کور / تازه خبرونه / سپینه ماڼۍ افغانستان ته دنور پوځیانو له لیږلو سره موافقه نه ده

سپینه ماڼۍ افغانستان ته دنور پوځیانو له لیږلو سره موافقه نه ده

په ملکي چارو کې د امریکا د متحد ایالاتو د حکومت چارواکي د اوس لپاره نه غواړي چې افغانستان ته نور عسکر واستوي.


په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس د ملګرو ملتو د عمومي غونډې تر څنګ اې بي سي تلویزیون ته وویل، د افغانستان لپاره د ولسمشر اوباما د ستراتیژۍ په دې برخه کې بدلون نه دی راغلی چې د القاعده شبکه به دړې وړې کوي البته د افغانستان په تګلارې بیا غور ممکن دی. په ځانګړې توګه په پوځي، سیاسي او اقتصادي برخو کې تنظیم او تعدیل ته ښایي اړتیا وي. په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیرې زیاته کړه، د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو پسې له رامنځته شوي پیچلې وضعیت وروسته باید دغه هیواد ته د نورو عسکرو د استولو په برخه کې له دقته وروسته پریکړه وشي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکې ډلې اکثر بیا د جنرال مککرسټال د غوښتنې ملاتړ کوي، د جمهوري غوښتونکو له لورې ولسمشرۍ ته پخوانی کاندید جان مککین سي بي ایس تلویزیون ته وویل، څومره چې موږ افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږلو کې سستي کوو هغومره به په دغه هیواد کې خپل پوځیان له ډیر خطر سره مخامخ کړو. د جمهوري غوښتونکو یو بل مشر سناتور جان بوهینر وایي، دا د ډیرې اندیښنې خبره ده چې ویل کیږي سپینه ماڼۍ افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږلو کې سستي کوي.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا د امریکا د پوځ او سپینې ماڼۍ تر منځ د افغانستان د ستراتیژۍ په برخه کې یو ډول اختلاف تر سترګو کیږي.

جګپوړیو امریکایي پوځي چارواکو ولسمشر اوباما ته خبرداری ورکړ که چیرته افغانستان ته د نورو پوځیانو د استولو په برخه کې ژر پریکړه ونه کړي او پر دې اونۍ تیرې کړي او یا میاشتې ولګوي نو د جنرال مککرسټال خبره دغه جګړه به ممکن له واکه ووځي.

د جنرا ل مککرسټال له غوښتنې سره د امریکا د ملکي چارو د تګلارو یو شمیر کسان چې مشري یې مرستیال ولسمشر جوبایډن کوي، مخالفت کوي.
د ټایمز ورځپاڼې په وینا د امریکا د ملکي چارو د تګلاریو مسوولان په دوه دلیله افغانستان ته د نورو عسکرو له لیږلو سره مخالفت کوي، یو علت په وروستیو کې د امریکایي ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو ده چې د امریکا دننه یې خلک د افغانستان له پوځي ماموریت سره مخالف کړي دي. دوهم دلیل د افغانستان له درغلیو ډک انتخابات دي چې تر هغو چې دا تورونه سپینیږي د افغان حکومت په مشروعیت کې سپینه ماڼۍ ممکن شک وکړي.