میدان وردګ : د ټولټاکنو د پایلو د ژر اعلانولو غوښتنه وشوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 30th, 2009


د میدان وردګ ولایت میشتو ولسونو دجمهوري ریاست دترسره شوو ټاکنو دژر تر ژره د وروستو پایلو د اعلان غوښته وکړه د تلې په ۷ مه دمیدان وردګ ولایت میشتو ولسونو،مدني ټولنو،علماء او دولسونو استازو د جمهوری ریاست د۱۳۸۸ کال دترسره شوو ټاکنو د وروستنیو پایلو ژر ترژره داعلان غوښته وکړه او ګواښ یې وکړو که ټاکنې دویمې مرحلې ته وغورځول شي میشت ولسونه به پکې ګډون ونکړي.

په همدغه مناسبت په جوړ شوې غونډې کې دولایت اړونده ولسوالیوڅخه شااوخوا(۱۵۰۰) تنوقومي مشرانو،علمار،جهادي قوماندانانو،مدني ټولنواستازو او ځوانانو برخه واخیسته، غونډې دولایت شورا ریس محمد حضرت جانان،قومي مشرانوهریوجنرال قبادي،حاجی محمد نعیم اودعلماء شورا ریس صدیقی ویناوې وکړي ټولو په یوه خوله ترسره شوې ټاکنې په دې ولایت کې شفافې وګڼلي او دوروستیوپایلوداعلان غوښتنه یې وکړه .

همدانګه ګډونوالو ګواښ وکړوکه چیرته ټاکنې قصداٌ دویم پړاوو ته وغورځول شي دابه ملي وحدت پرضد یوقدم وي اوپه دې صورت کې به دمیدان وردګ ولایت ټول ولسونه به پکې برخه وانخلي،ځکه شوې ټاکنې ولسونو په ډیروقربانیوسره ترسره کړې دي،په اخرکې دګډونوالو لخوا یو( ۸ ) مادیز پریکړه لیک ولوستل شوه چې پکې دویم ځل ټاکنوکې نه ګډون،دورستنیوپایلوژر تر ژره اعلانول او داډول نور موضوعات دپریکړه لیک منځپانګه تشکیلوله.

د پکتیا ولسونو هم د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کښي د ټولټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه او وړانديز کړئ وو .

Copyright Larawbar 2007-2024