کور / سياسي / پرته له سالم حکومته اضافه عسکر هيڅ ګټه نلري

پرته له سالم حکومته اضافه عسکر هيڅ ګټه نلري

نن سبا، په غربي مطبوعاتو کي د افغانستان موضوع خورا ګرمه ده. هره ورځ ګڼ شمېر رپوټونه او مقالې خپرېږي. ما لدې ټولو څخه فقط دوې مقالې انتخابات کړي دي او لنډیز يې محترمو لوستونکو ته وړاندي کوم. بايد زياته کړم چي دښه او سالم حکومت پر اړتيا باندي همدې ليکوال په خپلو مقالو کي بيابیا ټینګار کړی دی، خو اوس امريکايي ليکوالان هم دې حياتي مسلې ته متوجه سوي دي. زه هيلمن يم چي زماافغاني ليکوالان چي غواړي لمر په دوو ګوتو پټ کړي، باالاخره هغوی هم دې حقيقت ته سر کښته کړي. شيطان او شخصي ګټو ته شا کړي، او خدای ته مخ کړی. د حامد کرزي له بېکاره او نامشروع حکومت له دفاع او ملاتړ څخه لاس په سر سي. ځکه د يوه افغان د شهامت او عزت سره دا نه ښايي چي د یوه فاسد او غله حکومت تر شا ودرېږي. افغاني مېړانه حکم کوي چي د حامد کرزي حکومت بايد ړنګ او سټ سي.

د کرسچين ساينس مانيټور انټرنيټي پاڼه د سپټمبر پر ۲۳ مه په يوه تحليلي رپوټ کي ليکي که چيري يو عادي افغان د واشنګټن د قدرت په مرکزونو کي چي دمګړی د افغانستان د جنګ په باب ګرم بحثونه پکي روان دي ورسي، د هغه پیغام به داوي: د حامد کرزي حکومت فاسد او احمق دی.

جنرال مک کریسټل رپوټ چي د دوشنبې په ورځ په مطبوعاتو کي را ښکاره سو، اصلي هدف يې د عادي افغانانو د زړونو او فکرنو ګټل دي. خو د تېري میاشتي قلابي انتخاباتو عادي افغانان د حکومت په باب لا نور هم بدبين او خواتوري کړل.

د کندهار يو قومي مشر، حاجي بادشاه خان، وايي په ارغنداب، ښوراوک، سپين بولدک، او ریګستان کي پوليسو خلکو ته ويل چي حامد کرزي ته رايي ورکړئ. هغه زیاتوي، «که چیري په انتخاباتو کي غلا او ټګي برګي وي، تاسو د مشرۍ لپاره مناسب سړی نه سئ انتخابولای. که چیري تاسو د مشرۍ لپاره مناسب سړی ونه لرئ، تاسو امنيت نه سئ ساتلای.»

د جنرال مک کریسټل رپوټ د حاجي بادشاه خان خبره تاييدوي. د جنرال رپوټ وايي: «ناټو مجبوره ده چي د ښه حکومت د راوستلو په لټه کي سی، داسي يو حکومت چي افغانان پرې باور او ويسا ولري.»

ځينی خلک استدلال کوي چي د ولايتي حکومتونو پر ښه کولو باندي بايد فوکس وسي، ځکه د کابل حکومت د سپي لکۍ ده. نور خلک بیا وايي د ولايتي حکومتونو اصلاح کول ناممکن دي، ځکه د افغانستان د حکومت جوړښت مرکزي دی. خو په هر حال، واشنګټن يوازي د نورو عسکرو پر لېږولو باندي سوچ کوي، نه د کابل د حکومت پر اصلاح کولو باندي.

په واشنګټن کي، د جورج ټاوان پوهنتون د افغانستان د چارو ماهره، کرسچين فېر، وايي، « دلته د نورو اضافه عسکرو پر استولو بحث کېږي، حال داچي موږ بايد د افغانستان دحکومت پر پاکولو او اصلاح کولو باندي غور وکړو. اضافه عسکر دا معضله نسي حلولای.»

دغه راز په افغانستان کي زیاتره قومي مشران دې مسلې اندېښمن کړي دي چي څرنګه کېدای سي چي د حامد کرزي انتخاباتي غلا او دوپه به وضع ښه کاندي.

يو هلمندی قومي مشر، حاجي عبدالاحد، وايي، « څرنګه کېدای سي چي د يوه ملک لپاره غلا او ټګي ښه نتایج ولري؟ حکومت په اداري فساد کي تر غوږو پوري ډوب دی، او دا حالت به همدا شان دوام لري.» د پکتيکا يو قومي مشر، حاجي جانداد خان وايي، «موږ نه سو کولای چي په تقلب د خلکو ژوند ښه کړو.» د بلخ يو قومي مشر، ضابط محمد کریم، وايي په انتخاباتو کي ټګي برګي صادق او پاک خلک په ولايتي شوراګانو کي له انتخابېدو څخه محروم کړل، هغه زياته کړه، «پرته له قدرت او پيسو څخه، تاسو پدې ملک کي هيڅ کار نه سی کولای. که چیري غلا او دوکه همدا شان روانه وي، څرنګه به اداري فساد راایسار سي؟»

ددغه رپوټ د برابرولو لپاره اکثرو مرکه سويو افغانانو د نورو اضافه عسکرو د استولو څخه ملاتړ کاوه، ځکه هغوی پر افغاني عسکرو باندي هيڅ باور نلري. د افغانستان د چارو استراليايي محقق ويليم مالي وايي، « دبغاوت د ختمولو لپاره حداقل ضرورت دادی چي د يوه داسي حکومت ملاتړ بايد وسي چي په خلکو کي څه محبوبيت او حمايت ولري. که چيري تاسو د اګسټ د شلمي غوندي يو لړ حادثې ولرئ چي په حقيقت کي يې حکومت لا نامشروع کړ، بيانو ستاسو کوښښ دېته پاته کېږي چي د سوټي په زور اوبه مخ پر لوړه خېژوئ. »

مېرمن فېر وايي، « کله چي د کابل حکومت د فاسدو واليانو د برطرفه کولو څخه ډډه کوي، د پوليسو د روزني ګټه به څه وي؟ همدا فاسد واليان له يوه ولايت څخه بل ولايت ته تبدیلېږي. ولي دوی نه برطرفه کېږي؟»

د کابل پوهنتون استاد، پروفسور ساپی، وايي، «که چيري همدا حکومت له همدې ټولو شکونو او ترديدونو سره سره بېرته راوستل سی، بيا نو يو ميلون نور اضافه عسکر هم څه لاسته نسي راوړلای.» هغه زياتوي بايد يوه لويه جرګه راغوښتل سی چي د طالبانو په ګډون ټولي افغاني ډلي حضور پکي ولري، او بیا دي همدا لويه جرګه نوی حکومت وټاکي.

په همدې لړ کي، د سپتمبر په ۲۲ مه د فاينانشل ټايمز په اخبار کي مېرمن جېن هارمن او مایکل او هانلون ليکي په افغانستان کي د عسکرو زیاتوالی بايد د کابل په حکومت کي د اداري فساد د ختمولو سره تړاو ولري. متحده ایالات پداسي وخت کي افغانستان ته نور عسکر استوي چي حامد کرزی او دوپه ملګرو يې د انتخاباتو غلا کولوته ملاوي تړلي دي. څرنګه به موږ خپلو عسکرو ته ووايو چي د کندهار، هلمند، پکتیا، پکتیکا، او خوست په ريګونو او غرونو کي ځانونه قرباني کړي، خو په عين زمان کي حامد کرزي د قاچاقبرانو او غلو سره انډيوالي ټينګه کړې ده.

دوی لیکي همدا ټکی د اوسنۍ ستونزي محور تشکیلوي. د ښورښ ضد جنګ هيڅکله يوازي په خارجي قواوو نسي ګټل کېدای. د بغاوت او ښورښ د جنګ د ګټلو لپاره يو با اعتباره بومي ملګري ته اړتيا لري. پرته له يوه باحيثيت افغاني عنصر څخه د امريکا ټولي هلي ځلي عبث دي. موږ هيڅکله دا جنګ په يوازي سر نه سو ګټلای.

که چيري د افغان حکومت فاسد او ناپاکه وي، طالبان به د خپل پروپاګند لپاره پوره مهمات او اکمالات ولري. خپه اقوام به تل دطالبانو سره د يوځای کېدو خيال په سر کي ساتي. پوليس او قاضیان به د پخوا په شان په رشوت او د قاچاقو په پيسو ګوزاره کوي.

که څه هم د ويتنام تجربې او د عبرت درسونه د افغانستان له حالاتو سره چندان اړخ نه لګوي، خو يوه تجربه يې اوس هم په افغانستان کي صدق کوي، او هغه دا چي موږ به تر هغه وخت پوري کاميابه نه سو، تر څو يو مشروع بومي ملګری و نه لرو. لدې خنډه په هيڅ وجه سترګي نه سو پټولای.