کور / z_buitenland_news -- 5 / دامريکا دترهګرو کسانو په ليست کي دشکمنو کسانو نومونه زيات سويدي.

دامريکا دترهګرو کسانو په ليست کي دشکمنو کسانو نومونه زيات سويدي.

دامريکادمتحده ايالاتوپه هغه ليست کې چي دتروريزم سره په تړاوکي دشکمنوکسانونومونه پکښي ليکل کيږي اوس ئې شمېرتر  ((۷۷۵))زرو کسانواوښتئ دی .


داکتوبر پر ۲۵ دايتر تاس اژانس دآمريکادکانگرس دعمومي کنترول اونظارت ،پردولت باندي دکنترول دادارې لخوادخپاره شوي معلوماتوپر بنياد خبر ورکړ :((هغه ليست چي دولتي اړونده چارواکودتروريزم سره دتړاولرونکوشکمنوکسانوپه اړوند برابر کړي دليکل شويو نومونوشمېر تر ((۷۷۵))زرو نفرو اوړي .په خپاره شوي خبر کي راغلي چي يوازي په ۲۰۰۴ م کال کي دآمريکا دهوايي ډگرو،بحري بندرو او نورو قواو سرحدی ازادولارونه  ((۲۰۰))زره دتروريزم سره په تړاوکي شکمنو کسانونومونه  کوم چي آمريکاته  راداخل شوي دي  پدې ليست کي ورزيات شوي دي  .


ددولتي کنترول دادارې يوچارواکی وايي ،کيدای شي يوډېر شمېر نومونه سهوأ په تکراري توگه ليکل شوي وي . خوبلې خواته بياقانون پوهان اوحقوق دانان  دا ډار او تشويش څرگندوي چي پدومره پړسېدلي ليست  کي دشاملو کسانومخه به آمريکاته دراتلونه څرنگه ترکنترول لاندي ونيول شي .