کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان سکیټ روزنیز مرکز خبرتيا

د افغان سکیټ روزنیز مرکز خبرتيا

د ډله ایزه رسنیو درنو خبریالانو او استازو:

 سکیتستان، د افغانستان کې لمړنی سکیټ روزنیز مرکز خوښ دی، تاسو د ماشومانو د نړیوالې ورځې نمانځنې ته بلنه درکوي. د غونډې هدف د نړیوالې ټولنې له ماشومانو سره په ګډه د دغې ورځې د نمانځلو په موخه د همغږي ښودل دي.

 په دغه نمانځنه کې به د هغو ماشومانو لخوا مطبوعاتی کنفرانس ورکړل شي چې خپل په جګړې کې زیږیدلي، لوی شوي او لا هم د روانې جګړې لخوا زیامن کیږي، همدا رنګه د عکسونو نندارتون، د مطبوعاتو نندارتون، د فلم نمایش،و موسیقی او خواړه وړاندې شي.

د سولې نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې په کال ۱۹۸۱ د ” د خلکو او هیوادونو ترمنځ د سولې د آرمانونو د نمانځلو او تقویې” په موخه را منځ ته شوه. 
 
ستاسو د لیدو په هیله !
 
وخت :

له ۲:00 څخه تر ماځیګر ۴:00 پورې، پنج شنبه، د ۲۰۰۹ کال د سپتمیر ۲۴مه

ځای :

د سکیتستان د لوبو د تمرین ځاي (هغه تعمیر چې د ملي بیرق په رنګ ښایسته شوی)، غازی ستډیوم، کابل 
 
د تماس شمیرې :

0796571356 (ښاغلی اولی،د انګلیسي ژبې لپاره)
0700943377 (شمس-دری او پښتو)
0786766512 (میرویس- دری او پښتو)