کور / سياسي / ایا د بحران د حل لار دایتلافي حکومت په جوړښت کې ده ؟

ایا د بحران د حل لار دایتلافي حکومت په جوړښت کې ده ؟

د (۲۰۰۹ ز )کال د د اګست د شلمې د ټولټآکنو ډرامه ، چې لا د پخوا څخه ورته ډیز زیات تبلیغا ت کیدل او په خاطریې په زرګونو نور بهرنی نیواکګر ځواکونه زمونږ په هیواد له هوا څخه لکه د توپاني ملخانو په څیر را پریوتل ، د هیواد او هیوادوالو په کړاو او ستونزو کې یې د کمښت پر ځاې دادې نور هم ډیرښت را وست او حالات یې نور هم پیچلې او ستونزمن کړل . ددغه ډرامې د پاې ته تر رسیدو پورې د هلمند ، قندهار ، زابل ، ارزګان او غزني او …. ولایتونوسلګونو هستوګنی په وینو کې لت پت شول ، د پړانګ د پنجې او … تر نامه لاندې انګلیسې ، امریکایې او افغاني !!؟ ځواکونو ددې ولایتونو د په اصطلاح دنا ارامو سیمو د بیرته نیولو په خاطر په سلګونو بې ګناه انسانان د خپلو کورو په انګړنو کې تر خاورو لاندې کړل ، په یو شمیر ولسوالیو کې یې ځانو ته نظامی تمځایونه جوړ کړل او د هغو سیمو د امنیت دخوندي کیدو په خاطر یې هوډ وکړ. نیواکګرانو دا ټول وحشت ، ترور ، او عام وژنه په دې خاطر وکړه تر څو د یوې یا بلې مفسدې او لاس پوڅې ادارې دبریا ، ټینګښت او پایښت له پاره نه یواځې د افغانانو بلکه د نړیوالو په سترګو کې هم د ټولټاکنو خاورې ور وشیندي . دا په داسې حال کې چې د ټولټاکنو په ورځ پخپله دنیواکګرو د راپورونو په اساس په هغه ځایوکې چې دوې یې پهره کوله ټوله ورځ یواځې ۱۵ او یا ددې څخه لږ و ډیرو کسانو د وټونو د ورکړې دحقوقو څخه په ګټې اخستو سره هلته د ورتګ زحمت ګاللې و، هغه هم روښانه نه ده چې هغوې دغه مرکزنو ته په کوم قیمت ور استول شوي وو .

ددغو ټولټاکنو په ورځ د امریکایي ولسمشر اوباما په ګډون د هغې هیواد د نیواکګرو ځواکونو او سیاسي مسؤلینو او هم د د اروپایې اتحادیي د مسؤلینو له اړخه د ټولټاکنو او دهغې د شفافیت په هکله افغان ولس ته مبارکي وویل شوه .د مبارکۍ ویونکي مجبور وو دا کار وکړي ځکه چې دهغوې په لسګونو عسکر هر ه ورځ په دغه هیواد کې له منځه ځې ، زخمیانږي ،په عصبي ناروغیو اخته کیږي او یا ځان وژنه کوي ، دادې د هغوې د عسکرې ځواکونو تر منځ د ځان وژنې کچه تر هر وخت ډیره ده ، یواځې د( ۲۰۰۹)ز کال د لمړیو څخه تر اوسه پورې په امریکایي فوځ کې د اټکل له مخې نژدې یونیم سل کسانو یا پخله ځان وژلې او یا یې د خپل ځان وژنې سره سم خپله کورنۍ هم له تیغه تیره کړي . ددوې د فوځونو د عصبي ناروغتیاو کچه تر هر وخت ډیره ده ، او څومره چې زیات د افغانستان په څیر امپراطورۍ شیندونکې هیواد په دښتو او بیابانونو کې پاته کیږي په هماغه اندازه به یې ورته پایلې ددې نه بدترې وي .

د بله اړخه د ټولټاکنو په جریان کې د جهاد او مقاومت غورزنګ چې پخوا یواځې په جنوبي ، شرقي، ….سیمو کې را نغښتې و اوس د هیواد د شمالې ولس په څپو کې راغبرګ شوې دې . او نژدې ټول هیواد یې د بین المللې نیواکګرو په خلاف سور اور ګرځولې . همدا علت دې چې دغه نیواکګرانو ددې ستر مجاهد او قهرمان ولس په عام وژنه کې له هر ډول وحشت او ترور څخه کار اخیستې چې ډیرې مهمې او تازه بیلګي یې د قندوز عام وژنه ده چې د المانی عسکرو په لاسو تر سره شوه . المانیان چې ددویم نړیوالې جګړې له وخته د افغانانو د ډیرو احساناتو لاندې دي ، همدا راز د شوروی د پخوانۍ امپراطورېۍ دړنګولو او د روسي د زبرځواک ماتولو او دهغوې ویره او وحشت د نړیوالو د ذهنو څخه د ویستلو او د برلین ددیوال د ماتولو ویاړ او ددواړو المانونو د را یو ځاې کولو افتخار هم د همدې سر لوڅو او بې وزلو قهرمانو افغانانو په غاړه دې او همدوې دا ویاړ المانیانو ته ور و باښه ، نو په دې اساس افغانانو هم په المانیانو تل حساب کاوه ،خو دادې دوې د افغانانو دهیلو پر خلاف د امریکایې نیواکګرانو سره یو ځاې ، د روژې د مبارکې میاشتې د سهرني خوړلو په وخت ، خپل لاسونه د همدې ویاړلو افغانانو په وینو سره کړل . تر څنګ یې د قندهار د روژه ماتی د لسګونو شهیدانو ، زخمیانو او معیوبینو او هم په همدې روژه کې د لغمان د شهیدانو په وینو زمکي رنګ کړې. دا کار که هر چا وکړ خو مسؤلیت یې د همدي امریکایي نیواکګرو ځواکونو او تر څنګ یې د ناټو د ټلوالې د غاصبانو په غاړه دې ، که دوې زمونږ په هیواد فوځي برید نه وې کړې او پر ځاې یې زمونږ د هیوادوالو د مرستې له پاره د عسکري یرغل پرته په اقتصادي توګه را دانګلي وایي نو هیڅکله به هم نه دوې هره ورځ دخپلو نازولو جسدونه په تورو خلطو کې خپلو هیوادو ته وړلاې او نه به زمونږ د ویاړلی ولس په وینو زمکی خوړوبه شوې وای.

که څه هم نیواکګران خپلو قومونو او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې ددوی د عسکرو قربانیو رنګ راوست او په افغانستا کې ددوې (سیکولر) دیموکراسۍ جرړې پیدا کړې. خو هم ددوې خپل ولسونه او هم نړیواله ټولنه ګوري چې په افغانستان کې که په هغه وخت کې ولس تر یوې کچې پورې ددیموکراسۍ را تګ ته ښه راغلاست وایه خو اوس همغه ولس ددې نیواکګرانو د ناوړه اعمالو او په زور دخپلو لاس پوڅو د حاکمیت په اساس ترې نفرت او کرکه کوي .

ددوې په خپلو ولسونو کې دومره زیاته نا هیلي را پیدا شوې چې ټول یې غواړي خپل نازولي بچیان بیرته خپلو کورنو ته را و غواړی . په امریکا کې اوس (۵۸٪) سلمه خلک د خپلو فوځونو د بیرته را ستنیدو غوښتونکي دي حال دا چې دا کچه په انګلستان کې اوس تر( ۶۵٪) سلمې څخه اوړي . تر څنګ یې المانیانو اعلان وکړ چې په راتلونکو څلورو کلنوکې او کاناډایان بیا وایی چې د (۲۰۱۱ز) پورې به خپل ځواکونو له افغانستانه را باسي ، خو که چیرې جهادی غورزنګ خپلې کړنې لږ څه نورې زیاتی کړې نو د اروپایي هیوادنو دحکمتونو مزي دومره سست دي چې ګمان ګیږي د ناټو ټوله اتحادیه به له منځه ولاړه شي .

په داسې حال کې چې یوشمیر هیوادونه دخپلو فوځونو د ویستلو په فکر کی دي او دا ددوې پریکړه ده خو روښانه نه ده چې افغانان به خپلو میلمنو ته دومره ژر د وتلو فرصت ورکړي او که میلمستیا ته به یې دوام ورکړي ، ځکه هر هغه نیواکګر چې د افغانستان د ښکیل کولو له پاره سترګي برندې کړی افغان ویاړلي ولس د هغوې سترګې په ګرمو سیخانو ویستلي . همدا اوس هره ورځ که له یوې خوا زمونږ ولس په وینو کې لړل کیږي خو د نیواکګرو ځواکونو قبرونه هم تش نه پاته کیږي .

دغه ټولټاکنود افغان ولس ( د یو موټي را نغښتو ملیتونو) تر منځ د نفاق د اور دخپرولو په اساس دامنیت مسئله نوره هم حساسه او خرابه کړه . د امریکا ستراتیژې همدا وه او اوس هم ده چې زمونږ قومي او ملې جوړښتونه یو له بله سره په ټکر کې واچوي ، په خپل مینځو کې یې لاس وګریوان کړي تر څو دوې په اسانۍ سره خپلو نیواکګروستراتیژیو ته دوام ورکړي . پخوانيوشورویانو او دهغوې لاس پوڅو حکومتونو هم همدا ستراتیژې کاروله ، د شمال ګلم جم ملیشې یې دپښتون میشتو سیمو د ځپلو له پاره او د پښتنو ملیشې یې د نورو ملیتونو پر خلاف کارولي ، خو د افغان میړني ولس ټولو ملیتونو په یوه غږ هغوې ته داسې غاښ ماتونکې ځواب ورکړ چې نوم یې هم ، لکه د انګلیس د امپراطورۍ په څیر ،د تاریخ یوه پخوانۍ قصه و ګرزیده.

او س هم زمونږ اولس هماغه میړنې ولس دې ، هغوې دخپل مذهب ، هیواد او ځمکنی تمامیت له پاره هرډول ځان ځارنی ته تیار دې ، که اوزبک دې که تاجک ، که پښتون دې که هزاره ، که نورستانې دي که بلوچ ، که تر کمن دې او که قزلباش ، ټول د خپلې مورنۍ خاورې ، کلتور ، مذهب او استقلال له پاره لکه د پخوا په څیر د قلعي ددیوال په څیر ولاړ دی . او همدا هیله ترې هم کیږي .

د ټولټاکنو پایلې ، لکه د( ۲۰۰۴ ز) کال د ټولټاکنو په څیر ، څنګه یې چې له مخه وړاند وینه کیده همغسې د تقلب او درغلۍ ښکار شوې ، دا تقلب او درغلي یواځې په یوه اړخ کې نه وه بلکه د شمال د ټلوالي د کاندید په ګډون هر لوبغاړي په کې په خپله ، لږه یا ډیره ،ونډه لاس درلود. . خو د شمال ټولوالي د ټاکنو د پایلو تر مخه د هغې د نه منلو او د وسلوال پاڅون له پاره د هوډ ټټر وهلي و او نیواکګرو ځواکونو ته یې دا ور په زړه کړې وه چې که د شمال ټلواله دا ځل ټولټاکنې و نه ګټي نو د ایران دټاکنیزو درغلیو په څیر به مظاهري و نه کړي بلکه په وسله واله توګه به سرکونو او کوڅو ته را ودانګی . دا اعلان په داسې وخت کې صورت نیسې چې هیواد اشغال او ولس هر ه ورځ د اشغلګرو د ټانکونو د ځنځیرونو لاندې ساه ورکوي ، د شمال د ټولوالې دا مجاهد شکله قهرمانان چې غواړي د بهرنیو نیواکګرو تر څنګلو لاندې واکمنۍ ته ورسیږي ، ددغه ډول غورو پرځو څخه دکار اخیستو پرته بله لار هم نه لري ، غواړی بین المللې نیواکګران دخپلو دغه پوچو غورځو پرزو په اساس وویروی او د دغه تقلبي ټاکنیزو پایلو له مخې د خپلو ځا نو له پاره په نظام کې د ورننوتلو لاره پرانیزې او په واکمنۍ کې ځانته ځاې و ټاکي .

د شمال د ټولوالې د قومندان او دمزار شریف د والي عطانور وروستۍ ویناوې ډیرې حیرانونکی او بې ځایه بریښې . هغه په داسې حال کې چې په دې وروستیو پنځو کالو کې د همدې مفسد نظام د یوه لوړپوړي مامور په څیر د بهرنیو ځواکونو په چوپړ کې د کورنیو چارو د وزارت په چو کاټ کې کار کاوه د ټولټاکنو دپایلو او په هغې کې د خپل کاندید د ناکامیو د اعلان څخه وروسته ، اوس وایې چې دکورنیو چارو وزیر کمونست دې او دا چې غواړي په شمال کې د جنګ اورته لمن ووهي . استاد عطا نور باید په دې وپوهیږي چې نه یوازې دکورنیو چارو وزیر پخواني ملیشه او کمونست دې بلکه تر څنګ یې د پارلمان نه نیولې ان د بهرنیو چارو تر وزارت او د پولیسو د ماموریتونه نه نیولې ان تر عسکری جنرالانو پورې ټول هغه کمونستان دې چې په اصطلاح په جهادی رژیم کې ورته اسانتیاوې برابرې شوې وې او اوس هم د همدې جهادی نامطلوبه رهبرانو تر څنګ وده او نمو کوی چې ستره نمونه یې د استاد رباني تر مشرۍ لاندې د ملي جبهې شتون او جوړښت دې . ….خوبدبختانه ، کله یې چې واکمني په خطر کې شي نو د یو شمیر واکمنانو له خولې بیا اوریدل کیږي چې هلئ ! جهاد په خطر کي دې او هم جهادی پایلي ؟!! روښانه نه ده چې کوم جهاد او دکوم جهاد پایلې !!؟

د شلم د اګست دهغو ټولټاکنو پایلې، چې نژدې ددوه نیم سوه زره ناظرینو او د نژدې څلورسوه میلیونو ډالرو په لګښت او د سلګونو بې ګناه خلکو په وژلو، را څرګندې شوې او امریکایانو او ناټو ورته دمبارکۍ لاسونه پړکول اوس دتهدید سره مخ دي. ددغو ټولټاکنو له پاره د ټاکنو د کمیسیون د را پور له مخې د هیواد د دیرش میلیونه نفوس څخه ( په اټکلي توګه دټولو تقلبونو سره یو ځاې ) یواځې اوولس میلیونو کسانو نومونه لیکلي و، او بیا د هغوې د ډلې څخه یواځې پنځه میلیونه راې را ټولې کړل شوې او په دې رایو کې ( د اروپایې ناظرینو د ویناو له مخې ) نژدې تر یو نیم میلیون زیاتې تقلبي راې دي . چې په کې د بهرنیو سر چینو له مخې تر یوه میلیون زیاتې د کرزی ، تر نیم میلیون پورې د عبدالله او تر یوه لک پورې د بشردوست د ټیمونو له خوا کارول شوی دي . که دا ټولې و ګڼل شي نو داسې بریښې چې د هیواد په دې ټولټاکنو کې یواځې درې میلیونه وګړو د( اټکل له مخې ) د خپلې راې کارت استعمال کړي ، چې په هیڅ صورت دغه ټولټاکنو ته ، که نیواکګران یي د مشروعیت ادعا هم وکړي، مشروعیت نه شي ورکول کیداې.

په داسې حال کې چې د اوسني ولسمشر کرزې ادارې، چې په بین المللي توګه په نړۍ کې تر ټولو زیاته مفسده او په درغلیو کې ککړه ادراه ګڼل کیږی، د رایو اکثریت تر لاسه کړې او د شمال ټلوالې د ایرانیانو ، هندوانو او روسانو د نیغ په نیغه سیاسي ملاتړ او پانګې په اساس تر اوسه پورې دهغې څخه ډیرې کمې د باور راې تر لاسه کړي . امریکایان او د ناټو غړي هیوادونه ورخطا دي چې د شمالې ( اصحاب الشمال) ټلواله په یوه ډول نه یو ډول د نظام په مشروعیت قانع او په نظام کې ورته ځاې ورکړي . همدا علت دې چې په کابل کې د امریکا سفیرایکن بري ،د امریکا لخوا د افغانستان ا و پاکستان له پاره ټاکل شوې ( وایسراې) ریچارد هال بروک او د انګلیس سفیر ټول په یوه خوله د کرزي اداره په دې مجبوروي چې د شمال ټلوالې ته په اداره کې ځاې ورکړي او یا لږ تر لږه دمزار دوالي عطا نور د ولایت چوکۍ په خپل ځاې پاته شي . همدا علت دې چې نه یواځې امریکایان بلکه د انګلیس سفیر هم یوه پښه په کابل کې او بله په مزار کې کیږدي تر څو د عطا نور واکمني ډاډمنه کړي . دوې غواړی ددې مفسدې ادارې سره د شمال (اصحاب الشمال) د ټلوالې د فساد کړۍ ور ونښلوي اوپه دې ترتیب د (فساد پلسCorruption Plus ) حکومت ترې را وزیږوي .

د انګلیس د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلبن وایې چې ټولټاکنی ورته د منلو وړ نه ښکاري ، د اوباما رژیم وایې چې د ټولټاکنوپه پایلو کې دې د درغلیو تحقیق وشي ، اوهمدا را زد ناټو نور هیوادونه … دا ټولې خبرې په همدې خاطر کیږی چې د شمال د ټلوالې عناصرو ته د قناعت وړ ځاې پیدا کړي .

خو هغه څه چې نیواکګران یې باید په یاد ولري هغه دادې چې لکه څنګه چې دکرزي اداره مفسده او د مافیایي عناصرو په لاس کې ده او په راتلونکې کې به هم دهغې څخه بدتره وي ، په همدې ترتیب د شمال دټلوالې مسؤلین او اوسنې کاندید عبدا الله هم د هماغې فاسدې ادارې یو غړې و ، تر څنګ یې عبدا لله د خپلې واکمنۍ په وخت کې روسانو ته دافغانستان د هغې سترې غمیزې دمیلیونو شهیدانو ، دمیلینو معیوبینو، کونډو او یتمیانو او د ټول هیواد د وران ویجاړۍ تاوان ور باښه او دوخت د مالیی وزیر او په اصطلاح دملي ګرا ګوند مشر احدي په هغې باندې نه یواځې د تصدیق مهر ثبت کړ بلکه بر عکس یې د روسانو یولس میلیارده ډالر هغه قرضه هم په برندو سترګو ومنله چې روسانو د کمونست رژیم په وخت کې د کمونستانو د رژیم د بقا ، استحکام او دهغوې په لاسو د افغانانو د وژلو له پاره ورکړي وه .

همدا راز په ګران هیواد باندې د امریکایانو د یرغل په وخت کې دشمال د ټلوالې دغې څیرې دا ومنله چې د بش دحکومت څخه یې لس میلیونه ډالر رشوت ااخستې و اوهم دولسمشر کرزي اوسني معاون ددغه رشوت اخستل نه یواځې تاید کړل بلکه په هغې یې ویاړ هم و کړ. په دې اساس نیواکګران بایدا دا په ذهن کې وساتي چې نه خو د کرزي د واکمنۍ اوږدیدل ددوي پښې ددې څریښتناکه ډنډ څخه ویستلاې شې او نه د شمال د ټلوالې دغه څیرې چې په خپله د شمال اوسیدونکې ترې هم کلکه کرکه لري، ددوې سره څه بسپنه کولې شي . بلکه برعکس به ددوې تر منځ د( فساد پلس Corruption Plus) ایتلافي رژیم جوړول په ولس کې ددغې منفورې ادارې پرخلاف نور هم دنفرت او کرکي ولولې زیاتې کړي . او ددیموکراسۍ دغه نوې نال شوې بوټي چې د خپریدو له پاره یې تر اوسه پورې د (۸۰۰۰۰) څخه زیاتو افغانانو وینی ورکړي له بیخه وچ شي اوبیا به د افغان ولس په ذهن کې دغه آند ته وده ورکول شوني نه وي .

په دې اساس امریکایي او انګلیسي نیواکګران باید ددغې ډرامي د نورو پیچلو کولو او زمونږ ولس د نورو نوو غمیزو سره د مخ کولو په ځاې د هیواد د بحران د حل اساسي لارې و لټوي ، او دا لارې د مخالفینو له لیکو سره د نیغ په نیغه خبرو کې را نغښتې دي . په اوسني وخت کې د بحران د حل کونجي د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو او ددې ځواکونو پر خلاف په ډګر کې دولاړو جهادی ځواکونو سره ده. دهغوې په وړاندیزونو باندې غور وکړئ ، او پخوا تر دې چې د زوړ شوروي اتحاد د پوځونو غوندې ځانته د تیښتې لار پیدا کړئ او افغانستان یو ځل بیا لکه د جبل السراج دناولي تړون د ډلو په څیر د یو شمیر مافیایي عناصرو په لاسو کې پریږدۍ او افغان ولس په خپلو کې لکه د نوییمي کالیزو په څیر په داسې جنګونوکې را و نغاړئ چې بیا به یې علاج له هیڅ لورې سره نه وی ، له همدا اوسه ټولو ( مخالفو او موافقو ) افغانانو ته اجازه ورکړئ تر څو د خپله منځه د یوې( بې لورې) ادارې چې د په کار پوهو او دردمندو افغانانو څخه جوړه شوي وي، توافق وکړي. او دخپل هیواد برخه لیک په خپله پخپلو لاسو کې واخلي او بیا د همدې (بې لورې) ادارې له اړخه ټولو سیاسي ګوندونو ته په ټولټاکنو کې د ګډون بلنه ورکړل شي او ازادانه ټولټاکنی تر سره شي او واکمني سیالي کونکي ګټونکی ګوند ته وسپارل شی . او بهرني نیواکګران د دغه هیواده دخپلو شازلمو له پاره د وتلو مصئونی او ډاډمنی لارې پیدا کړی . او که نه د انګلیس د ډاګټر برایډن تجربه را ته یو ځل بیا تکراریدونکې ښکاري .

ازاد لیکوال او دسولې او بیا پوهاوی د جرګګۍ مشر