ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | سپتمبر 28th, 2009


په افغانستان كې د انتخاباتو پر روان بحثونه او روانه امنيتي وضعه بيا هم په كابل كې د خپريدونكو ورځپاڼو اساسي سرليكونه جوړوي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندنې مطلب كې يي رانفاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې په امريكا كې د افغانستان د ستراتيژۍ پر سر روان بحثونه څيړلي او ددغې ستراتيژۍ په سر يي د امريكايي چارواكو ترمنځ د اختلافاتو يادونه كړې.

ورځپاڼې ليكلي، چې د امريكا پوځ په افغانستان كې د سرتيرو د زياتولو د طرحې ملاتړ نه كوي او د اوباما ځينې ملكي سلاكاران پدې اړه شكونه څرګندوي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ناټو د عمومي منشي په حواله ليكلي، چې امريكا بايد په افغانستان كې د نورو هيوادونو مشاركت په رسميت وپيژني.

ورځپاڼي وړاندې ليكلي، چې كه چيرې امريكا د نورو هيوادونو مشاركت ته په كم نظر وګوري نو ممكن متحدين يي له كابل نه خپل سرتيري وباسي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د رسنيو رول او فعاليت ته هم كتنه شوې او په عينې حال كې دا پوښتل شوي، چې ددوى اوسنۍ كړنې څومره ګټورې دي.؟

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې بيا هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په اړه روان بخثونه څيړلي او د انتخاباتو په اړه د ځينو كړيو تبليغاتو ته په اشارې ليكلي، چې چې ولې په ولسواكۍ د خلكو باور له منځه وړل كيږي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام ليكلي، چې ددغو كړيو د فشارونو له كبله د انتخاباتو وروستى پايلې ځنډول كيږي او د خلكو باور ته زيان اړول كيږي.

ورځپاڼې په يو بل ځاې كې بيا پدې ټينګار كړې، چې د مغرضه كړيو د توطعو د شنډولو لپاره بايد د انتخاباتو پايلې ژر اعلان شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا دا سپارښتنه كړې، چې هر افغان بايد سوله، سياسي ثبات او ملي ګټې پر شخصي ګټو لوړې او غوره وبولي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې په افغانستان كې د برتانيې د مستعفي قومندان څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يي ليكلي، چې برتانيه د افغانستان د جنګ لپاره هيڅ ډول پروګرام نلري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان د روانې وضعې په اړه د امريكا د ولسمشر په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې اوباما د افغانستان د جګړې په اړه دا ستړتيا پداسې حال كې ښودلې، چې د ورځپاڼې په وينا لا اوږد مزل په وړاندې پروت دې.

ورځپاڼې په يو مطلب كې د ولايتي شوراګانو د پايلو اعلان ته په اشارې ليكلي، چې ولايتي شوراګانو ته درې سووه اووه پنځوس كانديدان بريالي شوي،

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات راخستي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د تلې په پنځمه د طالبانو لخوا د كابل د نيولو د كليزې په پلمه ددې ډلې كړه وړه څيړلې.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د عسكرۍ د مكلفيت د دورې د اعلان په اړه خپرو شويو اوازو ته په اشارې ليكلي، كه چيرې دا رښتيا وي، چې ځوانان په زوره د عسكري خدمت ته اړايستل كيږي نو دا د كمونسټي نظام د ناكامې تجربې تكرار دې.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې د روانې جګړې په اړه د ملګرو ملتونو په يو راپور تبصره كړې او پكې ويل شوي، چې د اګست مياشت په افغانستان كې تر ټولو خونړۍ مياشت وه.

ورځپاڼې په دوام كې دا خبردارې هم وركړې، چې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو له اعلان وروسته ممكن تاوتريخوالې زيات شي.

دې ورځپاڼې هم په امريكا كې د افغانستان په اړه روانو بخثونو ته كتنه كړې او ليكلي، چې په سپينه ماڼى پدې اړه پرله پسې غونډې جوړيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024