کور / تازه خبرونه / کابل : د سړي تښتوونکو يوه څلور کسيزه ډله نيوله سوې ده

کابل : د سړي تښتوونکو يوه څلور کسيزه ډله نيوله سوې ده

د کورنيو چارو وزارت وايي سړي تښتونکيو دا ځل يوه شپاړس کلنه نجلۍ تښتولې وه چې څو ځله يې پرې جنسي تېری هم کړی دی .

ددغه وزارت وياند وايي دغو کسانو هڅه کوله چې تښتول شوې نجلۍ په دوه نيم لکه افغانيو وپلوري خو د پوليسو له لوري لاس په لاس ونيول شول .


دکورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وويل ددغې ډلې دپاتې دوو غړو دنيولو هڅې يې هم پيل کړې دي :


(( دکورنيو چارو وزارت له انسان تښتونې سره دمبارزې رياست وتوانېده چې دانسان تښتونکو ډله ونيسي او دغه د انسان تښتونکو ګروپ يوه نجلۍ چې شپاړس کاله عمر يې درلود ، دمزار شريف له ښاره راتښتولې وه، او ل يې دا مسمومه کړې وه ، ددې شبکې درې تنه غړي نيول شوي دي ، په مجموعي توګه پنځه تنه غړي لري څلور يې نارينه دي او يوه ښځه هم په دغو مجرمينو کې شامله ده اوددې بانډ غړې ده . ))


دکورنيو چارو وزارت وايي چې له عدلي او قضايي ارګانونو څخه يې غوښتي چې دغو کسانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي .