سوله، يو خوب يا حقيقت؟
د سپټمبر ۳۱ د سولې نړيواله ورځ ده.
دا ورځ د نړيوالو لخوا د سولې په نوم، نومول شوې. د دې خبرې په اورېدو سره يوه ټوكه مې په ياد شوه. وايي څو كسه سره ناست وو. يو يې افغان و. دوى د برېښنا پر ارزښت خبرې كولې. پس له ډيرو خبرو د هغې د كاشف په اړه خبره راغله او هغې ته د درناوي كولو خبره رامنځ ته شوه.
يو يي وويل چې زموږ په هېواد كې اډيسون (د برېښنا كاشف) ته د درناوي په خاطر په كال كي يو ځل د يوې دقيقې لپاره برېښنا قطع كوي. بل يې ويل زموږ په هېواد كې اډيسن ته د درناوي په خاطر كال كې د درې دقيقو لپاره برېښنا قطع كوي. كله چې د افغان نوبت راورسېد، نو ټولو ترې پوښتنه وكړه چې ستاسو په هېواد كې اډيسن ته د درناوي په خاطر د څو دقيقو لپاره برېښنا قطع كوي؟ نو افغان ورته وويل چې موږ دومره زيات اډيسن ته درناوى لرو چې زموږ په هېواد كې د شلو ساعتونو او په ځينو ځايونو كې د تل لپاره برېښنا قطع وي.
له څه مودې راهيسې د سولې لپاره څلوېښت ورځنى كمپاين پيل شوى. دا سمه ده چې د يو ښه كار تر سره كېدو لپاره له هرې ممكنه لارې هڅه وشي كه كمپاين وي او كه سوليز لاريون. افغانان د تېرو ديرش كلونو ناخوالو په ګاللو سره د نړۍ له معدودو ملتونو څخه دي چې تر نورو د سولې پر ارزښت زيات پوهيږي.
له بده مرغه تر اوسه دغه كمپاين ټوليزه بڼه نه ده اخيستې. ځكه تر اوسه يوازې هنرمندان، سندرغاړي، خبريالان، مدني ټولنې او ورزشكاران د سولې لپاره كار كوي او سوله تبليغوي. زموږ رسنې كه چاپي دي او كه راډيو او ټلويزون لا تر اوسه د سولې لپاره كمپاين نه كوي، او كوم تبليغات چې د رسنيو له لارې خپريږي، زياتره يې سوداګريزې خبرتياوې دي. اوس هم هغو كسانو او ټولنو ته چې كولاى شي د سولې لپاره كار وكړي او ان د سولې راوستلو لامل شي، سوله د يو سوداګريزه توكي بڼه لري، تر څو چې خپلې ګټې په كې ونه ويني. نو شونې نه ده چې د سولې لاوستلو په لار كې كار وكړي.
سوله يوازې د يو څو مدني ټولنو او سازمانونو او يا د ورزشكارانو او هنرمندانو په تبليغ سره نه راځي، بلكې د سولې لپاره بايد په ټوليزه او جمعي توګه كار وشي. داسې نه چې له يوې خوا سولې لپاره كمپاين روان وي او له بلې خوا چاودنې او بمبار كېږي. سوله د چاودنو او بمبار له لارې نشي راتلى.