کور / راپور / دسولې کاروان غونډي حکومت سولې ته وهڅاوه

دسولې کاروان غونډي حکومت سولې ته وهڅاوه

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي، په هېواد کې دملي یووالي، دسولې او ملي پخلاینې دپیاوړتیا دهدفونو دتحقق پخاطردننګرهار،کونړ،لغمان اونورستان دولایتونودسولې د کاروان دجوړیدو هرکلی او ملاتړوکړ. دننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایت یو شمېر مشرانو او مخوروپه داسې حال کې چې ددغو ولایتونو والیانو، په ملي شوراکې دخلکو استازو او دولایتي شوراګانو غړو هم برخه لرله، په هېواد کې دملي یووالي، سولې او دملي پخلاینې دپیاوړتیا دسپیڅلو هدفونو دتحقق پخاطر دهېواد دختیځو ولایتونو دقومي مشرانو، دیني عالمانو، روښانفکرانو، دملي شورا او دولایتي شوراګانو دغړو دسولې دکاروان په نامه دجرګې دجوړیدو طرحه دهېواد ولسمشر وړاندې کړه.


په دغه غونډه کې چې نن غرمه دجمهوري ریاست دسلام خانې په ماڼې کې جوړه شوې وه، لومړی دننګرها والي ګل آغا شیرزي دسولې دکاروان دجوړیدو په اړه دننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان دخلکو دنوښت په اړوند څرګندونې وکړې او هغه یې دسولې او روغې جوړې دټینګښت په لاره کې ګټورې وبللې. ورپسې، مولوي صدیق الله دختیځو ولایتو دخلکو دسولې دکاروان پریکړه لیک ولوست چې دهغې په یوه برخه کې راغلي دي: دسولې دکاروان دغه جرګه به دهېواد دولسمشر تر مشرتابه او لارښوونې لاندې دخپل تاریخي رسالت او مسوولیت له مخې سوله یزو هڅو ته دوام ورکوي، داړتیاوو او غوښتنو په پام کې نیولو سره به دهېواد بیلابیلو ولایتونو ته سفرونه وکړي او دسولې دکاروان دجرګې دلمنې دلا پراختیا لپاره به دنورو ولایتونو مشران او شخصیتونه له ځان سره ملګري کړي ترڅو په هېواد کې د ملي یووالی، ملي پخلاینې لپاره پاخه او ګړندي ګامونه پورته شي چې دهغې په رڼا کې دسولې ډاډمنه فصا رامنځته شي.


همداراز دوې دبریښنا او اوبو دبندونو دجوړولو په اړه چې په اقتصادي چاروکې دستر بدلون سبب کیږي خپلې غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې داوبو او بریښنا دوزیر چې په غونډه کې حاضروو دپاملرنې غوښتنه وکړه. ولسمشر، دهېواد دختیځو ولایتونو دمشرانو، دیني عالمانو او مخورو دسولې دکاروان دجرګې دجوړیدو نوښت وستایه او ملاتړ یې وکړ، وې ویل:


 افغانستان په دوه بیلا بیلو اړخونو کې دسولې ټینګښت ته اړتیا لري، یوه په سیمه کې دترهګرۍ پرخلاف دافغانستان او پاکستان دګډې دمبارزې او نه ستړې کیدونکو هلوځلو له لارې دامن راوستل او بله دهېواد په دننه کې دهغو نیمګرتیاوو اصلاح او سمون دی چې یوازې او یوازې دولس په ملاتړ کیدلی شي، چې هغه زموږ دمرورو ورڼو تر منځ پخلاینه او روغه جوړه ده. حامد کرزي زیاته کړه: ددې هېواد دهر اوسیدونکي ستره هیله په افغانستان کې دامن او سوکالۍ ټینګښت دی، دهغوې دغه هیله دسولې دکاروان دجرګې له لارې هغه وخت تر سره کیدلی شي، چې دسولې غږ ډیر روښانه او له پاکستان سره دترهګرۍ په وړاندې دګډې مبارزې په لاره کې دهمکارۍ او دامن دګډې جرګې دپریکړو په عملي کولو باندې ټینګار وشي. پاکستان ته ددې ډاډ ورکړل شي چې په افغانستان کې امن دټولې سیمې په ګټه دی.


 او بل پیغام باید داوي چې زموږ مرورو وروڼو ته په خپله خاوره کې دعزتنمد ژوندانه دپیل کولو ډاډ ورکړل شي، هغوې راشي او ددې هېواد دیو بچي په توګه ددې خاورې په آبادۍ کې برخه واخلي. ولسمشر وویل: ستاسو دسولې دکاروان بل پیغام باید دا وي چې دافغانستان ادارې له هرډول سیاسي، تنظمي او شخصي اړیکو پاکې وساتل شي او دچارو په سمون کې دکتنې وړ ښه والی رامنځته شي.


 ولسمشر داوبو او بریښنا دبندونو دجوړولو دغوښتنې په اړه وویل: دهېواد په ډیری ولایتونو کې خلک دبریښنا دکمښت او نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي، ما تل دبیلابیلو هېوادونو له مشرانو سره داوبو او بریښنا دبندونو دجوړولو په اړوند خبرې کړي دي، هغوې ژمنې راسره کړي، خو دا کار زیات وخت غواړي، خو له دې سره سره داوبو او بریښنا وزارت دکامې او ګمبیرې په دښتو کې دسروې کار پیل کړي چې په دغو سیمو کې داوبو او بریښنا بندونه جوړ کړي. حامد کرزي دغونډې په پای کې داوبو او بریښنا وزیر ته لارښوونه وکړه چې دختیځو ولایتونو له مشرانو سره له نیږدې وګوري او په دې اړوند دموجودو ستونزو په لاره کې لازمې کړنې ترسره کړي.


پرېکــــــــړه ليک :::