کور / z_buitenland_news -- 5 / افغان حاجيان په مدينه منوره کي د تلو انتظار کوي

افغان حاجيان په مدينه منوره کي د تلو انتظار کوي

له مكې مكرمې څخه دافغانستان دحاجيانو وروستۍ ډله نن مازديگر دمديني منوري په لور وخوځيده .


داپه داسي حال كي ده چي تراوسه پوره دافغانستان څخه دحج دفريضي دا داكولو په موخه دراغليو شاوخوا   25000 كسانو له ډلي   11599    تنه بيرته ستانه شوي اوپاتي 13000 تنه حاجيان به مدينه منوره كي پراته دي .



په مكه مكرمه كي دافغانستان دارشاد حج اواوقافو وزارت دبعثه كميتي مسول مولوي اسرارالحق وايي چي دحاجيانو وروستي كاروان يې نن مازديگر دمديني منوري په لور ولېږداوه .


له دمديني منوري څخه هره ورځ دكام اير الوتكو په واسطه هره ورځ پروازونه ترسره كيږي اوپه مكه مكرمه كي دبعثه كميتي چارواكي وايي چي دوی ته دكام اير لخوا دوركړل شوي مهالوېش له مخي ويل شوي چي ټول حاجيان به دمحرم الحرام دمياشتي تر13نيټې پوري انتقال كړي . 


كه څه  هم يوشمېر افغان حاجيان شكايت كوي چي دوی دخرڅ لپاره پيسې خلاصي كړي اوڅه نه لري .


حاجي جانان چي دامهال په مدينه منوره كي اوسيږي وايي چي54  ورځي يې تيري كړي اوتراوسه يې نه دی انتقال كړی .


نوموړی وايي  چي په كابل كي مي له لوړپوړو چارواكيو غوښتنه داده ترڅو د حاجيانو دانتقال  موضوع ته پام وكړي او هرڅومره ژرچي وي انتقال  يې كړي .



دوی داهم وايي چي دپارلمان وكيلان چي راغلي وو نه يې دي ليدلي ترڅو خپل شكايتونه يې ورته رسولي وای ، اوهم ددوی له ستونزو څخه يې ځان خبر كړی وای  .
دوی دكام اير هوايي شركت په چارواكيو نيوكه كوي چي دوی  يې په ټاكلي وخت  انتقال نه كړل .


ددې ترڅنګ دبدخشان تخار اوكندهار ولايت حاجيان چي خپلوسيمو ته رسيدلي دټليفون په ليكه يې شكايت كړی چي ددوی كالي تراوسه په رسول خيمه كي پراته دي .


دغه حاجيان وايي چي له يوې خوايې په سعودي كي زياتي شپې پرې تيري كړي اوبې خرڅه يې كړل اوله بلي خوا يي مالونه له دوی وگرځول .


په مكه مكرمه كي دبعثه كميتي چارواکو  هم دغه ستونزه ومنله اوويل يي چي  دوی ته يې هم شكايتونه كړي چي كالي يې تري په راسول خېمه كي پاتي دي.