کور / شعر / ددروېش جونګړه

ددروېش جونګړه

 


خدايه د هر سړي په كار د وينو جام دى دلته


زما زخمونو ته د ټولو خلكو پام دى دلته


 


چي هر سړى دي د خپل قد برابر قبر جوړ كړي


رارسېدلى د قاتل دغه پيغام دى دلته


 


تر كاروان سراى په كمه نه ده د دروېش جونګړه


د دې دنيا هرې بلا كړى قيام دى دلته