نصيب

د لراوبر اداره | سپتمبر 22nd, 2009


((کاکا ..کاکا..)) د دوو ماشومانو تېره او جر اواززموږد دهلېز د دروازې په منځ کې ښيښې ته ځيرکړم.
دواړو په کوچنیو کوچنیو ﻻسو د دروازې هغه ښيښه داسې په ورغوو وهله تا ويل اوس به ماته سي.وارخطا يې کړم څه خبره ده دا سهار وختي او د دوی راتګ په ﻻس کې مې د چای پياله وه هغه مې پر سترخان کښيښودله او د دوو قدمو په ټوپ مې دروازه ور خلاصه کړه.
((کاکا.. کاکا زما پلار مړ کيږي ژر راځه کاکا…))وړوکي افضل چې اوښکې يې بهيدلي دواړه شونډې يې لړزيدلې…خوله به يې د ډيرو احساساتو د بوجه کله يوه طرف کله بل طرف ته کږيدل په ژړا ژړا راته وويل.
((يا … نه دی مړ کاکا ژر راځه کاکا…))بل ماشوم ورورکبير د ورور ژړا قطع کړه او خپله چيغه يې راته تر غوږه کړه….ما هم بله نه ده کړې شا او خوا مې وکتل څپلۍ را په سترګو نه سوې نو همداسې په لوڅو پښو مې د دوی د کور پر خوا ور الا کړل…دواړه ماشومان هم په ځغاسته را پسې سول.په کوڅه کې زموږ د کور څخه لسم کور د دوی و…په ډير سرعت سره مې ځان ور ورساوه …خبر وم چې په کور کې يې زنانه نسته او دروازه خلاصه ولاړه وه نو سيده د ده په کوټه ورداخل سوم…د کوټې دروازه نن ډيره غټه راته ښکاره سوه داسې پراخه لکه د بسته کلا دپاره چې وي تر کوم چې پيلان او د اسانو لښکر تير سوي وي…
په کوټه کي مې ملګری پروت او يوه وړوکې لور يې سر ته ناسته په چيغو چيغو يې خپل پلار ته ژړل…ما ژر خپل د ملګري سر راپورته او په غېږ کي مې کېښودی.خو په دغه اول ځل ﻻس وروړلو پوه سوم چي خلره ز موږ تر ټولو تر وس وتلي ده.يا موږ ناوخته سوي يو يا هم د وختي نفس ورکړی دی.نبض مې وکتی خو هيڅ څه مې محسوس نه کړه او ﻻس يې داسې شخ و لکه زموږ د کور د سيب د ونې کومه ښاخله چې ما په ﻻس کې نېولي وي.
ژر مې پر سينه دواړه ﻻسونه ور کښيښودل او پر زړه مي فشار ورکی خود سينې شور يې خاموشه سوی و.تندي باندې مي ﻻس ورکښيښود مګرد ژوند تپانده ګرمي يې رخصت سوی وه.بيا مي د ﻻسو په فشار سره و زړه ته څو جټکې ورکړې خو هغه داسې جټکه ليدلي وه چي روح يې تر جسم ورايستلی وه.زما دا ملګری چي موږ ټولود شا اغا په نامه باله وچې وچې سترګې يې خلاصې پاتې وې،د سترګو رنګ يې الوتی و،د سترګو نوريې يې لکه چا چي په يوه پوف ور مړ کړی وي.
ما يې لور ته وکتل چې په سرو سترګو کي يې اوس هم اميد نه وو ډوب سوی.د هغې د سترګو په سمندر کي هغه اميد ما ته ﻻسونه را غزولي وه چي فکر يې کوی زه يې د ژوند مسيحا يم او ګوا کي وه به يې ژغورم خو ما دا ﻻسونه د اميد څخه را ايسته کړه او په دې ﻻسو مې د خپل دوست سترګې ور پټې کړې.
د دې سره سم دواړه زامن يې چي زما تر شا ناست وه او لوريې چي زما و مخې ته ناسته وه په ژړا او په چيغو سوه.ما درې سره په غېږ کي ونيول پر سر مي ﻻس تيرول ورشروع کړل.درواغ مي نه سوای ورته ويلی چي هيڅ هم نه دي سوي او دوی هم دومره کوچنيان نه وه چي نه وای پوه سوي.لورې د ۱۲ کالو،مشر زوی يې چي اوس دلته و د ۱۰ او کشر يې هم د ۸ کالو و.نو مي پر سرلاس ورتيروی او مه ژاړی مه ژاړی علاوه نور ما هم څه نه سوای ويلای.څو شيبې مې په غېږ کي ونيول او په ډير زحمت مي ارام کړل خو چيغې يې اوس په سلګو بدلې سوي وې.
د کوټې دروازه خلاصه وه، په کوټه کي موجوده فضا او خاموشي هم ډيره ظاهره وه.ديوالونه هم خوف زده معلوميدل.دوی شايد څه رازونه يې ليدلي څه اوريدلي وه.
ﻻ مي هم کوچنيانو باندې ﻻسونه ايښي وو چي د کوټې په دروازه کي يو اواز سو چي ومې کتل د د دوی پسه سر را ايسته کړی و لکه زما څخه چي پوښتنه کوي څه سوي دي.ما ورته په خلاصو سترګو وکتل ده هم راته کتل څو شيبې وروسته يې هر يوه يوه ته جلا وکتل او چي کوم جواب يې ونه ليدی نو خوله يې وخوځول په غټ اواز سره د واښو په لور روان سو.
د سلګيو په دې فضا کي يو فکر را ولويدی که څه هم نه د فکر ځای او نه يې هم وخت و خو شايد د کوچنيانو ارامولودې حالت فکر ته زما د ذهن واک ولکه په ﻻس ورتلو موقع ورکړه.دا شين سهار چي ﻻ تر اوسه خلک د اختر د لمانځه په تيارانو لګېا دي…او دا بدبخته بيا ولاړی.همدا څو شيبې مخکې کي خو مو د سهار لمونځ يوځای ادا کړی و.څومره ښه ايسدی نوي کالي،نوي بوټونه،ښايسته کندهاري غاړه په غاړه کړي ،شخه لنګوټه پر سر کړي تر کوره پورې مي همدا اوس را رسولی و.ما خو په ټوکو کي دا هم ورته ويلي وه چي څنګه دا ښايسته بوټونه په مسجد کي چا درڅخه غلا نه کړه او هغه په پراخه مسکا راته ويلي وه چي ته يې غلا نه کې بل څوک يې نه وړي د بل چا پر پښو نه اسليږي..او سره خندلي مو وه…بيا وﻻړی…
ﻻ خو مي د شنې چايو يو خوږ غړپ مي تر ستوني نه و تېر چي دا تريخ خبر مي تر غوږ تير سو…او د غم دا تصوير مي په سترګو کي قيد…
ملګري ته مي وکتل اوس نو زما هم اوښکې روانې سوې پر داسې بينوا او بې کسه مرګ باندې…
چي دا هم بې کسه مړ سونو زما خو د خدای پړده کوي…
د يوه پر ځای يې دوې ښځې درلودې او د دواړو څخه يې ۱۶ اولادونه …دی هم بې کسه او په داسې حال کي مړ سو…
ما به هميشه ورته ويل چي خلک يو واده نه سي سمبالولای او ته دوه وکړه…ده به راته ويل چي ما فکر کړی و چي د اولې ماندينې څخه کوم خفګان چې لرم هغه دوهمه را ليري کي..خوشال به سم …خو مګر د کومې ورځې څخه چي مي دوهمه واده کړي هغه د څو شيبو خوشالي مي هم مرورې سوې چي بيا يې دا دی تر اخرې ورځ پورې پخلا نه کړلې…
د خدای عحبه کارونه چي نن يې يوه ښځه هم نه وه چي حلق ته يې د اوبو څو قطرې ور بخښلي وای…د درد يوه لمحه يې ورسره شريکه کړي وای..د ارام دارو درمل يې ورجوړ کړی وای پر سر او سينه يې ګرم ﻻس ورتيرکړی وای…يا يې هم د پېرزويني يولفظ وراورولی وای.. د د پر شونډو يو ايت نازل سوی وای…خو…
دواړه تللي وې و خپلو پلارګنيو ته ..يوې د بلې سره سيالي کوله چي دا ځي زه ولې نه ځم..دا درې اوﻻدونه يې خپل خپل په خوښه د پلار د مينې د شوقه پاتې سوي وه که نې هغه په د دغو معصومو همدرديو څخه به هم محرومه سوی وای…

Copyright Larawbar 2007-2024