کور / راپور / په ایران کې دیورانیوم دبډای کولو یوه پټه فابریکه په ډاګه شوه

په ایران کې دیورانیوم دبډای کولو یوه پټه فابریکه په ډاګه شوه

په ایران کې دیورانیوم دبډای کولویوه پټه فابریکه په ډاګه شوه
ليکوال :پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ
د جرمني هیواد – نيټه : 27-Sept-2009


سریزه :


په 1950ز کال کې د ایران پاچا محمدرضاشاه پهلوی له خوا دایران اټومی پروګرام بنسټ کیښودل شو. نوموړی پروګرام د2003 زکال څخه راپدې خوا په ډېره چټکی سره مخ په وړاندې ځي اوله دې کبله دسیمې هیوادونوته خوپه تېره بیا ګاونډیوهیوادونوته ډیرخطرګڼل کیږي .


په ۱۹۵۸ زکال کې ایران دنړېوال اټومي انرژۍ سازمان (I.A.E.A.) غړی شواوپه ۱۹۶۸ زکال کې یې د اټومي وسلو د خپرولوبندیزتړون (NPT) لاسلیک کړ. دنوموړي سازمان د څارنې کمیسیون وايي چې همدااوس ایران د لږڅه یونیم ټن ( 1.4 tons) په ټیټه کچه بډای شوی یورانیوم زېرمې لري چې دنطنز Natanz په ښارکې ترمځکې لاندې خوندي ساتل شوی دی .


دایران اټومي تأسیسات :


د۲۰۰۹ زکال سپټمبر میاشتې په یوویشتمه نیټه ،دایران چارواکودنړیوال اتومي انرژۍ سازمان IAEA ته خبرورکړچې دقم ‏ Qum ښارته نږدې دځکې لاندې دیورانیوم دبډای کولو دویمه دستګاه په کاراچوي . تردې مهاله پورې دیورانیوم دغني کولولومړی مرکزیوازې داسفهان ولایت په ( نطنز Natans)‎ نومي ښارکې اعلان شوی وو. دقم ښار سل کیلومتره دتهران په جنوب کې پروت دی .په نوموړې دویم مرکز کې دیورانیوم دغني کولوپه موخه دلږڅه اوه زره غاز سنټریفوګونو centrifuges اودیوې ډیرې پرمختللې ټکنالوژۍ په مټ ګټه پورته کیږي .


۱- شکل :


۱- شکل : دایران اټومي پروګرام مرکزونه ښوول شوي دي . که چیرته ایران وغواړي نودراتلونکودووکالونوپه موده کې داټومي وسلودتولیدوړتیاترلاسه کولای شي .


۱- دڅېړنیز هستوي بټۍ مرکزونه : تهران ،تبریز، اراک ،اهواز، بوشهر


۲- اټومي تأسیسات : نطنز،اسفهان ،رمزر


۳- دیورانیوم کانونه : زغبند،یزد


دامریکا،فرانسې ،جرمني اوانګلستان هیوادونو دایران دغه کړنلاره دنړیوالومقرراتوڅخه سرغړونه وبلله اوایران یې په پټکاری تورن کړ. داځکه چې هرغړی هیوادمکلف دی چې لږترلږه شپږمیاشتې دمخه دنړېوال اټومي انرژۍ سازمان ته خبرورکړي چې دیورانیوم دبډای کولوکړنلاره په کاراچوي . بلخوادبېلګې په توګه په ۲۰۰۸ زکال دفبروري میاشتې په څلرویشتمه نیټه دایران لوی مذهبي مشر آیتولاه خومینی له خوا په ورځپاڼوکې داسې فتوا خپره شوه چې ګڼه داسلام په مذهب کې د اټومي وسلود زېرموساتل، داټومي وسلوکارول اوتولید منع دی .


دایران داټومي انرژۍ سازمان مشرعلی اکبر صالحی , د سپټامبر میاشتې په 25 نیټه اعلان وکړ چې ددې نوې او دویمې دستګاه په مرسته سره کولای شوچې یورانیومU-235 په سل کې پینځه (5%) پورې بډای کړو. په نوموړې کچه بډای شوی یورانیوم یوازې په هستوي بټۍ کې دبریښنا دتولیدپه موخه کارول کیږي . دهستوي وسلو دجوړولوپه موخه لکه اټوم بم اړین ده چې دیورانیوم دوه سوه پینځه دیرش U-235 برخه په سل کې دنوي 90%څخه پورته وي . 


 ( پای)
په درنښت


پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ


 http://www.iran-daily.com/1383/2143/html/national.htm. 2008-02-24
 http://de.wikipedia.org/wiki/Iranisches_Atomprogramm
http://en.wikipedia.org/wiki/Nuclear_program_of_Iran
http://www.nytimes.com/