په فرانسه کې پر افغان کډوالو څه تېرېږي ؟

د لراوبر اداره | سپتمبر 28th, 2009


سهارپنځه بجې له کوره ووتم. بايد پاوکم شپږبجې له لندنه وتلي واى . نيت موفرانسې ته کړى و.
دکالې بندري ښارته ور روان وو، بايد هغه افغانان موليدلي واى چې کمپونه يې ړنگ شوي اوبرخليک يې ناڅرگندو.

د بي بي سي دانگريزي څانگې له څلورونوروکسانوسره موپه يوه کرايه شوي گاډي کې حرکت وکړ.
دبرتانيې د دوور تربندري ښاره پورې دوه ساعته مزل و.

په لاره کې همکارانو دافغانستان دحالاتواوپه ځانگړې توگه ددغوځوانانوپه اړه بيلابيلې پوښتنې رانه کولې.

دوى ولې راځي، څومره پيسې ورکوي اوقاچاقبران يې څوک دي؟

ماخپل مات گوډ معلومات ورکول.

خواصلي معلومات د دور دبندر ها بلې غاړې ته و، له هغو ځوانانو او تنکيو زلمو سره چې درېيمه شپه يې خيمې اوترپالونه بلدوزرونو ړنگ کړي و او ډېر ملگري يې له پوليسوسره بنديان وو.

زموږ مطلب هم داو چې دبنديانو پوښتنه وکړو، چې ولې او چېرته نيول شوي دي ؟

دوه ساعته وروسته په سواره گاډي کې سترې بېړۍ ته ورننوتلواودموټر له درولو وروسته دبېړۍ پاسني پوړ ته وختلو، کېناستلو، دسهارچاى مو وڅښل اوکيسې موشروع کړې.

دانگرېزي څانگې همکاران مې دې ته وارخطا و چې څنگه به ځوانان مومو، هغوى خو يې نيولي اوځينې يې شړلي دي.

له موږسره به خبروته زړه ښه کړي اوکنه؟ خوما ورته ډاډ ورکاوه چې چرت مه وهیء، هرڅه به سم شي.

که افغان ځوانان هلته و انشاالله چې له موږسره به خبرې کوي. په ځايي وخت ١٠ بجې کالېې ته ورسېدو. موټرموله بېړۍ راکوز کړ اوحرکت مو وکړ.

په سړک کې دموټرچلولول راته گران و، ځکه په فرانسه کې موټر دښي لاس پرځاى کيڼ لاس ته چلېږي، خودومره لاره نه وه، ٢٠ دقيقې وروسته مواصلي ځاى وموند.

دکډوالو د ادارې د دوتنو په ملگرتيا چې يو افغان اوبله ايرانۍ وه، څوځايونوته چې دافغانانو مېشت ځايونه و ورغلو.

هغه کمپ ته يې هم وروستو چې درې شپې وړاندې پوليسوپه بولدوزرونو ړنگ کړى و، يوازې خلي، خځلې اودلرگيوځينې ټوټې پاتې وي.

د افغانانو مېشت ځای تر نړېدلو وروسته

ځمکه يې هواره کړې وه اود ونواوبوټودرک هم نه لگېده.

هلته د ولاړو پوليسو په اجازه مو د ړنگ شوي کمپ عکسونه واخيستل.

دوى پوښتنه رانه وکړه چې څوک يو؟. بېرته روان شولو.

دسمندرغاړه
دسمندر پر غاړه مو بل ځنگل وليد چې وړې ونې اوبوټي يې لرل ، دلته دهزاره هلکانوکمپ و چې دوى هم پکې نه وو، يوازې ځينې خالي بوتلونه ، ځينې پلاستيکي کڅوړې اونورشيان پراته و خودانسانانودرک نه لگيد .

بېرته راغلو او د يوه کوچني سيند پرغاړه په يوه شډل چمن کې چې مالومېده دگاډو پخوانى پارک (تم ځاى) و څوهلکان ناست او څو نور لمر ته پراته وو.

ورنژدې شولو، خبرې مو ورسره وکړې اوسره وموپېژندل، شاوخوا دېرش پنځه دېرش تنه و.

د غرمې يوه بجه شوه او د کليسا چې يوه خيريه موسسه يې پرمخ بيايي موټرراغى او او د وچې ډوډۍ ، کيلو اواېشولو هگيو کڅوړې يې هرهلک ته ووېشلې.

ځوانان ورته په کتارکې ولاړو، بې خوبه وو اوجامې يې خيرنې وې.

دا يو شمېر هغه افغان کډوال دي چې نه غواړي رسنيو ته خپل مخ ورښکاره کړي او يا ورسره خبرې وکړي .

ځينويې مخونه هم پټ کړي و، نه يې غوښتل چې رسنۍ يې عکسونه واخلي اويا خبرې ورسره وکړي خو ډېرى يې له موږ او نوروخبريالانو سره خبرو ته چمتو وو او زموږ هر ډول پوښتنې يې ځوابولې.

کيسه څنګه وه؟

دثنا گل په نوم يو١٦ کلن ځوان رانژدې شو، ويل يې : (( زه تياريم هر ډول پوښتنه رانه وکړىء. ))

ده راته وويل يونيم کال کېږي چې له افغانستانه راوتلى دى، درې ځله يې له ترکيې نه بېرته افغانستان ته شړلى ، خوبيا بېرته راستون شوى دى.

ده زياته کړه چې هرځل يې په ٥٠ زره افغانۍ يو ټکټ اخيستى دى.

دکمپ له تړلو وروسته اوس تر پله لاندې شپې تېروي اودې ته منتظردى چې دده په وينا لندن ته ور واوړي.

په زړه پورې خبره داده چې دلته خلک برتانيې ته لندن وايي، نوهرځوان د لندن خوبونه ويني.

ثناګل راته وايي دوې شپې وړاندې فرانسوي پوليسو نيولى و او بيرته يې خوشې کړ .

ده زياته کړه که فرانسه دپاتې کېدواسناد ورکړي نوخوښ دى چې په فرانسه کې پاتې شي.

بېرته افغانستان ته ستنېدنه

دمجاهد توتاخېل په نوم يو١٧ کلن ځوان رامخې ته شواو راته ويې ويل شل ورځي کېږي چې چارواکوکارت ورکړى دى خو نه د اوسېدوځاى لري اونه هم خوراک ورکوي.

ده وايي دا کارت په بلا ووهي، څه پرې وکړي؟

داسې ځوانان هم و، چې ترډېرو ستونزو وروسته تياردي افغانستان ته ولاړشي.

شېبه وروسته د ملگرو ملتونو د کډوالو د دارې استازې راغله.

له هغې سره مې د افغانانو د داسې ژوند په باب خبرې وکړې، هغه هم حيرانه وه چې څه تېرېږي.

دې راته وويل ډېر معلومات نه لري چې درې شپې وړاندې پوليسو افغانان ولې نيولي دي؟ خو هڅه کوي له چارواکوسره يې په راخوشې کېدو خبرې وکړي.

دې راته وويل اصلي ستونزه داده چې ډېرى افغانان په خپله نه غواړي په فرانسه کې پاتې شي، ((موږتياريوچې دهغوپه پاتې کېدو غور وکړو. ))

لس کلن فواد راوړاندې شو، فکريې کاوه زه د وېزې مرسته ورسره کولاى شم ، خوچې له مرکې مې ورته وويل ، خبرو ته يې زړه نه کېده.

له خپل ورور١١ کلن جواده يې وغوښتل چې دده پرځاى مرکه راسره وکړي.

هغه ترده زړور و، انگرېزي يې هم زده وه.

راته ويې ويل دجلال اباد له سورخروده راغلى دى، غواړي په لندن کې زده کړې وکړي او په لارو کې يې د نورو په څېر زياتې ستونزې گاللې دي.

مازديگرشو اوهلکان چې داځل يې شمېره شاوخوا سلو ته رسېده د ماښام د ډوډۍ لپاره د يوې ډيپو په وره کې په کتارکې ودرېدل.

همغې خيريه موسسې ورته په پلاستيکي قوتيوکې مکروني، هگۍ ، کيلې او وچه ډوډۍ راوړه او ور ويې وېشله.

زما د بي بي سي د انگرېزي څانگې همکارانو غوښتل د ماښام په شپږو بجو يو ساعته ژوندۍ خپرونه جوړه کړي.

ما ورته څلور، پنځه تنه موندلي و چې په انگرېزي پوهېدل.

ددوى خپرونه پيل شوه اوهلکانو د اورېدونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې د افغانستان په گډون د نړۍ له بېلابېلو برخو نه يې پوښتنې کولې.

د پروگرام چلوونکې مادلين موريس پروگرام پيل کړ او دغو ځوانانو ځوابونه ورکول.
د پوښتنو اصلي برخه دا وه چې دوى ولې له افغانستانه راوتلي دي؟
ولې لند ن ته درومي ؟ اوداسې نور…

ولې يې افغانستان پرې ايښی ؟
له دې پروگرامه وروسته موږ هم خپل مجلس جوړکړ، ورته شان پوښتنې زموږ په مجلس کې هم رامخې ته شوې ، چايوڅه ويل او چا بل څه .

چاويل ژوند يې په خطر کې و، چا ويل د پيسو گټلو ته راغلى اوچا ويل د لندن ژوند يې خوښېږي، ځکه انسانيت او د بشر حقونو ته پکې درناوى ډېر دى.

وخت دماښام له اتو بجو هم واوښت او زموږ د حرکت وخت رانژدې شو.

سپين تڼی له يو شمېر هغو افغان کډوالو سره چې د فرانسې پوليسو يې مېشت ځايونه ور نړولي دي .

هلکان راسره روږدي شوي و او تقريبا له ټولوسره مو ملگرتيا جوړه شوې وه.

دوى رانه وغوښتل چې خداى پاماني په ملي اټن سره وکړو خو نه ساز و او نه هم ډول.
خير، بې ډوله مواتڼ واچاوه اوشاوخوا شل هلکان اتڼ ته را گډ شول.

زه مخکې او دوى راپسې و.

انگريزي همکارانو مې کمرې را واخيستې او عکسونه يې واخيستل.

ځينې هم اتڼ ته راگډ شول.

له دوى مو خداى پاماني واخيسته او بېرته په خپل موټرکې لويې بېړۍ ته وروختلو اودوه نيم ساعته وروسته په لندن کې و.

د ځوانانو څېرې مې ټولې اوس هم سترگو ته درېږي او نه پوهېږم چې تر کوم پله
لاندې اويابه په کوم پټي کې ويده وي اوخوب به هم ورځي اوکنه؟

هغه هلکان چې له پوليسو سره بنديان و راخوشې شوي به وي اوکنه؟ د دغو نورو برخليک به څنگه کېږي؟

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/09/090927_hj_afghanrefugees.shtml

Copyright Larawbar 2007-2024