پنځه امریکایي پوځیان ووژل سول

د لراوبر اداره | سپتمبر 25th, 2009


وال سټریټ ژورنال امریکایی ورځپاڼه نن خبر ورکوی چی پنځه امریکایی پوځیان د افغانستان په جنوب کی ووژل سول .

څلور پوځیان په زابل ولایت کی هغه مهال ووژل سول چی زرهپوش یې پر ماین وخوت . پنځم عسکر هم په نیمروز ولایت کی د طالبانو په مخامخ ډزو کی ووژل سو .

په دې سره د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمیر ۸۴۹ ته ورسېد .

خبر زیاتوی چی مځکني ماینونه هغه وژونکې او رېبونکې وسله ثابته سوې چی د زیاتو لویدیځو پوځیانو ککرۍ خوری .

Copyright Larawbar 2007-2024