کور / z_buitenland_news -- 5 / کاندولیزارايس دعجيب هرکلي سره مخامخ شوه

کاندولیزارايس دعجيب هرکلي سره مخامخ شوه

روسي لومړی تلوېزيوني کانال
خبري سرويس


کاندولیزارايس دآمريکاد کنگرې په تعمیر کښي دعجيب هرکلي سره مخامخ شوه .
دروسېې تلویزيوني کانال دوې ورځي وړاندي په دهلي تلگراف کي دخپاره شوي خبر پر بنياد خبر خپور کړ چي  دجگړې يوفعال مخالف دآمريکا د کنگرې په ماڼۍ کي په سره رنگ لړلو لاسو دکاندوليزارايس ومخته ودرېد.


دجگړي فعال مخالف پداسي حال کي چي دواړه لاسونه ئې په سره رنگ داسي لړلي وه تابه ويل چي په وينو ککړ دي دکنگرې په ماڼۍ کښي هغه وخت چي کاندوليزارايس ماڼۍ ته راغله پرهغې چيغه کړه او وئې ويل : ((جنگی جنا یتکا ري)).
ددهلي تلگراف په چاپ شوی خبر کي راغلي دي : ((تېره ورځ دجگړې یو مخالف هغه وخت چي دآمريکادبهرنيو چارو وزيره کاندولیزارايس دمنځني ختيځ په اړوند دآمريکا د بهرني سياست په اړوند دکنگرې دنماينده گانو په غونډه کي دهغوي دنظرياتو د اورېدو په موخه دکنگرې ماڼۍ ته راغله ،پداسي حال کي چي په همدې سالون کښي دجگړې مخالف څوکسان هم وه ،يوې ښځي چي لاسونه ئې په سره رنگ لړلي وه دکاندوليزا سرايس او تلويزيون دکامرې ومخ  ته پر هغې ږغ کړه اوپه لوړ اواز يې وويل : ((ستالاسونه دميليونو عراقيانو په وينو لړلي دي )). پولیسو ډېر ژر مداخله وکړه اودا ښځه یې له صحنې څخه وايستل .دا ښځه يوه له هغو درو کسانو څخه ده چي دآمريکا د کنگرې دنظم دگډوډولو په تورد پولیسو لخوا نيول شوي دي .پوليسو ژورنالیستانوته ويلي دي چي داښځه کاندوليزارايس ته کوم جدي گواښ نه وو.