کور / سياسي / په جرمني کې سياسي ګوندونه او ټولټاکنې

په جرمني کې سياسي ګوندونه او ټولټاکنې

د 2009 کال د سيپتيمبر 25مه

په جرمني کې د روانې مياشتې(سيپټيمبر) په 27 مه نېټه د بونډيستاګ (ملي شوری) او واکمنۍ لپاره ،د سياسي ګوندونو له لارې ټولټاکنې تر سره کيږي .له دې امله د دغه هېواد سياسي ګوندونو او ټولټاکنو ته لنډه کتنه شوې ده . جرمنان ځانته ډويچ (Deutsch) خپل هېواد ته ډويچلنډ( Deutschland) اوخپلې ژبې ته هم ډويچ (Deutsch) وايي . فرانسويان او اېرانيان ورته المانيه او المان وايي .خو د نړۍ ډېرهېوادونه ورته جرمني(Germany) وايي . همدارنګه دجرمني دولتي جوړښت ته اېرانيان او يو شمېر نور هېوادونه د( المان فدرالي جمهوريت) وايي خوخپله جرمنيان ورته د ډويچ لنډاتحادي جمهوريت (BundesrepablikDeutschland) وايي او ګڼ شمير هېوادونه ورته د جرمن اتحادي جمهوريت وايي .ځکه دفدرال(Föderalismus)او يوموټی يااتحاد(Bund)ويي د دوی په ژبه سره توپيرلري دغه هېواد د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د ځواکمنونېواکګرو ځواکونو له خواپه دوه برخو، ختيځ اولوېديځ جرمني ووېشل شو اود 1990ز کال د اکتوبرپه دريمه نېټه بيرته سره يوشو. جرمني357104کيلومتره مربع پراخوالی لري او82046000ميليونه وګړي پکې ژوندکوي. له دې شمېرې نه2 ،9ميلونه وګړي بهرني مهاجردي او جرمنۍ توبنه نه لري چې شاوخوا 80000يې افغانان دي .

جرمني په 16 ايالتونووېشل شوی او پلازمينه يې برلين ده .

په جرمني کې دواکمني بڼه پارالماني ده . ريښتينی واک د سروزير سره دی خو تشريفاتي ځای يې وروسته له ولسمشر او د ملي شورا له مشر څخه دی . سروزير دملي شورا(بونديستاګ) له مينځه ټاکل کيږي .وزيران هم د ملي شورا غړي وي .د سر وزير د لرې کېدو په مهال ،تر څو چې د سروزير ځای ناستی نه وي ټاکل شوی هغه څوک د واک له ګدۍ نه شي لرې کولای .

ولسمشر دملي شورا( بونديستاګ) او د ايالتونو دپارالمانواو يوشمير وتلو څېرودګډې جرګې (Bundesversamlung) له لارې ټاکل کيږي .اړينه نه ده چې ولسمشر د ملي شورا غړی وي .

جرمني داقتصاداو پرمختګ له پلوه وروسته له امريکې،جاپان اوچين د نړۍ څلورم سترځواکمن هېواد دی . د نړۍ د 500لويوپانګوالو شرکتونوڅخه 37شرکتونه يې په جرمني کې دي .

 پيسه يې يورو ده او د سړي سر کالنی عايد يې 35442 امريکايي ډالر دی . د انټرنيټ لمنه يې de ده او د اړېکو د شمېرې کود يې 49 دی . د موټر لمبرپلېټ D دی .

      په جرمني کې سياسي ګوندونه :

ــ د جرمني سوسيال دموکرات (SPD) ګوند: په جرمني ژبه ورته ( Sozialdemokratische Partei Deutschland) وايي .دا ګوند دجرمني اونړی د لويوګوندونو له ډلې شميرل کيږي . دا ګوندپه 1863زکال کې جوړ شوی .وتلي تاريخي مشران يې :فردينانت لاسالي ،اګوست بيبل ، فرېدريش اېبرت،هيربرت ويهنر، ويلي برانت، هيلموت شميت،اوسکارلوفانټېن، ګيرهاردشروايدر اود 2009 کال سروزيرۍته،د ګوند له خوانوماند،د بهرنيو چارو اوسنی وزير،فرانک والترشټاين ماير(Frank -Walter Steinmeier) او يو شمېر نوردي . ددې ګوند بنسټيزې موخې او شعار،ازادي ـ پرمختګ، تړون او نياو(عدالت) جوړوي . مياشتنۍ خپروونه يې مخکښ(Vorwärts) نوميږي چې د 1876زکال راهيسې خپريږي . د دې ګوند بيرغ سور رنګ لري او په سور رنګ پېژندل کيږی .



  • د جرمني مسيحي دموکراتيک ګوند (CDU) : د ايو زوړپالی مذهبي دموکرات ګوند دی چې په کال 1949زکې په برلين کې جوړ شو .د نړې والې دموکراتيکې اتحاديې غړی دی .دګوندمشره يې د جرمني لومړۍ ښځينه سروزيره،انګيلاميرکل ده (دا د يومسيحي مذهبي مشر لور ده چې په ختيځ جرمني کې اوسېدله ).ګوندي رنګ يې تور اوزېړ دی .


  • د جرمني مسحي سوسياليست اتحاد ګوند ( CSU) : دا يوزوړپالی مذهبي ګوند دی چې دمسيحي دموکراتانوسره يوځای دجرمني مسيحي دموکراتيکه اتحاديه يې جوړه کړې ده . دې ګوند ته د CDU خور ګوند، هم وايي .


  • د جرمني دسوسياليستي اتحاد ګوند :دغه ګوندپه 1946زکال کې په ختيځ جرمني کې دجرمني دکمونست ګوند او دجرمني دسوسيال دموکرات ګوند له يووالي جوړ شوی وو . په کال 1990زکې د دواړو جرمنو له يو ځای کېدو وروسته د ګوند نوم ،د دموکراتيک سوسياليسم په نامه واوښتو او په 2005 ز کال کې د کيڼ ګوند(Linke) په نامه يې بدلون وموند . ګوندي نښه يې سور رنګ دی .


  • د زرغونيانو د 90 اتحاد ګوند:دغه ګوند په کال 1980 ز کې په لوېديز جرمني کې جوړ شوی اوپه 1989 او 1990 ز کلوکې په ختيځ جرمني کې بېلابېلې ډلې سره يو ځای شوې او د 90اېتلاف يې جوړ کړ .اوپه کال 1993 زکې 90 ائيتلاف او زرغون ګوندسره يو ځای شول او د زرغونيانو د 90 اېتلاف ګوند يې رامينځ ته کړ . دغه ګوند د يوشکا فيشر په مشرۍ د 1989ز کال د 2005 ز کال د اکتوبرتر مياشتې پورې د SPD سره په اېتلاف کې واکمني چلوله . ګوندي نښه يې لمرګلي اوزرغون رنګ دی .


  • دجرمني ازاد دموکرات ګوند( FDP) :دا ګوند په 1948کال ز د ډېسيمبر په مياشت کې کې جوړ شو . دغه ګوند داروپاد لېبرال انترناسيونال اود اروپا د سمون او ازاد دموکرات ګوند غړېتوب لري .د ټولنې منځني او لوړپوړي کسان يې پلوي کوي . دغه ګوند د جرمني د لويو ګوندونو سره د واکمنۍ لپاره اېتلاف کوي .ګوندي رنګ يې زيړ- اسماني دی . اوسنی مشر يې (ګوايدو ويستر ويلې ) دی .


  • دجرمني کيڼ ګوند (Linkpartei.) پخواد( دېموکراتيک سوسياليزم ګوند ) : داګوند دپخواني ختيځ جرمني د((سوسياليستي اتحاد ګوند چې تر 1990زکال پورې په ختيځ جرمني واکمن وو)) قانوني پاتې شونی دی .په 2005زکال کې د(( کيڼ ګوند)) په نامه ونومول شو او د (کارګراو ټولنيز عدالت) له ګوندونو سره په اېتېلاف کې 7،8 سلنۍ رايې په اتحادي ټاکنو کې وګټلې .په اوس مهال کې کيڼ ګوند د اروپايي شورا په پارلماني ډله((يو موټی کيڼ اروپايي اوزرغوني کيڼ سکانديناوي)) کې تر ټولو لوی ګوند دی . کيڼ ګوند د2007زکال د جون په 16مه نېته په برلين کې جوړ شو . مشران يې لوتربيسکي او اوسکار لوفانټين دي .مخکې تر دې اوسکار لوفانټين د سوسيال دموکرات ګوند کيڼخيالی مشر وو .


  • د باوريا ګوند (Bayernpartei) :د اګوندپه 1946 ز کال کې دجرمني د باير په ايالت کې جوړ شوي .په ايالتي پارلمان کې هم استازی نه لري .


  • د جرمني ملي دېموکرات ګوند (NPD) : دا د جرمني تر ټولو ښی لاسه ګوند دی .دغه ګوند د 1964ز کال د نومبر په 28 مه د جرمني د امپراتورۍ ګوند( DRB) په پل جوړ شوېدی .په جرمني کې ډېرې هڅې وشوې چې دا ګوند د نازي ګوند د لارې لاروی وښي او په دې توګه يې دقانون له مخې، مخنېوی وکړي .خوتر اوس پورې دغه ګوند خپلې چارې مخ ته بيايي .


  • د رايش سوسيالست ګوند : داګوند د دوهمې نړې والې جګړې وروسته ،په 1949ز کال کې جوړشوی وو.دوی په رسمي توګه ځان ته ملي سوسيالست ګوند ويلو اود هيتلرپه لاره تلل .دا ګوند دجرمني د امپراتورۍ له ګوند راشکېدلی وو.دې ګوند به ويل چې ((ادنار،د نېواکګرو ځواکونو تر سيوري لاندې مشر)) د امريکايانو لاسپوڅی دی او(( کارل دونيتز)) د جرمن پان د رايش منلی لار ښود! دی .دې ګوند داسې باور درلود چې هولوکاست(د يهودو، کمونيستواو هېوادپالوټوليزه وژنه) هسې يوه بابېزه کېسه ده او داسې يې انګېرله چې ګواکې دډخاو( Dachau ) ماشيني دوزخ هم له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته امريکايانوجوړ کړی دی!.هم داډول دوی داسې باوري ول چې :اروپا بايد دجرمني درايش ترلارښوونې لاندې د دريم ځواک په توګه دکمونيزم او امپرياليزم په وړاندې ودريږي .د رايش سوسيالست ګوند پوځي څانګه((رايش فرانټ)) نومېدله .دغه ګوند تر لسو زرو ډېرغړي درلودل اود(( برساکسون)) ايالت به لانډټاګ (پارالمان) کې يې16 او د(( بريمن )) ايالت په لانډټاګ کې 8 څوکۍ خپلې کړې وې . په 1952ز کال کې په دغه ګوند بنديز ولګېد .


  • د ژويو دهوساينې ګوند : دا ګوند په 1993 ز کال کې جوړ شو.د دې ګوند بنسټيزه موخه دجرمني په قوانينو کې د ژويود حقوقوخونديتوب دی .


  • دجرمني مارکسيست لنينيست ګوند: دا ګوند په کال 1982ز کې دجرمني دکمونيستو کارګرانو د اتحاديې له غړو جوړ شوې .له سياسي پلوه دا ګوند د ماويستانو پېښې کوي .او دا ګوند په جرمني کې تر ټولو ډېرچپ ګوند دی .دا ګوند دنړېوالومارکسيست ـ لېنينيستي ګوندونواو جوړښتونو په کنفرانسونو کې ګډون کوي .دا ګوند په تبليغاتي کمپاين کې د مارکس او لنېن د انځورونوپه لېږدولو سره ،د خلکو پام ځان ته راړوي .


  • دجرمني د مرکزګوند : دا ګوند د ((کاتولېکانو د مرکزګوند)) په نامه هم پېژندل شوی ووچې يو سياسي او کاتوليک ګوند وو چې دجرمني د امپراتورۍ او د ((وايمارجمهوريت)) په مهال يې هلې ځلې کولې .دغه ګوند د 1933 کال د جنورۍ په6 مه ځان ړنګ کړو او له جګړې وروسته يې بيا چارې پيل شوې .خو پخوانی خوند يې پاتې نه شو او ډېر شمېر پخواني غړي يې دجرمني مسيحي دېموکراتيکې اتحاديې ته واوښتل .او ډېره برخه يې دجرمني دنورد راين ويستفالن( NRW) په ايالت کې په هلو ځلو بوخته ده .


  • اېنجيل ته وفادارو مسيحيانو ګوند : دجرمني په سياسي ډګر کې دا د پروتېستانتو اوزړوپالو بنسټپال ګوند دی .دا ګوند په 1989 ز کال کې جوړ شو .دا ګوند د همجنس والۍ، سقط جنين اوله دولت څخه دمذهب دبېلتون(سيکولردولت) په وړاندې هلې ځلې کوي . دا ګوند باوري دی چې د اروپا اساسي قانون بايد په خدای ج ډډه ولګوي .او له اسرائيلو په کلکه پلوي کوي .دا ګوند داروپاد سياسي مسيحي غورځنګ ،غړی دی .


  • دخړو پړانګانو ګوند: دا ګوند د زړو د حقوقو او د تقاعد د حقوقود پرله پسې ورکړې لپاره هلې ځلې کوي .او په چاپېريال ساتنه کې هم پوره ونډه اخلي .


  • د جرمني د کمونيست ګوند (1968) : دا ګوند په کال 1968زکې په لوېديځ جرمني کې له پخواني کمونېست ګونده چې په کال 1956ز کې بنديز پرې لګېدلی وو،راجوړ شو .د دواړو جرمنوله يو ځاای کېدو وروسته د دغه ګوند ډېرکي غړي، کيڼ ګوند ته واوښتل . د 2005 کال په ټاکنو کې د کيڼ ګوند سره په اېتېلاف کې ورګډ شو .


  • د جرمني کمونيست ګوند (1990) : دا ګوندپه 1990زکال کې په برلين کې جوړ شو .د دې ګوند خپروونه((سورتوغ)) نوميږي .د 2005 ز کال ترټاکنو دمخه دغه ګوند دتياريو په لړ کې د جرمني د کمونيست ګوند(1968) او کيڼ ګوند سره د اېتېلاف لپاره خبرې اترې پيل کړې .په پايله کې يو شمير غړي يې د ګوند په وړاندې ودرېدل او له ګوند يې شوکه وشکوله او د جرمني د کمونېست ګوند(بلشويک) يې جوړ کړ .


  • د جرمني کمونيست ګوند( 1918 ) : د ا ګوند د ((سپارتاکيست د اتحاديې)) له مينځ راټوکېدلی .د سپارتاکيست اتحاديه د جرمني د سوسيال دېموکرات ګوند دننه بېله ډله وه . دې ګوند د لومړۍ نړېوالې جګړې سره په دې مخالفت درلود.چې دايوه امپرياليستي جګړه ده چې کارګرانو ته يې ګټه نه رسي .د سپارتاکيست د اتحاديې مشران(( روزالوکزامبورګ)) او(( کارل ليبکنخت)) ول چې په 1919ز کې ووژل شول .د دويمې نړېوالې جګړې په لړکې دا ګوند د هيتلريانو له خواسخت وټکول شو او پېژندل شوي پلويان يې د((هولوکاست )) پنډغالو ته ولېږدول .د دويمې نړېوالې جګړې وروسته د شوروي ځواکونو تر اغيز لاندې په ختيځ جرمني کې کمونيست ګوند د سوسيال دېموکرات ګوندسره يو په بل کې ورننوتل او دجرمني د سوسياليستي اتحاد ګوند يې جوړ کړ .چې د ختيځ جرمني واکمن ګوند وو .د دواړو جرمنوله يوځای کېدو وروسته ،د جرمني دسوسياليستي اتحاد ګوند،لومړی په دېموکراتيک سوسياليسم ګوند(PDS) د( ډاکتر ګيزي) په مشرۍ ،ورپسې د سوسيال دېموکرات ګوند پخواني مشر،اوسکارلوفانټېن په مشرۍ په ،کيڼ (Linke)ګوند واوښتو. اوس مهال، کيڼ ګوند هم د جرمني په ختيځه برخه کې د پام وړ ځواک لري .


  • په لوېديځ جرمني کې په کال 1956 ز کې يوې محکمې په دغه ګوند بنديز ولګولو،ولې وروسته په کال 1968 ز کې يوې برخې غړويې د جرمني د کمونيست ګوند بنسټ کېښود .

ټولټاکنې :

په جرمني کې د اساسي قانون له مخې هغه ګوندونه چې 5٪رايې ترلاسه کړي بونديستاګ (ملي شورا) ته لاره موندلاي شي . د بېلګې په توګه د2005کال د سيپتيمبر د 18 نېټې د ټولټاکنو پايلې په دې توګه وې :



  1. مسيحي دېموکرات ګوند (CDU+CSU)       36,3%


  2. سوسيال دموکرات ګوند(SPD)        36,2%


  3. ليبرال دموکرات ګوند(FDP)               10,o%  


  4. کيڼ ګوند  Linkspartei                            8,7%   


  5. زرغون    90 Grüne                          8,3%    


  6. نور ګوندونه                                 05%     

د جرمني په سياسي تاريخ کې لږ پېښ شوي چې په ځانګړي توګه يو ګوند واکمني وچلوي . ډېر داسې کيږي چې لوی ګوندونه له وړو ګوندونو سره ائېتلاف کوي .خو دا دوهم ځل دی چې لوی ګوندونو خپلو کې سره ائېتلاف کړی .

په ټولټاکنو کې رنګونه خپلې ځانګړتياوې لري . د بېلګې په توګه :

ــ سوسيال دېموکراتانو له تاريخي پلوه د خپل بيرغ لپاره سور رنګ ټاکلی او سور رنګ يې نښه ګرځېدلې ده ان تر دې چې غړي يې کله ناکله سرې سرې نيکټايي تړي . يوه ورځ مې په يوه کوڅه کې د يوه کور ا و وستل دواړه دروازې په سره رنګ لړلې ولېدې .کله چې مې پوښتنه وکړه چې دا د چا کور دی ؟ يوه راته وويل چې د ا د دې سيمې د سوسيال دېموکرات ګوند د منشي کور دی .له ځان سره مسکی شوم او د خلکيانودمهال سره رنګونه راپه ياد شول .

ــ کيڼ ګوند او ټلواله يې هم پوخ تور رنګ د ځان نښه او وياړ بولي .

ــ مسيحي دېموکراتان د خپلې ټلوالې سره تور رنګ د خپلو ټوتولپاره کاروي .

ــ ليبرال دېموکرات ګوند زيړ رنګ چلوي .

ــ زرغون ګوند، زرغون رنګ خپل کړی دی .

د ائېتلافونو پر مهال ټلوالوته د رنګونو او بېرغونو نومونه کارول کيږي .د بېلګې په توګه :

ــ امپل کوالېڅيون ( د سړکونو د اشارو ټلواله) : مانا دا چې : سور ، زېړ او شين (SPD +FDP +GRÜN) د سوسيال دېموکراتانو،ازاد دېموکراتانو اوزرغونيانو ټلواله .

ــ جميکاکوالېڅيون: دا نوم د جميکا د هېواد د بيرغ له رنګ اخستل شوی . مانا دا چې : زيړ ، تور او شين (FDP+CDU + GRÜN) ليبرال دېموکراتان ، مسيحي دېموکراتان اوزرغون ګوندد ټلوالې نوم دی . خوپه اوس کې مسيحي دموکراتان د ازادو ديموکراتانو سره په خبرو اخته دي او سوسيال دموکراتان د زرغون ګوند او کيڼ اړخو سره راشه درشه ساتي .داسې ښکاري چې دا د واک لپاره دلويو ګوندونو تبليغاتي هڅې وي .

د 2009 کال په ټاکنو کې به خلک لويو واکمنو ګوندونو ته د نړېوال اقتصادي کړکيچ له امله ډېره پاملرنه ونکړي او پرځای به يې وړو اوپه تېره کيڼو ګوندونو ته مخه کړي. خو واړه ګوندنه دومره ځواک او اغيز نه لري چې د ټولنې برخليک وټاکي .نړېوال کړکيچ ته په تېره د افغانستان حالاتو ته په پام سره کېدای شي ! يو ځل بيا د تېر په څېر لوی ګوندونه په ګډه سره د واک په ګدۍ پاتې شي .او واړه ګوندونه تر بيا ټولټاکنو لاس تر زنې کېني . ګوندونه د هېواد له حالاتو سره جوخت شعارونه وړاندې کوي .په دې ټاکنو کې په افغانستان کې د جرمني د پوځيانو خبره توده ده.کيڼ اړخي د پوځيانوزرتر زره رايستلو خبره کوي ،سوسيال دموکراتان د پوځيانو درايستلوسره مهال ويش په پام کې نيسي او مسيحي دموکراتان او پلويان يې د پاتې کېدوپه څرنګوالي خبرې کوي .

پای