کور / تازه خبرونه / د ناټو ( ۷ ) پوځیان ووژل سول

د ناټو ( ۷ ) پوځیان ووژل سول

فرانس پریس آژانس د کابل څخه خبر ورکوی چی په تیرو ۴۸ ساعتونو کی په افغانستان کی د دوی اووه پوځیان له منځه تللي دي ، یعنی : یو امریکایی پوځی د هېواد په جنوب کی د ماین قرباني سو ، دوهم امریکایی پوځی هم په جنوب کی طالبانو په ډزو سره وواژه ، یو برتانوﺉ پوځی په هلمند کی د ماین قربانی سو ، په کاپیسا کی یو فرانسوﺉ پوځی د تالندې او برېښنا قربانی سو ، دوه نور فرانسوی پوځیان همالته په سیند کی ډوب سول او څلورم فرانسوﺉ پوځی هم په سروبی کی د خپل زرهپوش څخه لاندی په ژوره او تنګه دره کی راولوېد او مړ سو .

خبر زیاتوی چی په افغانستان کی په تیرو نهو میاشتو کی ۳۷۷ لویدیځ پوځیان وژل سوي دي چی ۲۲۰ یې امریکایان دي ، حال دا چی د ۲۰۰۸ کال په ټوله موده کی د هغوی د تلفاتو شمېر ۲۹۴ ته رسېدلی و .