کور / z_buitenland_news -- 5 / A38 تر ټولو لويه روسۍ الوتکي لومړنۍ الوتنه وکړه

A38 تر ټولو لويه روسۍ الوتکي لومړنۍ الوتنه وکړه



داکتوبر پر ۲۵ دلومړی ځل لپاره دړۍ تر ټولوستری روسی الوتکي  ايرو بوس ((۳۸۰ ،آ ))خپل تجارتی  الوتنه په بری سره ترسره کړه اودسدنی په هوايي ډگر کې راکښته شول .
په نړۍ کښې تر ټولو ستری الوتکی ايروبوس آ۳۸۰خپل لومړی پرواز له سنگاپورڅخه داسترالياپلازمینی  سندی هواډگر ته پداسي حال کښي په بري تر سره کړ چې په الوتکه کښي ((۴۵۵))مسافر ،((۳۰)) نفره خدماتي عمله او((۴))تنه پيلوټان سپاره وه .


ددې لپاره چې هرڅوک وکولاي شی  ددې الوتکی دلومړئ پروازمسافر اوسی ،دپرواز تکټونه دانترنت دیوې ويب پاڼې په مرسته دداوطلبۍ په بازار کښي خرڅلاوته ايښودل شوی وه .
درانيول شويوټکټونوله درکه دسنگاپور ايرلاين شرکت ((۱،۲۵)) ميليونه ډلره ترلاسه کړه ،چې دشرکت دمسولوچارواکوپه ويناټولی تر لاسه شوی پيسې به دخير په کارونوکښي ولگېږي .
 دايروبوس ستری الوتکي دوزرو اوږدوالی ((۸۰))ياپه دقيقه توگه د((۷۹،۸))مترو ته رسېږي ،او دبدنې اوږدوالۍ یې ((۷۳)متره دی .


ددغه پرواز گران ټکټ په ((۱۲۳))زره ايورودوه ځايه اوپه ((۷۰))زره ايورویواوتر ټولو ارزان ټکټ په ((۵۰۰)) ايروپلورل شوئ دی .پدې پروازکې دډير عمر خاوندمسافر ((۹۱))کلن اوځوان ئې د((لسو))مياشتو وو. څرنگه چې ټولوته پدې الوتکه کښي مسافرت اوپروازډير په زړه پوری و،اوټکټونه ئې دانترنت له لاری پلورل کېدل ،پدغه پرواز کې د((۳۵))هيوادواتباع په الوتکه کښې سپاره وه .


ايروبوس مخامخ بېله دينه چې په کوم هوايي ډگر کې دناستي اړتياپيداکړی د ((۱۵))زره کیلومتروواټن په اوږدوالی پرواز کولايشی . ددې الوتکی دسالون دځانگړتياله مخې دايروبوس په هر پرواز کښي د((۵۲۵ نه تر ۸۵۳)) نفروپوری مسافرين کولاي شي په ډيره ارامه توگه پرواز وکړی .
دا الوتکه په ((۷)) کلونوکې جوړه شوې اوپر جوړېدوېې نږدې ((۱۳))ميليارده ډالره لگېدلي .
دسنگاپور ايرلاين په پام کښې لري چې داډول الوتکی نوري هم رانيسي اوپه ۲۰۰۸ کال کښي دهمدې الوتکي پوسيله دسدنی اولندن تر منځ پروازونه پيل کړي . ددې الوتکي قيمت ((۳۲۰))ميليونه ډالره اټکل شوی دی .