کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ک.ا.م.ا.سيستانی:ديو اماتور ليکونکي د ناروا نيوکو ځواب

ک.ا.م.ا.سيستانی:ديو اماتور ليکونکي د ناروا نيوکو ځواب


کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستانیسریزه:


د افغانستان دجوړیدو د ۲۶۰ کلیزې په علمی غنډه کی چی د افغانستان دکلتوری ودې  ټولنې له خوا د۲۰۰۷ کال داکتوبر پر ۱۹ مه  دکلن په ښار کې دایر ه سوې وه، ما په دغه غونډه کې  برخه اخیستی و ، ددې غونډي د يوه برخه وال له خوا د غونډې دبرخه والو څخه دا پوښتنه وسوه چی :افغانستان د اوسنی بحران څخه څنگه نجات موندلای شی؟ هغه  په رئيسه هيیت کښي دناستو وينا کونکوڅخه  هیله وکړه چی هر یو په یوه جمله کی خپل نظر څرگند کړی . زموږ ملگرو هریوه  څه چی لازم گڼله وویل، خو ما پخپل وار سره خپل نظر داسي څرگند کړ : ترڅو افغانستان خپلی اختلافات دپاکستان سره حل نکړی،امنیت اوثبات  به زموږ هیوادته رانسي .


دتفریح په وخت کی یو سړۍ ماته راغی او ویې  پوښتل چی : سیستانی صایب! ایا ستاسو مقصد ددې جواب نه د ډیورند دکرښې په رسمیت پیژندل دي؟ ما جواب ورکړه چی : که  دپاکستان سره زموږ اختلافات  دیوې مجموعې په توگه وبولونو د ډیورنډ دکرښې  اختلاف په کې مهمه کړی ده .او زیاته مې کړه چی پاکستان اوس د ډیورنډ دکرښې  په  رسیمت پیژندلو قانع نه دی، بلکی د مټک تر پولې رسیدل غواړی،د دی ورستۍ جملې په ارویدو هغه سړی  بلي خوا لاړ اوزه بیرته پخپل ځای کښېناستم . کله چی کنفرانس ختم شو او زه بیرته سویډن ته راغلم، په دې فکر کې شوم چی دیوې مقالې په ترڅ کې خپلې افکار اووړاندیزونه په څرگند ډول هغه پوښتونکی او نوروافغانانو ته په ډاگه کړم، نو هغه و چی ما د( ما اتک میخواهیم وپاکستان متک، اما طالبان چی میخواهند؟) تر سرلیک لاندی مقاله تر لیکنی لاندی  ونیوله ، خو په دی لړکی زموږپه ښارکی یوافغان (رحمت الله حسن) راته  تیلیفون  وکړه اودگړویږنی په ترڅ کی  ئې پوښتنه  ئی وکړه ،پر څشی  مصروف یې ؟ ما ورته وویل چی د یو افغان دیوې پوښتنې ځواب په فکر کې یم، خو ودې نتیجې ته  رسیدلی یم چې دافغانستان دحکومت د دیرشوکلنو سیاسی او تبلیغاتی  هلې خلې د پښتونستان دجوړیدو په خاطر، ددې پرځاې چې افغانستان یا دهاخوا پښتنو ته گټه ورسوی ، هم موږ ته او هم د ډیورند دکرښې هاخواپښتنو ته ډیر تاوان رسولی دی . ده ماته وویل چی ښه به داوی چی خپله  دغه مفکوره د یوې مقالې په ذریعه مطرح کړې ترڅو ډېرافغانان په دې پوه سی . ما ورسره ومنله او دنومبر  دمیاښتې په ترڅ کې ما وکړای سو چی یوه مفصله مقاله د“بررسی علل رشد افراطگرائی درمیان قبایل شمال غربی پاکستان” ترعنوان لاندی تکمیل او دافغان- جرمن آنلاین او دعوت نت سایټونو دلارې خپره کړم چی البته د ډېرو افغانانو خوښه  سوې  وه  او ماته ئې دتبریکی اېمیلونه را ورسیدل .


په دې سلسله کې دوهمه مقاله مې د(تاثیرات سوء افراطگرائی بروضع داخلی پاکستان)تر عنوان لاندی تکمیله کړه او دنومبر په میاشت کی نوموړی سایټونو ته ورکړه او ورپسی نوبت ورسید د (ما اتک میخواهیم وپاکستان متک و….) مقالې ته چې هغه هم د دسمبرپه میاشت کی دویب سایټونو له لاری نشر سوه . خو دا مقاله هم ديوعکس العمل سره مخامخ سو،مگر ما بیله دېنه  چې  دکج بحثی دروازه تکولې  وی،یوه بله مقاله  د (برای نجات وطن از بحران، چاره ئی جز نوشیدن جام زهر “خط دیورند” نیست) سرلیک لاندي  د نوموړوسایټونو له لاری خپره کړ ه .


څو ورځی وروسته ، یوه پښتون  آماتورلیکوال چی ویل کیږی  په تاجکستان کی دبند ونهر په انستیتوت کی څوکاله حاضری ورکړې ده ،او بیا  دلږ مودی دپاره  دخلق ددموکراتیک گوند دسیاسی بیرو دیوغړی  دستيار اوځانگړی بادی گارد و، ودی میدان ته را ودانگل او زما دمقالی په اړوندئې  یوه  اوږده بی سروپایه پړ پړه ولیکل، چی نه نقد دی او نه کوم طرحه، بلکی د تورونو یوه مجموعه ده ، اوښائی خیال وکړی چی د دی میدان فاتح سوی دی .


مادلته دآماتورلیکوال اصطلاح ځکه کارولې ده، چی ځینی خلک دوزګاری په وجه دخپل تحصیلی رشتې پرخلاف، لیکوالی ته مخه کړې ده،خو لیکوالی د دوی اصلی کار او مسلک نه دی. مسلکی لیکوالان هغه کسان دی چی داجتماعی علومو لکه :ژورنالیزم،تاریخ، ژبه،ادبیات، اقتصاد، حقوق او فلسفی په رشتو کې ئې  تحصیل کړئ وی ، اودعملی ژوند په میدان کی زیادتره وخت دلیکنی او مطبوعاتی کارنو سره مصروف وی ، خو هغه کسان چی دطبیعی علومو لکه : زراعت، طبابت، جیولوجی، بیولوجی،ریاضی یا نوروتخنیکی رشتوکی درس ویلی وی ،او د بیکاری په وخت کی کله ناکله لیکوالی ته لاس وروړی ، هغوته آماتور لیکوالان ویلای سو. د دی خبری معنا دانه ده چی دوی نسی کولای لیکنه وکړی، کولای سی، خو که د دوی لیکنی د دوی په اصلی رشته کی  وی، ډیرې به  قوی او معتبری لیکنی  وی .


زموږ داپشتون  انجنیر…. هم یو د دغو آماتورلیکوالانو څخه دی، خو زه دده نوم ځکه نه اخلم، چی پوهیږم  د ده اصلی هدف ، ځان مطرح کول دی،نه دا چی ده  غوښتی وی  د افغانستان او پاکستان داختلافاتو اولانجی یعنی  د ډیورند دکرښی دحل دپاره کومه  نظریه او طرحه وړاندی کړی . زه په دی جواب کی د ده هغه تخریبی او توهین آمیزلیکنې هغه ټکی  چی ما اویو تعداد نورو ملی شخصیتونو ته متوجه سوې دي  په ګوته کوم او په لازمودلایلو سره  ئې ردوم ، او قضاوت  نورولوستونکو ته ورپریږدم .


اصلی بحث ته راگرځم:  


اول – زموږ آماتور لیکوال، زما پرهغه خواشینی چی  مادهیواد دجنوبی اوشرقی پښتنو پروژنه  څرګنده کړې وه، اوتراوسه هم  د دغی وضعی د دوام څخه ډیر متاثر یم، داسی ملنډی وهی اولیکی :” ښاغلی سيستاني کله دجنوب اوشرق دپښتنو پر وژنه اوښکي تويوي او خواشيني څرګندوي:”آيا بمباردمان در جنوب وشرق کشور بايد تا نابودي آخرين فرد پشتون ادامه يابد يا اينکه بالاخره اين جنگ بايد در يک جائي توقف کند؟”


دلته  تاسوپخپله وگوری آیا  زما په دی پورتنی یادونه کې تاسی  کوم ناروا احساس یا انسانی ضد نښه نښانه  وینی چی دا سیاسی سوداگر،زما پردی انسانی احساساتوباندی ملنډې  وهلی دي او داسی  ئې ښکاره کړې چي گواکی دوطن دخلکو پر وژنه  ژړا او خواشینی ښودل یو غیر انسانی کار وی؟ د ده  له دغه بې ځایه انتقاد څخه داسی معلومیږی چی دی  د وطن دخلگو پر وژنه  هیح چرت نه خرابه ئی او پکی رئ  هم نه وهی؛ خو زه اساساً  داسی  باعاطفه انسان یم چی د انسانانو د وژل کیدو څخه  سخته کرکه لرم ، اوڅوک چی د خپل همنوع اوبالخاصه دخپلو بیوزلو هیوادوالو په وژنه ، محنت اورنځ متاثره نشی ، ده ته موږ څنگه  دانسان  خطاب وکړو؟ اته قرنه مخ کی دشیراز لوی متفکراو مصلح  ” سعدی” داسی فرمایلی و:


تــوکــز محنـت دیگران بیغمی


نشایــد که نـامت نهــند آدمی


په دغه پورتنی بیت کی نه یوازی دبنی آدم غم د انسان سره مطرح دی ، بلکی د وطن په سطح زموږ دیوه کور غم او درد را سره شریک دی .  که چیری موږ دخپلي کورنۍ د غړو په مړینه او وژنې نه خواشینی کیږو، او اوښکی ورته نه تویو ، نوبیا څنگه ادعاکولای سو چی زموږ چرت د ډیورند دهاخوا پښتنو پر سرنوشت خراب دی ؟


هو! زه په ډیر افتخار سره وایم چی  زه دخپلو هیوادوالو اوبیا دجنوبی او شرقی پښتنو په وژنه نه یوازی زيات خواشینی اومتاثر یم،  ددوی پرحال ژاړم او سوزم، بلکی غواړم ددوی ږغ دخپلی لیکنی په وسیله نور وته هم ورسوم .په دی وجهه ما دخپلی مقالی په ترڅ کې دپښتنو د اوسنی غمجن ژوندانه تصویرکړی او دجنگ دقطع کولو دپاره مې هغه لاری او علتونو ته توجه  اړولی ده کوم  چې بالاخره  دهغه دعملي کولو څخه هیڅ چاره نلرو . ما دخپلي مقالې په یو ځای کې د اسوال مطرح کړئ  دی :


“من نميدانم کسي از دولت مردان کشورتا کنون به اين فکر افتاده  که جلو اين کشت وکشتار در جنوب وشرق افغانستان گرفته شود يا خير؟ اصولاً چرا بايد جنگ در جنوب کشور متمرکز باشد وهمين ولايات پيوسته مورد ضرب وشتم نيروهاي خارجي قرار داشته باشند؟ راه علاج وچاره  چيست؟ آيا بمباردمان در جنوب وشرق کشور بايد تا نابودي  آخرين فرد پشتون ادامه يابد يا اينکه بالاخره اين جنگ بايد در يک جائي توقف کند؟  … پيشنهاد راه معقول نجات کشور از بحران موجوده  از طريق جستجوي يک راه حل عادلانه رفع اختلافات با پاکستان، به معناي تخويف مردم کشور ازپاکستان نيست، بلکه برداشتن گامي است درجهت عادي ساختن روابط دپلوماتيک دوکشور همسايه با توانائي هاي متفاوت نظامي واقتصادي.آخرمگر ميتوان تا ابد با همسايه قوي تر ازخود در دشمني زيست؟ همسايه ايکه هر روز وهر هفته وهرماه بخاطر ترانزيت مال التجاره خود از بنادر آنکشور ناگزيريم به  لطف وکرم او رجوع  کنيم.ادامه اين روش تا دراز مدت ناممکن است  و ضرر آن را مردم ما با پوست وگوشت خود احساس کرده وميکنند.”


زما اصلی مقصد په دی لیکنه کې، زموږ په هیواد کی پرپښتنوسیمو د بمباریو بندول او دهری ورخی دانسانی فاجعی مخ نیول دی .په دی حساب ما خپل نظر خپلوهیواد والوته په دی منظور څرګند کړی دی چی دخپلو خلکو د ژوند د ژغورلو په مقصد، باید دپاکستان سره خپل تاریخی اختلافات  حل کړو . د اختلافاتو رفع کول ځانه ته خاص  میکانیزم لری چی سیاسی چارواکي  او کارپوهانو پرې  پوهیږي .  خو اوس چې افغانستان تر هروقت زیات دبین المللی دوستان حمایت له ځان سره لری دا به ښه موقع وی چی د ډیورند د کرښی لانجه هم په بین المللی سطحه او دبین المللی مینځگړیتوب په ذریعه حل سی . دافغانستان لوری دمتحده ایالاتو اوملگرو ملتونو سازمان په مرسته کولای شی دا شخړه په عادلانه توگه اوسوله ايزه بڼه  حل کاندی ،ترڅونورزموږ خلک دبمباریو څخه خلاص او وطن ته سوله او ثبات راسی ،اودبیارغونې چاري  خپل اصلی بهیر ته ور ولوېږی 


ما د پاکستان سیاست د افغانستان په مقابل کی دهغه تاریخی اختلافاتو نتیجه بللی ده چی دډیورند کرښی  د نه پیژندلو په وجه مینځ ته  راغلی  دي .


افغانستان ته  دآمريکا دراتگ هدف (دتروریسم پرضد مبارزه او امنیت ټینګول) اعلان  سوېده ، خو  پر امر یکا باندی  افغانان دا انتقادلری  چی د۳۷هیوادونو پوځی طاقتونو سره یوځای  د دی پرځای چی ترور یستان (طالبان او القاعده) په پاکستان کی تعقیب کړی اوهلته دهغو پر پټوځایونو باندی حملی وکړی،ولی د افغانستان پر بیوزلوخلکوباندی بمونه پاشی ؟ ددې علت دپاکستان سیاسی چل ول او دسیسې  ښودل سوی دي  کوم چی دافغانستان سره ئې شپیته کلنۍ  اختلافات لری ، ترڅو دا اختلافات رفع نسی، پاکستان زموږ په مقابل کی خپل  دغه سیاست  تعقیبوی


نو ما د دې لانجی او بحران دحل دپاره ، هغه اصلی او بنیادی لامل یا علت چی د ډیورندکرښه ده په گوته کړې ده او ډیر پاخه اوژوندی مثالونه مي  داعلیحضرت مرحوم امان الله خان ، مرحوم محمودطرزی د امانی دحکومت دخارجه چارو وزیر،اوپدې هکله  دشهید سردار داود،سیاسی دریځونه ذکرکړی دي، او بیا مي د اوسنی ملی اوعلمی شخصیتونو دریځ په دی موردکی  هم  ذکر کړی  او ددوی دقوله  څخه مې څوڅوجملی هم دسندپه توګه راوړی دي  چی لوستونکی  هغه ولولی او پری قضاوت وکړی . دامی هم ورپه ګوته کړې ده چی ما د دغو ملی او علمی شخصیتونو سره د ډیورند دکرښی دلانجی په هکله کوم مجلس نه ده کړی ، خو دملی دګتو دساتلو دپاره یو شانته نظر لرو، هماغسی چی زموږدپښتونولۍ  احساس اوملی قوم پالنه تر هیچا په کمه نه ده، نوکه  چيري دیوې  تاریخی لانجې دحل دپاره یو ډول  فکر کوو، داهم کومه لويه گناه یا سیاسی خیانت نه دی ،بلکی د وطن پرستی عالی حد ته رسیدل دی .


مونږ په دی ښه پوهیږو چی  دغه سیاسی  لانجه تراوسه دپاکستان په ګته ، او دافغانستان او هم دها خوا پښتنو په ضرر تمام سوې ده . د بیلگی په ډول،د پښتونستان داعیه چی  دافغانستان دحکومت له خوا پورته سوې اوپه ټول قدرت او امکاناتو سره  تعقیب سوی او دشوروی اتحاد او هند دحکومتونو له خواهم  تائید سوې وه ، نه یوازی دا چی په دې ۳۰ کلونو کی زموږ  ډیری نقدی پیسې په دی لاره کی ولاړې ، اوپه مقابل کی  مو یوه ذره ګته  ترلاسه نکړل، خودهاخوا پښتنوهم په  ضرر تمام سول .ځکه پاکستان چی د دینی او اسلامی ایدیالوژی په دلیل مینځ ته راغلی دی، دپښتونستان داعیه ورته یو ډیرښه بهانه سو چی د پښتنونالسیونالیزم دتضعیف کولو دپاره ، دقبایلوپه سیمه کی پر بنسټ پالو او دینی مدرسو دومره قوت اوزور واچوی  چی په نتیجه کې نه یوازی دپښتونستان د آزادی روحیه د ډیورند دکرښی هاخوا په پښتنوکی شندکړل شوه ، بلکی ددی مذهبی سرمایه گذاری په  نتیجه کښې  په قبایلی سیمه کی دغۀ افراطگرائی ده چی اوس هم دبین المللی ملکونو له نظره ،او هم دافغانستان او دپاکستان دحکومتونو له نظره، قبایلی سیمه نن دطالبانو او القاعدې ( تروریستانو) زالگۍ په نامه پیژندل کیږی او ټوله  شتمنه  نړی په دی لټه کی ده چې څنګه دا خلک د مځکی له مخې نه  نیست او ناوبود کړی .


دوهم- زموږآماتور لیکوال انجنیر په یو بل ځای کی داسی لیکی:


“له بده مرغه هغه کسان چي ددغې مسئلې حل دپاکستان په ګټه غواړي يو ئې هم دغو ټکو ته(کومی ټکو ته ؟س) ګوته نه نيسي او دهغو نه په ټوپونو تېرېږي خو ښاغلي سيستاني په خپله ټوله ليکنه کي دافغانستان دغه دريځ ته( کوم دریځ ته ،ایا پخوانی حکومتونو دریخ ته؟ س) هيڅ ايشاره نه ده کړی. زما له نظره که خدای مه کړه ستاسو مشوره ومنل سي او دډيورنډ کرښه بېله چون وچرا په رسميت وپېژندل سي دا به داسي يوه تېروتنه وي ، چي زيان به ئې دګندمک او ډيورنډ دتړونونو نه لږ نه وي.”


په داپورته جملوکی دغه ټکی (هغه کسان چي ددغې مسئلې حل دپاکستان په ګټه غواړي) د مکث وړ دی .  پاته مقالې لپاره دا ځای کليک کړئ