کور / سياسي / دوه بايللي جنګونه ( د ډاکټرنثاراحمد صمد ليکنه)

دوه بايللي جنګونه ( د ډاکټرنثاراحمد صمد ليکنه)


جنګ جنګ زېږوي ، چي هغه له تروريزم سره مستقيم تناسب لري


جګړه پوځی جنرالان نه بلکی حکومتی سیاست پوهان راپیلوی او پوځیان یې صرف مخته بیایی .  معاصر استعمار درې اساسي محرکات لری چي هغه اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیکي دی . دا درې واړه په ګډه ( لږ او ډیر ) مخته سره بیول کیږی . معاصر امریکایی استعمار د نرم څخه مخ پر سخت درومی . امریکا د بحرانونو او کړکیچونو تر حلولو هغه ډیر ایجادوی یعنی امریکا دومره پرابلمونه اواروی نه، څومره چي نوی ایجادوی او دا هغه تریخ حقیقت دی چي د فلسطین څخه تر عراقه او دافغانستان څخه تر ایرانه ( صرف په همدې سیمه کی ) ثابت سوی دی . که لاتینه امریکا ، کارابین، لیری ختیځ، افریقا او بالکان هم پرې ورعلاوه کړو نو ثابته به سی چي امریکا د ناورینونو او غمیزو د ایجاد مور ده  . 
 



نن امریکا په دوو جبهو کي عملاْ جنګیږی چي یو افغانستان او بل عراق دی. په لومړني کي د شپږو کالو راهیسی او په دوهمی کي د څلورو کالو راهیسی مسلسل جګړه کوی خو بریمن نه ښکاری. په لومړنۍ جګړه کي یې خپل ( ۴۷۰ ) پوځیان تلفات ورکړی او په دوهم کي ېې هم ( ۳۹۰۰) پوځيان له منځه تللی دی . په لومړني کي یې سل بلیونه ډالره او په دوهم کي یې هم ۵۰۰ بلیونه ډالره پوځی مصرف کړی دی . په لومړنی کي هره اوونۍ (۳۷۰) ملیونه ډالره پوځي مصرف کوی او په دوهمی کی هم د هفتی ( ۲  ــ دوه  ) بیلونه ډالره پوځي مصرف لری .


په لومړنی کي شل زره او په دوهمی کي  یې هم دوه لکه ( دوه سوه زره ) ملکي او بیګناه انسانان شهیدان کړی دی . په لومړنی کي یې څه باندی شل زره او په دوهمي کي یې هم څه باندی یو نیم لک ( یو سلو پنځوس زره ) پوځيان جنګیږی. په لومړنی کي یې نن د جنګ ( ۲۳۷۰ ) ورځي او په دوهمی کي یې هم د جنګ ( ۱۷۲۰ ) ورځی پوره سوی دی . 
 


      هو   ، نړۍ وال د څو کالو راهیسی په سترګو وینی چي  افغانستان او عراق دواړه د امریکا تر پوځي نیونی لاندی شپې سبا کوی . واشنګټن په کابل او بغداد کي خپل مخالف دولتونه ونړول او پر ځای یې خپل جوړ کړي  رژیمونه  هلته نصب کړل، وروسته یې په « امریکایی برس» سره په « دیموکراتیک رنګ » رنګمالی او « مشروع !  ؟  » کړل . خو د کلونو په تیریدو سره باد او باران د هغوی ساختګی رنګونه ترې جدا او وکولول چي نن ډير بد ښکاري .


   شواهد ښئ چي امریکا پر افغانستان او عراق دواړو باندی له مخکی څخه لا د حملو پلان درلود خو د سپتمبر د یوولسمی تروریستي پيښو دا حملې رامخته کړې . واشنګټن هم پر عراق د حملې پلان د میز له سره ایسته کړ او څه وخت یې هغه په المارۍ کي کښیښود تر څو لومړی یې د افغانستان او طالبانو چاره کړې وای . سپینی ماڼۍ له تلوار او هیبته کار واخیست . دافغانستان او طالبانو په ژوره مطالعه کي له سره بی غوره او بې پروا وه. بارنیټ روبین په نیویارک پوهنتون کي د افغانستان د چارو متخصص وایی چي « امریکایی مشران پر افغانستان باندی د خپل لومړني  بم د اچولو راهیسی ( د ۲۰۰۱ د اکتوبر ۷ ) د طالبانو په ژوره پيژندنه او درک کولو کی جدا ْ ناکامه راغلي دي . » مګر اصلي خبره خو دا ده چي پر افغانستان د امریکا  حمله یوه غلطی ده او وروسته هلته د دوی کړنې هم بله غلطی ده . مشهور څیړونکی مایکل چسو دوفسکی په خپل کتاب کي چي عنوان یې « دتروریزم پر ضد د امریکا جنګ » دی، لیکی چي « د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمی په هماغه  سهار بوش نړۍ ته وویل چي القاعده پر نړیواله سوداګریزه ودانۍ او پنټاګون باندی حمله وکړه . نوموړئ حتی دې  ته هم معطل نه سو چي استخباراتي او عدلی یا جدالی تحلیلونه سره مقایسه  او تطبیق کړی . د هماغی ورځی په ماښام یعنی پر نهه نیمو بجو « جنګي کابینه »جوړه سوه چي لوی استخباراتي او پوځي سلاکاران پکښې شامل کړه سول . ددې تاریخی غونډی په پای کي یعنی د شپې پر یوولس بجو . . .  د تروریزم پر ضد جګړه رسماْ اعلان سوه چي نور نو د تاریخ جز وګرځیده. .» چسودوفسکی پسې زیاتوی چي « لدې څخه معلومیږی چي دا هر څه ساختګی شیان دی  ځکه بیله شواهدو څخه متهم اعلان سو او پرضد یې سمدلاسه جګړه پسې اعلان سوه. » هو ، امریکا خو پر افغانستان د حملې اشتباه وکړه خو هلته د دوی کړنه بله هغه ستره غلطی ده چي نن د هغه قیمت ادا کوی . یو ځل بیا د بارنیټ روبین شننه لولو : « د بوش ادارې افغانستان د یوې اوږدې مودې ذمه واری نده بللې او د هغې مشران پدې فکر دي چي وایی موږ په افغانستان کي کامیاب یو. هغوی افغانستان ډیر مهم ندئ بللئ حال دا چي تقریباْ ټوله پام یې عراق ته اړولی دی. ځکه نو امریکا او نړیواله ټولنه دلته ښه ډير شاته پاته دي او طالبان د ستراتیژيکي پلوه غالب دی او حتی که موږ هغوی مات هم کړو بیا هم کامیاب دي . » د امریکا ستره اشتباه دا وه چي ویل یې خیر دی د شمال ائتلاف مجرم بانډ به په جنګ کي استعمال کړو. خو دغه بانډ په توره بوړه کي اسامه بن لادن ته د رشوت په بدل کي لاره ورکړه تر څو د شا له دروازې څخه ووزی او پدې ډول یې خپل ولینعمت یو ستر جبه زار ته ور پوری واهه . دا د جنګ سالارانو چالاکی او د واشنګټن غلطی وه چي نن یې مجبوراْ قیمت ادا کوی . دا چي القاعده مشران او ملا محمد عمر ترې ولاړل نو امریکا هم له شدته کار واخیست او پراخ پوځي عملیات یې پیل او لویی تباهۍ او غمیزی یې پيښی کړې .  کله یې د مخورو کاروان بمباری کاوه، کله یې د واده  مراسم بمباری کول، کله یې د جنازې مراسم بمباری کول او کله یې هم کلي ، کورونه او مسجدونه بمباری کول چي دا ټول تر ننه هم لږ او ډیر جریان لری . بله ناوړه کړنه یې هم دا وه چي د ضد او نقیض پر زو څخه یې یو داسی مختلط رژیم جوړ او په کابل کي نصب کړ چي اکثریت چلوونکی یې جنګسالاران، بنسټ پالان، جاسوسان، تیکنوکراتان او د القاعده پخوانی انډیوالان وو. يعنی دا چي امریکا د دیموکراسۍ عاشقان او د دیموکراسۍ دښمنان سره پر یوه کاسه کړل نو ځکه ددې وړۍ څخه شړۍ نسی جوړیدای مګر واشنګټن صرف خپلی ګټی مخته بیایی او د چا پروا نلری  او د ا یې هم بله ناکامی ده . د امریکا ړندې بم ورۍ او د ملکي انسانانو وژل هم د دوی بله ناکامی ده چي د طالبانو خواخوږی او صفوف ورزیاتوی. د تریاکو کښت او تجارت هم د امریکا بله ناکامی ده چي نه یې له منځه وړی اونه  یې هم زغملی سی. د انکشافي پروژو، پانګه اچونی او بیا رغاونی نشتوالی یا بیخی سوړ حرکت هم د امریکا بله غټه ناکامی ده چي ورسره مخامخ ده . د طالبانو سره صرف او صرف جنګ او د مخامخ خبرو اترو څخه ډډه د امریکا بله ناکامی ده چي د روسانو پر قدم پښه ایږدی. په بل عبارت، که امریکا په افغانستان کي کامیابه ده نو ولی هلته جګړه روانه ده ؟ 
 


ولی هره ورځ په لسګونو ملکی خلک په بم وریو سره شهیدا ن کوی  ؟ او بالاخره ، که امریکا په افغانستان کي کامیابه ده  نو ولی نه ترې وزی  ؟


نن په افغانستان کي عوام او کروندګر د « دریو وژونکو طاقتونو » تر منځ ایسار راغلی دی  چي هغه مخدره  جنګ سالاران ، امریکایی بمباردمان او ځان وژونکی فدایان دی . هو ،  دغو دریو پدیدو لاس سره ورکړی او افغانان یې سخت غمولی دی .


     په هرصورت، اساسي خبره دا ده چي امریکا پرون د عراق په هکله درې حقایق نه منل او نن هم دافغانستان په اړه درې حقایق نه منی . همدغه انکار، امریکا او دواړه اشغالي هیوادونه  ( یعنی افغانستان او عراق ) د سترو مشکلاتو او ضایعاتو سره مخامخ کړی دی . وګورئ پرون واشنګټن په درواغو سره فریاد کاوه چي د صدام حکومت : 
 


الف  ـ د عامه وژنی  ( کیمیاوی او بیالوجیکی ) وسلې لری،


ب  ــ د القاعده سره پټي اړیکی لری ،


ج ــ دامریکا لپاره یو تهدید دی. خو دا ټول تر یرغل وروسته د لمر غوندی څرګند سول چي هیڅ هم نه وو. 
 


  نن بیا دافغانستان د جګړې په هکله درې حقایق نه منی چي ښایی دا به هم ژر یا وروسته د لمر غوندی ډاګیزه سی یعنی :


لومړی ـ دا چي واشنګټن د طالبانو مقاومت د یوې داخلی منبع یا عامل په توګه نه منی بلکی هغه د بهرنیو (خصوصاْ پاکستان ) لاس وهنی ګڼی .


دوهم  ــ دا چي واشنګټن خپل پوځي شتون هلته قانونی او مشروع  بولی، یعنی هغه د افغانستان اشغال نه بولی.


دریم  ــ  دا چي واشنګټن خپل ځانونه  هلته کامیاب ګڼی که څه هم جنګ کوی او په هغه څه پسې چي راغلی وو، په لاس یې ندی وروړی .


همدا لامل دی چي پدې دواړو جنګونو کي بریالیتوب مشکل آن ناشونی ښکاری ځکه ، درواغ په حقیقت سره، منافقت په صداقت سره ، مقاومت په بغاوت سره او جاسوسي په دیموکراسی سره تحملیږی.


خو د افغانستان د اوسنۍ بحرانی او څپانده وضعی په اړه باید دریو اعترافونوته تسلیم سو او هغه  ومنو چي نن په شواهدو سره ثابت هم دي : 
 


لومړی دا چي   ـــ امریکا په خاص ډول او نړیوالي ټولنی هم په عام ډول په تیرو شپږوکالو کي افغانستان  ته ( د عوامو یا افغانستان د ملي ګټو له مخی » څه اساسي خدمت ندی کړی، که یې څه کړي هغه سیاسي جنبه ، تبلیغاتي اړخ یا ستراتیژيکي مقصد لری او بس .


دوهم دا چي ــ د بهرنیو یرغلیزو پوځونو شتون اصلاْ یوه بهرنۍ نیونه یا اشغال دی . هرڅه چي کوی هیڅوک او هیڅ مرجع او هیڅ قدرت یې مخنیوی نسی کولای .


دریم دا چي  ــ   افغان ولس بهرنئ اشغال ( حتی بهرنئ شتون ) نسی زغملای او هرومرو باید د هغه په وړاندی ودریږی کله د مخالفت  په توګه، کله د غوصي په توګه  او کله هم د مخامخ  مقاومت په توګه .


    فلهذا، امریکا په خپلو دواړو « انتخابي » او « اختیاری » جګړو کي سخته ګیر راغلې او ناکامه ښکاری . امریکا په دواړو جګړو کي د سترو ضایعاتو او زیانونو سره سره ( لکه انساني تلفات، د خزانې تشول، پر آزادیو پښه اېښودل، بدنامه کیدل او د کرکی وړګرحیدل . . . ) د تروریزم پر ضد دغه « انتخابی او اختیاری » جګړه بایلی . ددې جنګ د بایللو اصلي فکټور هماغه  د واشنګټن دوه مخي او غولونه ده . وګورئ سپینه ماڼۍ ظاهراْ دیموکراسی او آزادۍ ګانی تبلیغوی خو عملاْ دا هر څه تر پښو لاندی کوی.


نړیوالو هغه جګړه چي په تیرو شپږو کالو کي د افغانستان څخه راپیل سوې او په عراق کی پائیدلې ده ، ځکه په باک نده راوړې چي امریکا یانو پدې ترڅ کي د ګوانتانامو، ابو غریب، بګرام او هره خوا د سي آی اې په جیلونو کي څه څه ونکړل  ؟   ! 
 


دې کړنو جهادیان نور هم تولید کړل، افغانستان یې د « لاسه وتونکئ» کړی دی او عراق یې هم د « جهاد پوهنتون » ګرځولی دی . دا رښتیا ده چي عراق تیل لری مګر دا هم نن تر لمر سپینه ده چي افغانستان بیا تریاک لری . دواړو جنګونو بلیونونه ډالره په ځان کي جذب او برباد کړی دی ، دواړو جګړو د سل ګونو زرو انسانانو ککرۍ خوړلی دی، دواړو جنګونو امریکا او دنیا ته زیانونه پيښ کړی دی، دواړه جنګونه بی پایه ښکاری، دواړه اصلاْ د امریکا د خارجي پالیسۍ قربانی دي او په دواړو کي برئ تقریباْ ناشونی ښکاری . 
 


  د امریکا د دفاع وزارت د تیر جولای پر ۳۱ وویل چي دافغانستان جنګ موږ ته په (۱ر۷۸) بلیون ډالرو تمام سوی دی . خو که پر هغه ضمنی، فرعی او جزئی نور مصارف هم ورعلاوه سی چي مستقیم تړاو  ورسره لری نو دا مبلغ به تر ( ۱۰۰) بلیونو ډالرو هم واوړي . د انګلستان انډپنډنټ ورځپاڼی د اکتوبر پر ۲۴ راپور ورکړ « چي کله د آینده کال په پای کی جورج بوش خپله دوره پوره کوی،  نو دعراق او افغانستان په جګړو به یې څه باندی یو ټریلیون ( یعنی زربلیونه ) ډالر مصرف کړی وی چي دا دویتنام او کوریا د جګړو تر مجموعی مصرف لا هم اوړی . د بوش ادارې تر اوسه په افغانستان  او عراق کي ( ۶۰۸ ) بلیونه ډالره مصرف کړی چي د سود په شمول یو ټریلیون ډالرو ته رسیږی یعنی هغه ستر ریکارډ چي امریکا تر دوهم نړیوال جنګ راوروسته مات کړی دی . » 
 


    څیړونکی وایی چي امریکا د افغانستان او عراق په دواړو جګړو کي ناکامه ده او هغه د بیلیونونو ډالرو په مصرفولو سره صرف د سقوط څخه ژغوري . ددې ناکامۍ علت څه دی ؟ هغه بیله شکه د واشنګټن غلطه بهرنۍ تګلاره ده چي د « سیاسي » څخه « نظامي » حالت ته اوښتې ده . نو چاره او خلاصون یې څه دی ؟ بهتره دا ده چي سپینه ماڼۍ عینی واقعیتونو ته تسلیم سی او د هغو پر اساس خپله بهرنۍ پالیسی عیار کړی که نه پردې دنیا به ددې دنیاوالو لخوا د نیوی محشر د رومی څو چي هغه به په رښتیانی او الهی محشر سره ختمیږی   .  
 
جانسن څه ښه ویلی چی « دا ټوپکونه او بمونه ، راکټونه او جنګي طیارې یا بیړۍ، دا ټول د انسان د ماتی نښی دی » 
 
دافغان رسالې د ۱۰۴ ګنی نه