کور / تازه خبرونه / پرونۍ چاودني اروپایان وارخطا کړي دي

پرونۍ چاودني اروپایان وارخطا کړي دي

نیویارک ټایمز پرون خبر ورکړ چی په کابل کی پر ایټالوی پوځیانو سختی حملې د ایټالیا صدراعظم برلوسی دې ته مجبور کړ چی ووایی : « ایټالیا دا پلان لری چی خپل پوځیان ژر ترژره د افغانستان څخه راوباسی . » دﺉ د امریکا ټینګ ملګرﺉ دی خو په داخل کی هم د سخت مخالفت سره مخامخ دی .

خبر زیاتوی چی په جرمنی او برتانیه کی هم پر حکومت دا ډول فشارونه زیات سوي دي .

دا کار په داسی حال کی چی پخپله په امریکا کی هم د دې جنګ سره مخالفت زیات سوﺉ ، واشنګټن ته ډیر دروند تمامیږی . سیاسی ماهرین عقیده لری چی د طالبانو لخوا لویدیځو پوځیانو ته درانه تلفات اروپایی حکومتونه د سختو مشکلاتو او سرخوږیو سره مخامخ کړي دي .

بلخوا ، د فرانس پریس آژانس د تازه خبر له مخی نن یو بل امریکایی عسکر هم د افغانستان په جنوب کی د ماین په یوه چاودنه کی ووژل سو چی په دې سره هلته د امریکایی پوځیانو تلفات ۸۳۸ ته ورسېدل .

خبر زیاتوی چی صرف په روانه میاشت ( سپټمبر ) کی هلته پنځوس بهرني پوځیان وژل سوي دي .