شهزاده حـمیدالله خـان عنايت سـراج وفـات شو
انا لله و انا الیه راجعون
په خواشینۍ سره مو د اعلیحضرت غازي امان الله خان د زوی، عالي جناب والاحضرت ډاکټر احسان الله خان (د افغانستان) له خوا خبر تر لاسه کړ، چې نن د ۲۰۰۹ م کال د سپتمبر د میاشتې په ۲۲ د سهار په دریو بجو، محترم والاحضرت حمید الله خان عنایت سراج د هغې ناروغۍ له کبله چې ورپېښه شوې وه، د ایټالیا هیواد پلازمینې روم ښار په یوه روغتون کې د دو نیوو ( ۹۲) کالو په عمر ځان حق ته وسپاره.
پاچا زوی حمید الله خان عنایت سراج د مرحوم اعلیحضرت عنایت الله خان زوی او د اعلیحضرت غازی امان الله خان وراره او زوم کیده، چې په کال ۱۹۱۷ م کې د ننګرهار د سراج العماره د کوکب په بڼ کې وزېږید. په ظاهر شاهي او د داوود خان په رژیمونو کې یې مختلفې دولتي دندې اجراء کړي دي.
د هغه خدای بخښلي یو ورور والاحضرت پاچا زوی خیر الله خان وایي: حمید سراج لومړنۍ زده کړې په امانی دور کې د کابل په اماني لیسه کې سر ته ورسولې او د امانی دولت د سقوط څخه پس د خپلې کورنۍ سره د ایران هیواد ته مهاجر شو. خپلو لوړو زده کړو ته یې په پلازمینې تهران کې دوام ورکړ او د برښنا په مسلک یې د انجنیرۍ ډیپلوم تر لاسه کړ.
په کال ۱۹۴۷ م کې بیرته خپل هیواد افغانستان ته راستون شو. په کال ۱۹۶۳ م کې د امریکې په متحده ایالاتو د افغانستان د کلتوري آتشې په حیت او بیا په کال ۱۹۶۶م کې په ماسکو کې د افغان سفارت د کلتوري آتشې په توګه وګمارل شو. چې ورپسې په کال ۱۹۶۷ کې د معارف د وزارت مقام ته ورسید. د داوود خان د جمهوري دولت په لومړیو کې په انګستان کې افغان سفیر او په کال ۱۹۷۷م کې تبدیلا په هندوستان کې یې د افغانستان د سفیر په توګه وظیفه اجراء کړې ده.
مرحوم حمید سراج په کال ۱۹۵۷ م کې د اعلیحضرت غازي امان الله خان د لور والاحضرت پاچا لور عابده جانې سره واده وکړ. د خلقي – پرچمي د کودتا څخه پس هیواد ته راستون نه شو او د ایټالیا هیواد ته ولاړ، او باقي ژوند یې په روم کې د اعلیحضرت غازی امان الله خان د کورنۍ د غړو سره تیر کړ، چې نن ( د کوچني اختر دریمه) له دې پاني نړئ څخه ولاړ. جنازه د مرحوم به د پلان سره سم په روم کې خاوره ته سپارل کیږي.
روح دې ښاد او بهشت دې ځاي وي.