرغ په ښوره ولو سره ودی جګړی ته ادامه ورکوي .

دغه امریکایی لیکوونکی په دی وینا سره چې په افغانستان کې ډېر بد دښمن پقر دی دغه پوښتنه مطرح کوي چې ایا داوباما د دولت جګپوړی چارواکی په رښتیا سره په دی باندی پوهیږی چې په افغانستان کې دپقرنږدیوالی په ډېرزیات بدنړیوال وضعیت کې په څه مانا سره دی ؟ .
دنورمن سولومان په باور باندی داوسنی کتاب نسخه “the best and the brightest ” ((دویتنام دجګړی په ريښه پوړه تړلی دی)) .نو په دی پاملرنی سره باید هغه ورک کړی شیان په افغانستان کې ،لکه دنوی زیږیدونکی کمکیانو وژنه اومرګونه ، چې کولای سو دنړی پیژندنی په تورکتاب کې یې پیدا کړو،اوبیا یې خپورکړو .ددغو وژنواومرګونو اوسنی رسمی شمیره «۱۵۴» یوسلوڅلورپینځوس تنه دی . ( په هرکال کې چې زر«۱۰۰۰» تنه کمکیان زیږده ولو کیږی «۱۵۴» تنه یې په یوکلنی او وروسته دیوی کلنی څخه مری ) .
دغه لویدیزوال څیړونکی ددی وینا په ویلوسره کاږی :په افغانستان کې خلک دسکی (دپیسی يا روپی ) لس (۱۰) سنټه دښه ژوندکولواوژوند دپاره کاره وي ،او ډالرونه په لوړه کچه اوډېرپانګه اچونی سره دهغه دمنځه وړلو دپاره په مصرف رسول کیږی » اوډېرلږ ه پانګه اوپیسی په ټيټه کچه سره دپقر اودخوارژونداودنوروستونزودله منځه وړلو دپاره کاره ول کیږی ،چې لیکوونکی پردغه چلند اومیتود باندی ګوتنیونی کوي . اوپه دی اړه وایی سربیره پر دی: ، چې تیر کال دامریکا ددولت دخوا دورځې کابو(۱۰۰) سل میلیونه ډالره په افغانستان کې پرفوځی چاروباندی په مصرف ور ر سیدل . اوداکسفام موسسه چې (ټول غیر دولتی سازمانونه دي اوهغه دپقر اوبی عدالیتوپه وړاندی مبارزه کوي ) په خپل یورپوټ کې چې دټولونړیوالوسازمانونواوموسسو دبشردوستی مرستی پکښې شاملی دی چې دغه مرستی دهمدی سازمانونواوموسسو لخوا هره ورځ دټولو مصارف سره چې په دی هیواد کې ورځنی صورت نیسی ، (۷)اووه میلیونه ډالره وښودل سول او اعلان سول .نو دهغه وخته څخه بیا تر دا اوسه پوری په دی هیوادکې کوم ډېرخاص شیان بدلون یې نه دی موندلی دی .
دامریکا دکنګری لخوادفوځ دپوره بودجی لایحه چې څومیاشتی مخکې پرهغه باندی پریګره وسوه اوپه پایله کې دامریکادپانګو اوفوځی بودجی بهرنۍ پوځی مصرف یې (۹۰) نهوی په سلوکښې ،په افغانستان کې ومیشتوځواکونوته تخصیص ورکړل .
دغه امریکایی څیړونکی ولیکل : دهغه راتلونکی دپاره سوچ کول چې دامریکا جګړی دکابل و ډنګر کمکیان اوکوچینیانوته چې په کوډی پرانونو باندی خپلی لوبی کوی اوکاغذبادونه الوزی اویا دلوبی دهغه شیانواوڅیزونوسره لکه پلاستکی بطری سره چې هغه یې په ره سی اوتار سره تړلی دی اوپه لوبی ورسره اخته دی ،ماته داهسی ښکاریدل اوداهسی ګڼل کیږی چې زه ددغولوبودلیدلوڅخه ډېرخواشینی یم .

نورمن سولومان ددی لیکنۍ په پای کې د مارتين لوتر كينگ جونيور دخبروڅخه بیان کوي چې هغه د(۱۹۶۷)زیږدیزکال داپرایل دمیاشتی پرڅلرمه۴ نیټه باندی چې دویتنام په هکله یې ویلی وو ،دغه لیکوونکی هم داهسی وایی اوپه دی باور دی چې دځای پرځای کولو اوټاکلو دپاره «افغانستان » د « ویتنام » پرځای دی ،اوپه دی کې دجګړی دمخالفینو دزړه خبره ده چې د(۲۰۰۹) زیږدیزکال په منی کې دغه خبره ویل کیږی«افغانستان » د « ویتنام » پرځای دی : « نو په یوډول سره بایددغه دلیونتوب جګړه ودره ول سي .موږپه همدی ډول سره همدا اوس باید ددی جګړی څخه لاس واخلو .
زه دافغانستان دخوارو خلکو دیو ورور په توګه دا بیان اوخبری کوم . زه دهغه کسانودخوا څخه خبری کوم اوږغیږم چې ټاټوبی یې اوسمهال دخاروسره یوشانته کیږی ،کورونه یې ویچاړیږی .کلتوراوفرهنګ یې دمنځه ځې او ورانیږی ،زه دهغوخوارانواوپقیرو امریکایانود خوا خبری کوم اوږغیږم چې په هیوادکې دوچنده پانګه اوسرمایه ددی جګړی دپاره ددوي لخوا ورکول کیږی ،او دلاسه وتلوهیلودپاره،اودوژنواوفساددرامنځته کولو دپاره په افغانستان کې دغه راټول سوی پانګه اوسرمایه بیځایه په مصرف رسیږی . زه دیو نړیوال اوسیدونکی په توګه خبری کوم، دهغه نړی دخوا څخه چې زموږدټاکنۍ په هکله دماتی سره مخامخ سوی اوپاته راغلی دی ،زه دهغه کس په توګه چې دامریکا هیواد ورته ډېرګران دی اودهغه سره مېنه لري دخپل ملت ولارښودونکواو مشرانو ته وایم : په دی جګړه کې لمړنی ګام موږ پورته کړی دی ، اوهمدارنګه لمړنی ګام هم ددی جګړی د دره ولواوتم کیدو دپاره موږ یې باید اوچت اوپورته کړو . /

اخیځلیک : دقطره نیوز څخه