امریکا او برتانیې خپل یو -یو پوځي د لاسه ورکړل

د لراوبر اداره | سپتمبر 22nd, 2009


اسوشیټیډ پریس خبر ورکړ چي یو امریکایي عسکر نن د افغانستان په جنوب کي ماین والوزاوه او ځای پر ځای ووژل سو .

د برتانیې د دفاع وزارت خبر ورکوي چي یو برتانوی پوځي د هلمند په ګرشک کي ماین وواژه او د دوهم پوځي دواړي پښې له منځه ولاړې .

ویل کیږي چي اوس برتانوي پوځیان په زیات شمېر سره معیوب کیږي حال دا چي ۲۰٪ امریکایی پوځیان بیا د ماینونو له لاسه روحأ او جسمأ د مصیبتونو په غېږ ورغلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024