کور / هراړخیز / د نړۍ مشهوره جاسوساني ښځي

د نړۍ مشهوره جاسوساني ښځي

 1ـ ماتا هاری



دپيدايښت ځاي : هالنډ



تابعیت::هالنډي او الماني


دالمان جاسوسه په فرانسه كې



رزله چې اصلي نوم يې ماتاهاري وو دلمړې نړيوالي جنگړې پرمهال فرانسي ته لاړه او هلته يې درقاصې ( بازيگرې ) په توگه دالمان لپاره جاسوسې كوله


نوموړې په همدې توگه دلوړو فرانسوي جنرالانو څخه مهم فوځي معلومات تر لاسه او هغه به يې المانيانو ته رسول .


خو په ۱۹۱۷ زيږديز كال كې ځني فرانسوي چارواكي دنوموړي پر كارونو شكي شول او ماتاهاري يې المان ته دجاسوسي په تور اعدام كړه .



 2ـ نانسی ویک


 
دپيدايښت ځاي : نیوزیلنډ



په المان كې د امريكا، فرانسې بريتانيا او اسټراليا جاسوسه



نانسي ويك ددوهمي نړيوالي جگړي پرمهال په فرانسه كې خبرياله وه


نوموړې په خپله خوښه دفرانسي اونورو هيوادونو لپاره دجاسوسي په دنده پيل وكړ او په دې كار كې يې ډيرې برياوي هم ترلاسه كړي .


نوموړي په خپل كار كې دومره بريالۍ وه چې دالمان حكومت يې پر سر ددو مليونو ډالروجايزه ايښي وه ، خو المانيان ونه توانيدل چې نوموړي پيدا كړي ،


 نانسي ويك ته ددوهم نړيوال جنگ په پاي كې د ښي جاسوسې لقب اوډير امتيازونه وركړل شول .
 



 3ـ کریستیا شاربک


 
دپيدايښت ځاي : لهستان



تابعيت انگلیسی


نوموړې شپږ كاله په فرانسه ، مجارستان ، او مصركې دانگليسانو لپاره جاسوسي وكړه ، كريستيا شاربك هغه مهال ډير شهرت تر لاسه كړ چې دوه نور انگليسي جاسوسان يې هم د نازي دولت له منگلو خلاص كړل


نوموړي په ۱۹۵۲ زيږديز كال كې دخپل ميړه له لوري ووژل شوه .
 



 4ـ ویرجینا هال


 
دپيدايښت ځاي : آمریکا



 په المان كې دامريكي ، فرانسي او بريتانيا جاسوسه


نوموړي دانګليسي جاسوسي شبكي په مټ دجرمنيانو مهم معلومات تر فرانسويانو ور رسول ، چې


 


 5ـ وایولت سزابو


 
دپيدايښت ځاي : فرانسه



 په المان كې دانگليس او فرانسې جاسوسه


نوموړې ددوهم نړيوال جنگ پر مهال له جرمني څخه معلومات راټول او انگليسانو او فرانسويانو ته يې ليږل


نوموړي په ۱۹۴۵ زيږديز كال كې په جرمني كي دنازي حكومت له لوري ونيول شوه او اعدام شوه .
 



 6ـ لونا کوهن


 
دپيدايښت ځاي : آمریکا



په بريتانيا كې دشوري جاسوسه


نوموړي په انگلستان كې دخپل ميړه په همكارۍ دجاسوسي يوه لويه شبكه چمتو كړه ، او دانگليسي دبهرې ځواكونو په اړه يې مهم معلومات تر روسي چارواكو دمخابري له لاري رسول



 7ـ الیزابت بنتلی


 
دپيدايښت ځاي : آمریکا


په امريكا كې دشوروي جاسوسه


نوموړي ددوهم نړيوال جنگ پر مهال دامريكا مهم معلومات په بيل بيلو لارو شوروي ته استول او په دې برخه كې يې ډيري لاسته راوړني هم لرلي .



 8ـ ملیتا نورود


 
دپيدايښت ځاي : انگلستان



په انگلستان كې دشوروي جاسوسه



نوموړي په ۱۹۴۰ كلنو كې په بريتانيا كې دشوروي لپاره جاسوسي كوله نوموړي د ساړه جنگ پرمهال دانګلستان پټ مهم معلومات تر شوريو وورسول .
 


 دجاسوسۍ دا چارې اوس هم په ټوله نړۍ په ځانگړي توگه په افغانستان كې هم رواني دي ، او هيڅ شك نشته چې اوس هم سلگونه جاسوساني دسندرغاړو ، سلاكارو ، مامورينو او په نورو بڼو په دولتي ،غير دولتي ادارو اويوشمير نورو ځايونو كې په دندو گومارل شوي وي . حتا ستاسو په اداره كې هم .