یو بل تاریخی ملی خیانت ( د ټولټاکنو او پايلو په اړه نظرونه)

د لراوبر اداره | سپتمبر 30th, 2009


يادونه : لراوبر ويبپاڼي تل په هره بيه خپله خپلواکي ساتلې ده ، لراوبر د ټاکنو پر مهال د سلګونو داسي ليکنو له خپريدو ډډه وکړه چي ځينو ډالرسالارانو د ولس په سترګو کي دخاورو شيندلو په موخه په يو شمېر ليکوالو د پيسو په بدل کي ترتيب کړي وې . لراوبر لاندنۍ ليکنه په افغانستان کي د تيرو ټولټاکنو او د هغو د پايلو په اړه ستاسو د نظر څرګندولو په موخه خپروي ،  لطفاً د موضوع په اړه خپل نظر په لنډ ډول ثبت کړئ . لاندنۍ ليکنه دليکوال خپل نظر دی ، نه د لراوبر ويبباڼي د ادارې .

هغه د چا خبره ټاکنی نه شوې سم د مندو شاه واده شو. دادی اوس څلور اوونۍ اووښتونکی دی چی د ټاکنو پایلی تر اوسه نه دی اعلان شوی. کله د درغلیو او تقلب بهانې کیږی او کله بیا د ۵۰+۱ خبری کیږی. خو زما په خیال د سیاست د ډګر اکثره لوبغاړی اوس په دې پوه شوی دی چی دا کومه لوبه چی روانه ده پای نه لری او موږ هسی پکی استعمالیږو. د دې له پاره چی موضوع لږ سمه روښانه کړو باید د ټاکنو څخه دریو میاشتی مخکی وخت او حالاتو ته بیا وګورو.

کله چی د افغان ټاکنو د پاره د نیټی د اعلان موضوع را پورته شوه. چی هر یوه غوښتل له دی موضوع څخه سیاسی ګټه پورته کړی. خو د کرزی سیاسی چالونو او تدبیرونو دغو موسمی حشراتو ته وخت ورنه کړ چی له غارونو دباندی ډیر وخت وګرځی او فضا ککړه کړی.  وروسته چی کله د ولمشرۍ له پاره د څانونو د نوماندۍ موضوع راغله نو یو وخت خو داسی ښکاریدله چی دا افغانستان نه بلکه کاندید دانۍ ده. هر یوه غوښتل چی ولسمشر شی او د وطنوالو د دوی په اصطلاح خدمت وکړی. دا نوملړ ډیر اوږ وو او ډیر نومونه پکی یاد شول. چی مهم یی انوارالحق احدی، علی احمد جلالی، زلمۍ خلیلزاد، ګل اغا شیرزی، اشرف غنی احمدزی، میرویس یاسینی، هدایت امین ارسلا او نور داسی کسان چی نومونه یادول یی د دی لیکنی تر وس وتلی خبره ده. دغه اشخاصو د کاندیداتوری شاته ځینی مشخص اهداف درلودل. ځینی اشخاصو په راروان دولت کی ځان ته د یو پوسټ حفظ کول غوښتل. خو ځینی جدی کاندیدان هم وو. په زړه پوری خبره داوه چی دا کاندیدان اکثریت پښتانه وو. او هریوه خپله برنامه داسی بیانوله چی ګواکی هغه بدلون راولی. او خلک پوهیدل چی د بدلون څخه یی مطلب د واک څخه د کرزی ایسته کول وو. د کاندیدانو د شمیر زیاتیدو ډیرۍ افغانان په دی پوه کړل چی د چی اصل لوبه څه ده یعنی په لومړی قدم کی د پښتنو د رایو تقسیمول او ددغه لاری د بهرنیانو په اشاره د کرزی بلیک میل کول. ویل کیږی چی بهرنیو کړیو، سفارتونو اکثریت کاندیدانو ته د خپلی پوره همکارۍ ډاډ ورکړی وو. او هر یوه ته یی د ارګ کیلۍ ورکړی وی. خو هغوی نه وو خبر چی د ارګ قلفونه اوس نور دی او هغه د اوو کلونو زړی کیلۍ اوس کار نه ورته کوی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی چی له ډیره وخته یی پر ځینو موضوعاتو له نړیوالو بالخصوص امریکایانو سره اړیکی ترینګلی شوی وی. او بهرنیانو د کرزی دغه نیوکی د ځان له پاره سرخوږی بللی وو. چی عمده هغه یی د بهرنیو ځواکونو خپلسری عملیات او په دغه عملیاتو کی د ملکی وګړو مرګ ژوبله وه. په همدغه وخت کی چی کله به کرزی د نړیوالو سره په جنجال بوخت وو ځینی افغانی سیاسی کړیو د کرزی پر خلاف د بهرنیو خوا ونیول او ضعف یی په افغان دولت کی بللو او ځان به یی په دی ډول د بهرنیو خواخوږی څرګندولو. د دغه سیاسی کړیو او سړیو داسی کړنو کرزی په دی پوه کړ چی نور په هر رنګ چی وی ځان باید افغانایز کړی او د بهرنیانو د دسیسو او بلیک میلینګ په مقابل کی چمتووالی ونیسی. او د بهرنیانو سره تر بارګین کولو یی دا بهتر وګڼله چی چی له افغانانو سره بارګین وکړی. که څه هم دا یوه ناخوښه لار وه خو د مجبورۍ او په شته امکاناتو کی یو بهتر امکان وو. او دغسی یو نا مقدس بارګین ته د کرزی په مجبورولو کی د هغه ټولو افغانی سیاسی څیرو لاس هم وو چی ځانونه یی د ولمشری په ټاکنو کی کاندیداتورۍ ته تیارول. نو په دی ډول کرزی له مجبورۍ د شمال یوبدنامه جنګ سالار قوماندان قیسم فهیم او یوبل ټوپک مار خلیلی د ځان معاونین وټاکل.

که څه هم د دغه خلکو په ټاکلو سره کرزۍ له هری خوا څخه تر انتقادونو لاندی راغی او حتی دهغه بهرنیانو له خوا هم. کوم چا چی کرزی دی ته مجبور کړ چی هغه څوک بیرته په واک کی شریک کړی کوم چی یو ځل پخوا ښاغلی کرزی له واکه شړلی وو. کرزی مجبور شو چی ځینی سیاسی وعدی هم د خلکو سره د وزارتونو او ولایتونو وکړی. دا هغه څه وو چی الزام یی باید یوازی کرزی ته ورنکړل شی. بلکی په دی کړنه کی هغه د هغه ټولو کاندیدانو لکه داکټر اشرف غنی، یاسینی، ارسلا، سرور احمدزی اوداسی نورو لاس وو چی کرزی یی دی ته مجبور کړی چی مصلحتونه باید په پام کی ونیسی. خو د دی سره کرزی په دی بریالی شو چی ځینی مهم کاندیدان لکه احدی، شیرزی او جلالی د ځان په ګټه تیر کړی.

برسیره پر دی یو تر ټولو مهمه ننګونه په پښتون میشتو سیمو کی چی د کرزی اصلی ووټ بینک یی تشکیلولو د طالبانو له خوا د ټاکنو له بهیر څخه د خلکو راګرزول وو.

د دغه ټولو ستونزو او ننګونو سره سره د ټاکنو ورځ راورسیده په ټول افغانستان کی خلکو د ویری تر سیوری لاندی رایی ورکړی. نړیوالو کتونکو او مشرانو لومړۍ خو دا ټاکنی بریالۍ وبللی خو د هری ورځی په تیریدو سره د هغوی دا دریځ تغیر وخوړ.  د پښتنو رایی چی له اوله  د ذکر شوو عواملو له امله زیانمنی شوی وی. او د ځینو نابالغه(فکری نابالغه) کاندیدانو له خوا نوری هم بی اعتباره شوی. چی دا غمیزه به د افغانستان پر راتلونکی ډیری ناوړه اغیزی وښندی او دغه نابالغه کاندیدان او د هغوی ځینی پښتون نما استازی لکه علومی، ملالی اسحاقزی او اسحاق ګیلانی رنګه خلک به د دغه خیانت په تور د سقاو د زوی سره افغان تاریخ په یوه کتار کی ودروی.

لومړی فکتور چی د پښتنو رایی یی تر اغیزی لاندی راوستی د طالبانو له خوا د خلکو ګواښل وو. دوهم هغه یی پر قومی اساس د پښتنو د رایو ویشل وو. دریم یی پر سیاسی او نظریاتی اساس د رایو ویشل کیدل وو. چی متاسفانه دا فکتور یوازی په پښتنو کی وجود لری چی هغوی پر ډیر حساس پړاو هم پر ایډیالوژیکی اساس یعنی د مجاهد او روشنفکره او خلقی په نامه سره وویشل شی. او په دی ډول څلورم او مهم فکتور یی د پښتنو کاندیدانو د شمیر زیاتوالۍ دی.

د پښتنو رایی چی له اوله د غه پورته فکتورونو زیانمنی کړی وی د تقلب او درغلیو تورونو نوری پسی زیانمنی کړی. او د بی اعتبارۍ تور داغ هم پر ولګیدۍ. د افسوس ځای خو داوو چی دا تورونه د هغو پښتنو کاندیدانو له خوا ولګول شول چی د بری یی هیڅ چانس هم نه وو او حتی تر یو فیصد یا دوه فیصده یی زیاته رایه هم وانخیستله. او په یو ریاست یی هم غاړی ایستلی. دغه کاندیدانو په ټولو کی د پښتنو موقف ډیر زیات کمزورۍ کړ او د افغانانو په عدالت کی یی ځانونه مجرم ثابت کړل. او خپله یی هیڅ ګټه نه یووړله خو پښتون او افغان ضد کاندید یی په اخلاقی او سیاسی لحاظ پیاوړی کړ. یعنی اوږی د پښتنو او ټوپک د پښتون ضد قوتونو او ښکار هم پښتانه. که د ګیلی خبره شی نو د هغو خلکو څخه چی په مشرق، مغرب او جنوب کی یی د عبدالله د پاره کار کولو، دهغوی څخه خو هیڅ ګیله نه کیدله ځکه چی هغه خلکو ته خو ملی ګټی هیڅ ارزښت نه لری. چی مثال یی حمیدالله توخی، عبیدالله اڅکزی او نور وو او د علومی او اسحاق ګیلانی ډول خلکو څخه خو هم ګیله ځکه نه کیږی. چی هغوی د افغانیت او پښتونولۍ په هیڅ تعریف کی نه راځی او ملالی اسحاقزی او شکیبا خو ټولو ته معلومی دی چی په کندهار ښار کی یی پخوا څه فعالیتونه لرل. او بله دا چی ډیر خوشال اروا خلک خو د ملالۍ اسحاقزۍ او شکیبا په توسط د عبدالله له پاره کار کولو ته اماده شول. ګیله زیاته له هغه خلکو څخه کیدله چی ځانونه یی د افغانانو خواخوږی او فرهنګ دوسته بلل. خو په ناپوهۍ کی یی د تل له پاره د افغانانو په ملا کی د بی اعتبارۍ خنجر ور ښخ کړ.

که څه هم تر اوسه د ټاکنو نهایی پایلی نه دی اعلان شوی. خو معلومیږی چی په کندهار، پکتیکا او ځینی مشرقی ولایتونو او غزنی چی ډیری رایی یی د پښتنو کاندیدانو د ناپوهۍ له امله تر  پوښتنی لاندی راغلی دی. او ښایی ډیره برخه یی باطلی اعلان شی. چی داکار به د همیشه له پاره پښتانه له سیاسی واکه بی برخی او د هغوی رایی د همیشه له پاره بی اعتباره کړی.

اوس چی د راروان حکومت خبری کیږی. نو نړیوال هڅه کوی چی کرزی یو ځل بیا دی ته مجبور کړی چی یو داسی ایتلافی دولت را منځ ته کړی. چی ځینی وزیران به د بهرنیو سفارتونو له خوا او پاتی نور به بیا د نظار د شورا او ستمیانو او د علومی رنګه ملی خاینانو له خوا معرفی کیږی. او د ټاکنو د پایلو د ځنډیدلو اصلی لامل هم همدا بریښی. خو لیدل کیږی چی کرزی تر اوسه ملی دریځ خپل کړۍ دۍ او بهرنیو او داخلی معامله ګرو ته یی په ډاګه کړی چی په هیڅ ډول به ایتلافی دولت ته غاړه نه ږدی. او د تیرو اوو کلونو کړی اشتباهات به بیا نه تکراروی چی یو وزیر به د المان د سفارت له خوا او بل به د انګلیستان د سفارت له خوا معرفی کیدۍ اوځینی والیان به هم مستقیما دسفارتونو سره په ارتباط کی وو.  اوس نو دا د افغان سیاسی څیرو فریضه جوړیږی چی تیر اشتباهات بیا تکرار نه کړی. او ملی دريځ خپل کړی. که نه نو معلومیږی چی نړیوالو دعبدالله او د هغه سره په کڅوړه کی موجود مجاهد نما، ستمیانو، او علومی رنګه خاینانو واک ته د رسولو پوره تیارۍ نیولۍ دی. او ښایی د دی له پاره انتخابات دویم پړاو ته وایستل شی. چی هلته به بیا یو واضح کرښه کش شی. او دا کرښه به ډیره زیاته تاوانی کرښه وی.

خدای دی زموږ پر وطن رحم وکړی. آمین ثم آمین

Copyright Larawbar 2007-2024