پکتيا:دسولٰې نړيوالي ورځي په وياړ دځغاستي سيالي ترسره شوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 29th, 2009


   نن دپكتيا  مركز ګرديز كې دسولٰې دنړيوالي ورځي په وياړ دځغاستي سيالي ترسره شوه.دا سيالي  په پكتيا كې دځوانانوداړيكواو معلوماتود دفترY.C.Cلخواپه اچول شوي وه. ددې دفتر مشر سيدجمال اصف خيل وايي په سيالۍ كې دوه سوه لوبغاړوګډون كړى ؤ چې دپنځۀ نيم كيلومتره فاصلې په لنډولو سره صديق الله لومړۍ ،محمد رحمان دويمه او سيد نثاراحمد  دريمه اتلولي ترلاسه كړه .اصف خيل وايي چې ګټونكو لوبغاړو ته يي كپونه ، دلوبو جامې او يو شمير نورې ډالۍ هم وركړي.نوموړى زياتوي چې ددې سيالۍ مالي امكانات ديونسف لخوا وركړل شوي . د يادولو وړ ده  دا لومړى ځل دى چې په پكتيا كې دځغاستي سيالي تر سره كيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024