کور / اسلامي / اسلامي اختر څنګه ولمانځو ؟

اسلامي اختر څنګه ولمانځو ؟

عزتمندو مسلمانانو ورونو او خويندو ! اسلام پوره دين او د انساني ژوند تېرولو بشپړ او کامل نظام دى ، چې د هر شي احکام او مسايل په کې شته، نو راځئ چې خپل اختر د اسلام او رسول الله(ص) د سنتو په طريقه سرته ورسوو. 


١- هغه ناروا کارونه چې د اختر په ورځ يې خلک کوي، خو ځان ساتل ترې لازم دي : 



  • ږيري کلول يا کمول او د سر ويښتان دکفارو په شان جوړول
  • د اختر په ورځ او يا د اختر نه مخکې د نارينوو او زنانوو هديرو ته تلل، او هلته د شرک او بدعاتو اعمال کول، او د رسم او رواج په ډول تلاوتونه کول ، ناروا دي ، بلکې پدې ورځوکې تلل خاص کول اوهلته تلاوت خاص کول ناروا دي مګر په عامو اوقاتو کې ورته دعا، استغفار او بښنه غواړه، مرګ او اخرت رايادوه، صدقات ورپسي کوه.
  • د اختر لمونځ په عيدګاه کې نه ادا کول، چې پدې سره د رسول الله(ص) سنت پاتي کېږي .
  • د اختر د لمانځه نه وروسته ستړي مشي کول او مبارکي ورکول ، تردې چې په مسجد کې يې کوي اګر که مخکې يې سلام او کلام کړي وي، چې ددې خاص کول ناروا دي.
  • د زنانو تلل قبرونو، زيارتونو، ميلو، پارکونو……….. ته ناروا دي.
  • جواري کول ناروا دي، که هګۍ جنګول وي اوکه ټوپک ډزې کول وي او که په بنګړيو او بزکشي يا کرکټ، وليبال، فټبال سره مال ګټل وي.
  • په کوچني اختر کې روژه نيول ناروا دي (مشکوةالمصابيح)
  • د اختر په ورځ د اختر لمانځه لپاره اذآن او اقامت نشته (صحيح البخارے٩٦٠)
  • د اختر په ورځ په عيدګاه کې سنت او نفل جائز ندي (مسلم ٨٨٦)
  • د اختر په ورځ د مړو دعاګانو ته تلل او هلته زاړه غمونه تازه کول، ددي په خاطرچې دا د مړي او د مړي والا اول اختر دى او د هغې د اختر خوشحالي په غم بدلول ناروا دي.
  • د اختر د لمانځه نه مخکې د خطبې ويل ناروا دي (صحيح البخارے٩٨٩)
  • د ښځو بي حجابه او بي پردې ګرځيدل ناروا دي.
  • د هغه بدعاتو او ناروا څخه ځان ساتل چې د اختر په ورځ يې بعضي خلک کوي لکه د خطبي نه اوريدل او په خاص طريقه او الفاظو سره مبارکي کول او د اختر په ورځ غمونه کول …….. چې ددې بدعاتو څخه ٧٤ يې په فتاوي الدين الخالص ٦ جلد ٣٠٦ ٣١١ کې ذکرشوي دي

دعلماُ کرامو څخه دا هيله ده چې دا بدعات عوامو ته بيان کړي. 


۲- هغه کارونه چې مسلمان ته يې د اختر په ورځ ترسره کول پکار دي : 



  • خپل ايمان، اعمال، اخلاق، اداب، معاملات، تعلقات، دوستانه، خپلولي د اسلام قران او سنت رسول الله(ص) سره برابرول.
  • د اختر لمانځه ته د تللو نه مخکې مسکېنانو او فقيرانو ته صدقه الفطر (سرسايه) د خپل ځان او هغه چا له طرفه چې ته يې پرورش او خرچه کوې ورکول، چې هغه نيم صاع دى يا يو افغاني چارک غنم يا د هغې قيمت او که مالداره وي نو دوه چارکه مميز يا کجورې يا اوربشې دې ورکړي (زادالمعار٢٢٢)
  • د اختر په ورځ غسل کول
  • ښايسته او پاکې جامي اغوستل، او خوشبويې لګول
  • د سر او ږيري په ويښتانو تېل لګول
  • مسواک وهل
  • د لمر ختلو نه وروسته عيدګاه ته تلل (که مشکلات نه وي)
  • د کوچني اختر په ورځ د ورځې په اول کې په طاق عدد کجورو سره افطار کول چې دا سنت رسول الله(ص)  دي . ( نور خوراکونه بيا وروسته کوه) او په لوي اختر کې د لمانځه نه بعد د قربانۍ په غـوښه افطار کول
  • په يوه لاره تلل او په بله راتلل ترڅو:   ١. په دواړو لاروسلام راشي ٢. د دواړو لارو برکتونه او خيرونه حاصل شي ٣.د دواړو لارو د حاجت والاو حاجت پوره شي ٤.په دواړو لارو کې اسلامي شعاير او نښې ښکاره شي ٥.بي دينه او منافقان د دواړو لارو خفه شي ٦. چې شعايرالله او د دين کارونه ښکاره شي ٧. همدارنګه ډيرې لارې او قدمونه په انسان ګواهي ورکړي چې يا الله پدغه لارو ستا عبادت او دين لپاره تللي وو،ته يې وبښه او سفارش يې قبول کړه ځکه چې کله انسان عبادت ته ځي نو قدم ايښودلوسره يې بښنه ده او پورته کولوسره يې ګناه معاف کېدل دي ابن قيم وايې چې دا ټولې ګټې شته د زيات تفصيل لپاره زادالمعاد د ابن قيم ١ جلد ١٧٩ ١٨٢ صفحي وګوري
  • د اختر لمونځ په عيدګاه کې سنت دى او په مسجد کې د سنت خلاف دى ابن ماجه په ضعيف روايت کې نقل کړي رسول الله (ص) د باران له امله په مسجد کې د اختر لمونځ وکړلو اګرکه دا روايت ضعيف دى خو د باران په وجه په مسجد کې جواز لري.
  • د نابالغه هلکانو، جنکېو، زنانو، زړو، ځوانانو، حيض والا او پاکې هم عيدګاه ته تللى شي خوماهواري والا به د عيدګاه څخه جداکېږي چې خير دعا او وعظ کې برخه واخلي اګر که لمونځ به نه کوي (بخاري شريف)


تعجب په هغو خلکو چې ښځې يې په ودونو کې ګرځي او قبرونو، زيارتونو، پارکونو، بازارونو، موسسو او نورو ځايونو ته ځي او هغه تفريح، خدمت او زده کړه بولي ، مګر هغه عمل چې په هغې سره رسول الله(ص) امرکړي او د هغې د رواج او دستور تر اغيزې لاندې راغلي دي ،هغه ناروا او بد ګڼي .د زيات تفصيل لپاره بخاري ١ج ٣١١ص، مسلم١ج ٢٨١ص، ابن ابي شيبه٢ج ١٤٨ص، سنن الکبري البيهقي٣ج ٢٠٦ص



البته که په عيدګاه کې انتظام نه وي يا د فتنو دور وي او يا ښځه د حجاب او پردې پابندي نه کوي نو بيا به نه ځي (مګر دا بده ده چې د دنيوي کارونو او خواهشاتو لپاره يې ښـه ګڼه او د دين لپاره يې بد ګڼي) او په کور کې په ښځو د اختر لمونځ نشته (الدين الخالص ٦ج ٣٠٠ ص)



  • امام به د لمانځه نه مخکې نيزه ، توره ، امسا عيدګاه ته وړي چې هلته ستره شي
  • امام به د لوي اختر قرباني عيدګاه کې کوي تر څو چې قوم دا عمل وګوري او زده يې کړي
  • امام به په اول رکعت کې سورت ق او دوهم رکعت کې سورت قمر لولي (مسلم ٨٩١) او يا به سورت غاشيه او سورت الاعلي لولي (مسلم ٨٧٨)
  • امام به د لمانځه نه وروسته وعظ او تقرير کوي امر او نهي به بيانوي، د جهاد لپاره به ډلي کېږي او د صدقاتو ورکولو امر به کوي او خاصتاً زنانو ته به د صدقاتو ورکولو امر کوي چې د جهنم د عذاب نه خلاص شي (بخاري ٩٧٨ او مسلم ٨٨٥)
  • د اختر په ورځ تقبل الله منا ومنک (الله دې زمونږ او ستاسې عبادت قبول کړي) جايز دي خوسنت به ورته نه وايې امام احمد وايې چې زه ورته ناروا نه وايم خو د بل ځواب ورکوم او پخپله يې اول چاته نه وايم او ددې نه به رواجي ستړي مشي او کيسې نه جوړوئ (فتاوي الدين الخالص ١ج ٣١٤ ص او ٦ج ٣١١ او٣١٢ ص)
  • د شوال په مياشت کې شپږ ورځې روژې نيول دومره اجر لري لکه ټول عمر چې سړي روژه ونيسي (مشکوةالمصابيح)
  • د تعليم القرآن والسنة مدرسه ، جلال اباد ، نارنج باغ
  • موبائيل شمېره : ٠٧٩٩٤٠٩٢٦١، ٠٧٧٤٥٤٧٦٣Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.