کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو روځپاڼو نن هم تر ډيره له انتخاباتو سره تړلي مسايل او رونه امنيتي وضع راخستې.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يي رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې له طالبانو نه د پاكستان د ملاتړ مساله راخستې او ليكلي دي، چې طالبان لاهم د پاكستان نسبي ملاتړ له ځانه سره لري.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې كه چيرې ملا عمر د پاكستاني سپانسرانو او د پاكستاني طالبانو دغه ملاتړ له لاسه وركړي نو دې به له كرزي سره اوربند ته ترغيب شي.

دورځپاڼې په يو جلا سرليك كې بيا دې ټكي ته اشاره شوې، چې پاكستان له تيرو ديرشو كلنونو راهيسې د امريكا د سياستونو د پليتابه په مركز بدل شوې او له اسلام اباد سره مرستې د افغانستان امنيتي وضعې ته ګټه نه كوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د رايو د دوهم ځل شميرلو بهير ته كتنه كړې او د انتخاباتو په اړه د ځينو كړيو دريځونو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا د انتخاباتود پايلو په اړه توطيې لاهم دوام لري.؟

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو د نتايجو په اعلان كې د ځنډ مساله راخستې او ليكلي، چې دا ځنډ د عامو افغانانو ژوند ګواښوي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د انتخاباتي شكايتونو له كمسيون او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د درغليو تر نامه لاندې پيل شوې سياسي لوبه پاې ته ورسوي.

ورځپاڼې په عينې حال كې د ولسمشركرزي د راډيويي وينا ځينې برخې هم راخستي، چې پكې لويديځې رسنۍ پدې تورنې شوي، چې د انتخاباتو په اړه له زهرجنو تبليغاتو سره يي په افغاني ټولنه كې انديښنې زيږولي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ولسمشر كرزي ټولو خلكو ته سپارښتنه كړې، چې په ډاډ سره دې خپلې ورځنى چارې پر مخ بوزي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې په افغانستان كې د لويديځ اهداف څيړلي او پدې ترڅ كې د جرمني د پخواني صدراعظم په حواله يي ليكلي، چې لويديځ خپل اهداف نشي ترلاسه كولې.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې ليكلي، چې د براون د ستراتيژۍ په اعتراض كې په افغانستان كې د برتانوي ځواكونو قومندان له خپلې دندې استعفې وركړه.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو په څلور شپيتمې اسامبلې تبصره كړې او پدې ترڅ كې د نړيوالو مسايلو په وړاندې د ملګرو ملتونو رول ته په اشارې هغه يو ناكام سازمان بللې دې.

دې ورځپاڼې هم په پاكستان كې د طالبانو فعاليتونه څيړلي او دغه هيواد يي په افغانستان د طالبانو د حملې د تنظيم لپاره يو با امنه ځاې بللې.

اصلا او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات راخستي او هغه يي له بيلابيلو اړخونو څيړلي دي.

انيس بيا پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په وړاندې د رسنيو چلند څيړلې او د خلكو د رايو درناوې يي ددوې مسؤليت بللې.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې پدې ټينګار كړې، چې په افغانستان كې د جنګ او جګړې د كلتور مخنيوې وشي او پدې ترڅ كې له سوداګرو غوښتل شوي، چې ماشومانو ته دې د لوبو لپاره پټاكى او نور وسايل، چې د جنګ انځور جوړوي نه واردوي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې دا خبر وركړې، چې تر راتلونكو لسو ورځو پورې به د انتخاباتو برخه ليك روښانه شي، انتخابات دوهم پړاو ته وغزولې شي او كه نه.

په ورځپاڼه كې د افغانستان روانه امنيتي وضع هم څيړل شوې او پدې ترڅ كې د طالبانو فعاليت ته په اشارې د امريكايي چارواكو په حواله ليكل شوي، چې طالبان د پخوا په پرتله اوس منظم شويدي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې له افغانستان نه د بهرنيو ځواكونو د وتلو مساله څيړلې او دا ويره يي څرګنده كړې، چې له دې كار سره به افغانستان يو ځلې بيا اوياومې لسيزې ته ورستون شي.