کور / تازه خبرونه / سبا [ يکشنبه ] د کوچني اختر لومړۍ ورځ اټکل سوې ده

سبا [ يکشنبه ] د کوچني اختر لومړۍ ورځ اټکل سوې ده

د ستورو پېژندوونکو د ادارې د تازه خبر له مخي د استراليا په لوېديځ کښي نن د شنبې په ورځ د سپتمبر پر ۱۹ نېټه د کوچني اختر (شوال)  مياشت ليدل سوې ده ، چي پدې ډول سره به سبا يکشنبه د نړۍ په زيات شمېر هيوادونو کښي د کوچني اختر [عيد الفطر] لومړۍ مبارکه ورځ وي .


د ترکيې په ګډون هغو هيوادونو چي روژه يې د جمعې په ورځ پېل کړې وه نن خپله ۳۰ مه روژه پوره کوي او د افغانستان په ګډون هغه هيوادونه چي روژه يې د شنبې په ورځ د سعودي عربستان سره پېل کړې وه د هغوی نن ۲۹ روژه کيږي .


د سعودي عربستان حکومت لا تراوسه پدې اړه خپله رسمي اعلاميه نده خپره کړې !