کور / تازه خبرونه / پهتاب ټيم د سولې د جام په لوبو کې لومړى مقام وګټئ

پهتاب ټيم د سولې د جام په لوبو کې لومړى مقام وګټئ

د ميدان ورد گود سياه پهتاب ټيم ددغه ولايت دسولې دجام په لوبو کې لومړى مقام وگاټه .

د میدان وردګ ولایت دسپورت او بدنې روزنې امرعین الله حقبین په ویناء دميدان وردگ دسولې دجام دفوتبال لوبې چې اووه ورځې مخکې ددولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې نن پاي ته ورسيدې اودسياه پهتاب ټيم لومړى مقام دميدان ښار د تنکيوځوانانو ټيم دويم او د اميد وطن ټيم درېيم مقامونه وگټل.

ده زياته کړه ددغو لوبو په پاې کې دميدان وردگو دورزشي آمريت له خوا هغو ټيمونو ته چې لومړى ، دويم اودرېيم مقامونه يې گټلي دي کپونه او يوه جوړه ورزشي جامې اونورو ټيمونو ته هم ورزشي جامې ورکړل شوې .

د يو بل خبر له مخي په میدان وردګ ولایت کې دسولې نړیواله ورځ ددې ولایت د زده کوونکو لخوا دسولې لپاره دبرابرو شوومقالو په سیالیو سره ولمانځل شوه .

لومړی غونډې ته دمیدان وردګ ولایت مرستیال علي احمد خاشع ویناء وکړه او دسولې په ارزښت یې هراړخیزه رڼا واچوله ، وروسته دپوهنې ریس عبدالواحد حکمت په پوهنه باندې دسولې اغیزې په ډاګه کړی اوزیاته یې کړه که چیرته سوله ولرو نو زده کوونکي به مو دپوهنې لپاره وړ امکاناتو څخه برخمن او هم به په رواني لحاظه دزده کړې لپاره چمتو وي ، نوبیا دا زده کوونکی په راتلوونکي کې کولای شي چې یوه ښه ټولنه رهبري کړي.

وروسته دولایت اړونده بېلابېلو لیسو څخه ښځینوو او نارینوو زده کوونکو دسولې دنړیوالې ورځې په خاطر خپلې لیکلي مقالي پرلپسې ولوستې وروسته د مقالو داروزنې هییت لخوا هغه کسانو چې مقالې غوره او ښه پیغام درلودو د پوهنې ریاست لخوا بېلابېل برابرې شوې تحفی پرې ووېشل شوې.