د پښتو ژبي تکړه شاعر او لیکوال عبدالهادي ریشاء له نړۍ وکوچېدئ

د لراوبر اداره | سپتمبر 20th, 2009


په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړئ چي د پښتو ژبي شاعر او لیکوال عبدالهادي ریشاء نن د ۲۰۰۹ع کال د سپتمبر پر شلمه نېټه د کراچي په ښار کي تر اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سو .

انالله واناالیه راجعون.

د ارواښاد ریشاء جنازه به په کندهار کي خاورو ته وسپارله سي .

ارواښاد ریشاء د پښتو ژبي نقاد شاعر او د ملت په درد درمن لیکوال و چي په نظم او نثر کي یې ښه پوره اندازه آثار پاته دي .

د ارواښاد عبدالهادي ریشاء دژوند او قلمي هڅو په باب به وروسته وږغېږو.

لراوبر ويبپاڼه د دروند استاد مړينه يوه ستره ضايعه بولي او د لوى څښتن له دربار څخه ورته د جنت الفردوس او درنې کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024