کور / خبرتیا او پيغامونه / د پوهنمل حاجي محمد نوزادي د خوښۍ پيغام

د پوهنمل حاجي محمد نوزادي د خوښۍ پيغام

 


څومره دخوښۍ ځای دی چی دهغه ژور فرهنګي تورتم وروسته ، کوم چي اوږده کلونه ئې پر هيواد وزرونه غوړولي وه ، دادی يو په بل پسې دنوي پرمختللې تکنالوژی په مټ دانټرنيټ پاڼو پرمخ دخوږې پښتو سره د زړه خواله کولای سو .
پرماګران عبدالله احسان !
داځل دا خوښی داده ستا د قلم او ګوتو له برکته راته په برخه کيږی . تاته د ( لروبر افغانستان ) دځلاندي راتلونکي مبارکي وايم ، هڅي دي ستايم ، په بريو دي وياړم ، او نوښتونه دي په زړه پوري ګڼم . که وخت ياري وکړه پرجزئياتو به په ارامه سره وږغيږو .
زه پدې توګه دټولو فرهنګپالو وطنوالو څخه هيله کوم چی دپښتو ددغه نوي زېږيدلي بچي په روزنه او پالنه کي هم خپلي اړيني فرهنګي مرستي ونه سپموي .



په مينه او پيرزوينه
حاجي محمد نوزادي