ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 1st, 2009


په كابل كې د خپريدونكو ورځپاڼو ننني زياتره سرليكونه د افغانستان په اړه په نړيواله كچه روانو بحثونو ته ځانګړي كړي او هغه يى له بيلابيلو اړخونو څيړلې.

په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندنې مطلب كې يى رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه په امريكا كې روان بحثونه څيړلې او د يو امريكايي ليكوال په حواله يى ليكلي، چې د افغانستان په اړه پريكړه كول د اوباما لپاره ډير ګران كار دې.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې بارك اوباما د افغانستان په اړه د سپينې ماڼۍ د نويو سياستونو د ټاكلو لپاره بايد بيلابيل مسايل وڅيړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په سپينه ماڼۍ كې د افغانستان د روانې وضعې د څيړلو لپاره د بيړنۍ غونډې جوړيدو ته په اشارې ليكلي، چې دا ډول غونډې كوم درد نشي دوا كولې او پكار ده، چې د روان بحران د حل لپاره بايد عملي ګامونه پورته شي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د ايران د لاس وهنې بيلابيل اړخونه څيړلي او پدې ترڅ كې په اېران كې د ځان وژونكو د روزنې يادونه كړې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې په نړيواله كچه د افغانستان په اړه روانو بحثونو او د يوې نوې ستراتيژۍ د جوړولو په اړه روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې نړيواله ټولنه بايد د خپلو تګلارو په برابرولو كې د افغان مشرتابه نظريات هم په پام كې ونيسي.

ورځپاڼې د انتخاباتو په اړه په يو مطلب كې د كابل پوهنتون د استادانو په حواله ليكلي، چې دوهم پړاو ته د انتخاباتو له غزولو سره مخالف دي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان د شمالي ولايتونو روان امنيتي حالت ته هم كتنه شوې او په كندز كې د امنيت ټينګول ضروري بلل شوي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د برتانيې د ټايمز ورځپاڼې په حواله ليكلې، چې د حامد كرزي منل د افغانستان د موجودو واقعتونو درك دې.

د ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرليك كې د امريكا د ولسمشر بارك اوباما په حواله ليكل شوي، چې هيواد يى يوازې په افغانستان كې د جنګ توان نلري.

ورځپاڼې په دوام كې د نوموړي په حواله ليكلي، چې د وضعې د ښه كولو لپاره بايد له افغان دولت سره همكاري وشي او دوى په هر قدم كې له ناټو سره مشوره كوي.

په ورځپاڼه كې په پاكستان كې د طالبانو د پټن ځايونو په اړه د امريكا انديښنه هم راخستل شوې او ليكل شوي، چې پاكستاني چارواكې طالبانو ته اجازه وركوي، چې په كويټه كې خپله ډله بيا منظمه كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا دا هم ليكلي، چې برتانيه په افغانستان كې د روان بحران د پاې ته رسولو په خاطر له طالبانو سره د خبرو لپاره خپل يو جنرال افغانستان ته استوي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي او بيلابيل مطالب يى پرې خپاره كړيدي.

انيس پخپله سرمقاله كې د افغانستان د انتخاباتو په وړاندې د نړۍ دريځ څيړلې او هغه يى له سياسي غرضه ډك بللې دې.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د كابل ښاروالۍ پر فعاليتونو تبصره كړې او ليكلي، چې دغه اداره بايد له نا توانۍ نه وژغورلې شي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په سپينه ماڼۍ كې د افغانستان په اړه روانو بحثونو ته كتنه كړې او ليكلي، چې بارك اوباما له خپلو پوځي سلاكارانو سره بيړنۍ خبرې كړي.

ورځپاڼې په دوام كې د يو امريكايي جنرال دا خبردارې راخستې كه افغانستان ته نور سرتيري وانستول شي نو راتلونكې يو كال پورې به په افغانستان كې روان جنګ له ماتې سره مخ شي.

دې ورځپاڼې بيا په ايران كې د افغان كډوالو په وړاندې د ايراني چارواكو چلند ته كتنه كړې او دا يى هم ليكلي، چې اوس مهال په ايران كابو دوه زره افغان كډوال د پوليسو لخوا نيول شوي.

ورځپاڼې وړاندې د ايراني پوليسو د مشر په حواله ليكلي، چې دا شمير افغانان د ايران په سيستان بلوچستان ولايت كې نيول شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024