ږوب : د موټر چپه کېدو له امله دوه تنه ټپيان سول

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2009


په ږوب کي د دېرګۍ له کلي سره نږدې يو موټر چي د حضرت صاحب له کلي ږوب ښار ته راروان وو، چپه سو، چي پکي سپاره دوه تنه سخت ټپيان سو.

دوي ديوه واده په مراسمو کي له ګډون وروسته ښارته راتلو.

ټپيان سمدستي دکوټې روغتون ته ورسول سول.

د يو بل خبر له مخي د ږوب په ختيځه سیمه خان عالم کلي کي د ماشومانو ددوو ډلو ترمينځ په جګړه کي يو د يولسو کلونو ماشوم محمدآمين هغه مهال ځاي پرځاي مړسو، کله چي يې يو کانړی پرسرولګېدئ.

Copyright Larawbar 2007-2024