کور / تازه خبرونه / دښځو داقتصاد په اړه وركشاپ جوړ شو

دښځو داقتصاد په اړه وركشاپ جوړ شو


د کاناډا په مرسته د آې،آى،سي،بي (يا په سيمه ييزه کچه اقتصاد ته پرمختګ يا وده ورکول) دغې څانګې د پينځو ورځو لپاره په کندهار کې د ښځو د محاسبې مارکيټينګ او د منېجمينټ لپاره ورکشاپ ورکړي.
دغه ورکشاپ په دې موخه پر لاره اچول شوی و تر څو ښځې په خپله وکولای شي چې کوچني تجارتونه ځانونو ته غوره کړي. دغه ورکشاپ پينځه ورځې دوام وکړ داخبره نړۍ والو ځواكونو په هغه خپرياڼه كې كړې چې نن يې دكندهارله هوايي ډګره لراوبر ويپاڼي ته رالېږلې ده، خبرپاڼه وايي په يوه مارکېټ کې چېرې چې څوک په ښه مهارت سره راکړه ورکړه يا سودا کوي خو د ښځو لپاره مشکله ده چې له کوره دباندې په اسانۍ سره کار وکړي.نو دغه ورکشاپ په کندهار کې دېرشو ښځو ته دا زمينه برابره کړه تر څو د کوچنيو تجارتونو جرئت وکړي او کاروبار وكړي .
آې،آى،سي،بي په دوه زره شپږم2006 کال کې په دې موخه تاسيس شوه تر څو د افغانستان په سوېل کې اقتصاد ته وده ورکړي.
.